د بحرین ولیعهد شهزاده او لومړي وزیر جلالتمآب شهزاده سلمان بن حماد الخلیفه د ماناما ډیالوګ په امنیتي کنفرانس 19ام پړاو کې مهمه وینا وکړه چې پدې وینا کې هغه د غزې د موجودې شخړې لپاره پر سوله ییز حل موندلو باندې تاکید وکړ.
د 2023 نومبر په 17 باندې د یوې وینا پرمهال، جلالتمآب شهزاده د “تاوتریخوالي دورې ماتولو” لپاره لازمي شرایطو یادونه وکړه، داسې یو عمل چې یوازې د بې ګناه او غیر محاربوي افرادو د آزادولو له لارې ممکن دی. جلالتمآب شهزاده پدې تاکید وکړ چې د یرغمل شویو آزادول د جګړو او ترینګلتیا درولو لپاره دمخه شرط دی.
ولیعهد شهزاده همدارنګه د نړیوال قانون بشپړ تطبیق غږ هم وکړ ترڅو ډاډ لاسته راشي چې په غزه کې فلسطینیان بشري مرستې ته لاسرسی لري.
ولیعهد شهزاده وویل، دوامداره سوله به یوازې د دوه هیوادونو د حل له لارې شونې وي چې د فلسطین د خلکو حقونه پرځای شي، داسې یوه پروسه چې نړیوال مشرتابه ته اړتیا ولري، په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو حتمي مشرتابه.
”اجازه راکړئ پدې تړاو خورا واضح واوسم چې شاهي بحرین ته څه مهم دي. په غزه کې باید نه اوس او نه بل هیڅ وخت فلسطینیان جبري بې ځایه نشي. غزه باید بیرته اشغال نشي. د غزې په خاوره کې باید هیڅ کموالی رانشي،” ولیعهد شهزاده وویل. “او له بل پلوه، د اسرائیل د خلکو پروړاندې باید د غزې لخوا هیڅ تروریزم نه وي. دا سرې کرښې دي.”
د جګړې وروسته د دوامداره سولې ډاډمن کولو لپاره، جلالتمآب شهزاده د ټاکنو غوښتنه وکړه چې د فلسطین خلک پکې قوي او متحد مشرتابه ولري. دا پروسه باید د داسې یوه همکار او ملګري په واسطه مشري شي څوک چې وکولی شي د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې مرسته وکړي او د دوام وړ او خپلواک فلسطین دولت لیدلوری وړاندې کړي چې دا به د هغې ګاونډي، اسرائیل لپاره هم امنیت او ثبات تضمین کړي.
په پای کې، جلالتمآب شهزاده یادونه وکړه چې ذ نظامي جګړه نه ذ بلکه دیپلوماسي او د نړیوال قانون حاکمیت باید د جګړې د حل لارې لپاره اخرنی مینځګړی او اصلي میکانیزم وي. که چیرې نړۍ د سیاسي کرښو په اوږدو کې د دې ډاډ لپاره په کار کولو کې پاتې راشي چې د استدلال غږ واوریدل شي، دا په نړیواله کچه د تاوتریخوالي خپریدو لپاره د شرایطو رامینځته کولو خطر دی.
د ماناما ډیالوګ، چې هرکال یې بحرین کوربه توب کوي، د مینځني ختیځ د امنیت او دفاع مخکښ کنفرانس دی.
Comments are closed.