څانګېد سیمې هېوادونه افغانستان او ګاونډیان یې د انرژي امنیت په لټه کې دي By Unipath On Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی په هغه څه چې د انرژي وږي مرکزي او جنوبي آسیا لپاره یو نعمت کیدای شي، ترکمنستان په پام کې لري چې په کال 2020 کې د افغانستان اړخ باندې 1800 کیلو میتره د طبیعي ګازو پر پایپ لاین کار پیل کړي. د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هند پایپ لاین چې د ټاپي په نوم پیژندل کیږي 33 ملیارده متر مکعب ترکمن طبیعي ګاز سویل ختیځ کې خپلو ګاونډیو ته رسوي. د پایپ لاین 800 کیلومتره چې د افغانستان له خاورې څخه د هرات او کندهار له لارې تیریږي له ځنډ سره مخ شوی، خو افغان حکومت په پام کې لري چې د کال 2020 په لومړۍ نیمایي کې له ترکمنستان سره د ځمکې د استملاک تړونونه لاسلیک کړي. ټاپي د هغه لویې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې غواړي د سیمې انرژي متنوع او خوندي کړي. د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې مینځنۍ آسیا د کال 2010 او 2014 ترمینځ 6.4 میلیارد ډالر اقتصادي ګټې له لاسه ورکړې، د بریښنا عرضه کونکو او بریښنا مصرف کونکو ترمینځ د خراب ارتباطاتو له امله. همداراز دا ډول اقتصادي ادغام د کال 2019 ډسمبر کې د آسیا زړه – استانبول پروسې په نوم له افغانستان سره د مرستې په کنفرانس کې یوه موضوع وه. د مرکزي آسیا د هیوادونو استازې په سیمه ایز زیربنا، سوداګرۍ او ترانسپورتي پروژو کې د افغانستان په ګډون ټینګار وکړ. د کنفرانس برخه والو یو پیغام وړاندې کړ: افغانستان ته باید د فرصت د یوې سرچینې په توګه وکتل شي، نه د ستونزو سرچینې. په هرات کې د افغانستان، هند، پاکستان او ترکمنستان استازو د کال 2018 په فبرورۍ کې په رسمي توګه د څو ملیارد ډالرو په ارزښت د ټاپي پروژ په یو لړ مراسمو کې په لاره واچول. د ودانیزو کارونو ځنډیدل په افغانستان کې د بې ثباتي له امله ده. Facebook Twitter Share
Comments are closed.