افراطيت له منځه وړلو لپاره نوې لاره
ازبکستان په پام کې لري چې د سزاورکونې پرځای د اصلاحاتو په راوړلو سره د تاوتریخوالي افراطیت کم کړي
سلطنت بردیکیوا
د کال 2020 په دسمبر میاشت کې ازبکستان د سوریې څخه خپل 98 تنه اوسیدونکي چې 73 ماشومانو هم په کې وو بیرته راستانه کړل. په وروستیو کلونو کې د بهرني جنګي زونونو څخه دا د ازبک اتباعو د بیرته راستنیدو دریم پړاو و. ځایی چارواکو طبي او رواني مرستې چمتو کړې ترڅو دغه کسان بیرته ټولنې سره یوځای کړي چې دوی یې د رواني پلوه سخت کړيدلي اتباع بولي. د ازبکستان حکومت همداراز پلان لري چې دوی ته کور، کار، ټولنیزې ګټې او د ماشومانو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړي.
بیرته راستنیدونکو ته د هر اړخيزو مرستو په ورکولو کې د ازبکستان حکومت سخاوت د افراطیت ضد یوه وسیله ده چې په هیواد کې د افراطیت د ودې مخه نیسي. له کال 2017 راهیسې ازبکستان د ټولنې د بیارغونې او د ازبک اتباعو ادغام ته لومړیتوب ورکړی چې د افراطي افکارو قرباني شوي دي.
په پالیسي کې دغه ستر بدلون د ملګرو ملتونو پام ځانته اړولی، چې ازبکستان یې د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه نومولی چې خپل اتباع چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي د بهرني جنګي سیمو څخه راباسي. دا ګامونه په ځانګړي توګه د هغه هیواد لپاره د ستاینې وړ دي، چې یو ځل یې د افراطیانو یا ترهګرو پر وړاندې پر سخت دریځ ویاړ درلود.
د سخت دریځۍ او او زورواکۍ په اړه د ازبکستان سیاستونه د ولسمشر شوکت میرزیویف په مشرۍ په ډراماتیک ډول بدل شوي، چې په کال 2016 کې ولسمشر شو. ولسمشر میرزیویف د بیان، مجلس او مذهب په آزادیو یو څه محدودیتونه کم کړي او یو لړ اصلاحات یې پیل کړي دي.
د افراطیت ضد نوی قانون
په کال 2018 کې ولسمشر میرزایوف د افراطیت ضد مبارزې قانون لاسلیک کړ چې د ازبکستان لپاره ځانګړی و، ځکه چې هیڅکله یې داسې قانون تصویب کړي نه و، چې په ځانګړي ډول دې موضوع ته رسیدګی وکړي. مخکې لدې یوازې د هیواد د جنایی قانون ځینې مادې له افراطیت سره پرمخ وړل کیدي. خلکو د نوي قانون څخه هرکلی وکړ، چې روښانه کوي ازبکستان به له افراطیت سره څه ډول چلند وکړي.
نوی قانون د افراطیت رسمي تعریف او همداراز د هغې سره د مبارزې لپاره میکانیزمونه وړاندې کوي. نوموړی قانون دا هم روښانه کوي چې کومې دولتي ادارې له افراطیت سره د معاملې لپاره مسؤلي دي، او د دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د نړیوالې همکارۍ ډولونه په ګوته کوي.
قانون د تروریزم د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات تنظیموي. پدې کې د افراطیت او د هغې د پایلو په اړه د خلکو په مینځ کې د حقوقي پوهاوي لوړول او په وړاندې یې د نه زغم څرګندول شامل دي. دا قانون د افراطي توکو پر وارداتو، تولید، ذخیره او توزیع باندې بندیز لګوي او همدارنګه پر هغه چا چې دا شیان تمویلوي.
همدارنګه قانوني میکانیزمونه وړاندې کوي ترڅو ځیني سازمانونه د افراطيت په توګه وپیژندل شي. د دې کار مسؤلیت د ازبکستان د لوی څارنوال پر غاړه دی. د ازبکستان ستره محکمه وروستۍ پریکړه کوي چې کوم سازمانونه د افراطي په توګه وپیژندل شي او دا واک به ولري چې د دوی فعالیتونه بند کړي.
که څه هم له دغه قانون څخه په ازبکستان کې ستاینه وشوه، خو د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) لخوا تر نیوکو لاندې راغی، چې دا اندیښنه یې څرګنده کړه چې د قانون ځینې برخې افراطیت په پراخه کچه تعریفوي. د اروپا د امنیت او همکاري سازمان وړاندیز وکړ، چې قانون یوازې پر “متشدد افراطیت” باندې تمرکز وکړي او مبهمه ژبه لیرې کړي، چې کیدی شي د ځینې کسانو چلند د افراطي په توګه غلط بیان کړي او له احتمالي قضايي ظلم سره مخامخ شي.
په قضایي سیستم کې اصلاحات
پداسې حال کې چې په هیواد کې د هر ډول افراطیت مخنیوی کوي، د ازبکستان حکومت د مذهبي افراطیانو د بیرته راګرځولو لپاره په ډیر شفقت طریقه باندې هم ټینګار کړی دی. د ازبکستان نوي میتودونه د ډیر نازک، انعطاف منونکي او لږ جزا ورکونکي په توګه پیژندل کیږي.
د ولسمشر میرزایوف تګلاره، د هغو خلکو سره نرم چلند غوره ګڼي څوک چې د مذهبي افراطي ډلو سره دخیل و او یا د دخالت شک ورباندې کیده. په زندانونو کې د افراطیت د زیاتیدو د مخنیوی لپاره د ازبکستان چارواکي هڅه کوي د ازبک اتباعو شمیر کم کړي چې د تروریزم او افراطیت په تور په بند کې دي.
له کال 2018 راهیسې د هغو کسانو لپاره چې د ترهګری او افراطي اعمالو د ترسره کولو په تور محکوم شوي او بندیان شوي دي، د ولسمشرۍ بخښنې د افراطیت زدایي د پروسې یوه برخه ګرځیدلې. په سلګونوخلک په دې وروستیو کلونو کې بخښل شوي.
په ورته ډول، په تیرو پنځو کلونو کې حکومت 16000 خلک د مشکوکو مذهبي افراطیانو له لیست څخه لرې کړي. په کال 2019 کې د ازبکستان هغه چارواکی چې د خلکو شکایتونه اوري، سیدبک عظیموف اعلان وکړ چې دغه هیواد نور د افراطیانو تور لیست نه ساتي او ټول اتباع حق لري چې په آزاده توګه خپل نظر څرګند کړي. چارواکو همداراز د ژاسلیک جزایي زندان وتړو، چې ډیری خلک پکې په مذهبي افراطیت محکوم شوي وو. ولسمشر میرزایوف همدارنګه یو شمیر مذهبي تبعید شوي کسانو ته چې په بهر کې میشته دي پیغام ورکړ، چې هغوی اجازه لري بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
په ازبکستان کې محکمې د هغو کسانو د محکومولو پرمهال ډیر نرمښت پیل کړ، چې د سخت دریځې افراطي افکارو تر اغیز لاندې راغلي. د کال 2016 دمخه قاضیانو په مجموع کې له افراطي سازمانونو سره پر اړه لرونکو کسانو له پنځو څخه تر 15 کلونو پورې د بند حکم صادرولو. نن قاضیانو خورا ډیر حکمونه ځنډولي دي یا تر پنځو کلونو پورې یې محدود کړي دي. ځینې وختونه تورن کسان د عامه سازمانونو تر نظارت لاندې خوشې کیږي، چې د افراطیت زدایي ژمنې لري.
پر ځوانانو تمرکز
په مرکزي آسیا کې د نورو حکومتونو په څیر ازبک چارواکي په زیاتیدونکي ډول د ځوانانو ټولنیز او اقتصادي هوساینې ته پاملرنه کوي، کوم چې د اسلامي افراطي سازمانونو لومړنی هدف دي. ولادیمیر نوروف، د ازبکستان ولسمشر تر مشرۍ لاندې د ستراتیژیکو او متقابل مطالعاتو انستیتوت رییس وویل، دې ته په پام سره چې د ازبکستان د نفوس 60 سلنه ځوانان دي، دولت دوی ته د یو د ستراتیژیکي سرچینې په توګه ګوري، او د ځوانانو پرمختیایی پرګرامونو ته ډیره پاملرنه کوي،.
د مثال په توګه د ځوانانو د چارو په اړه یو کمیسیون د ازبکستان پارلمان د قانون جوړونې خونې لاندې رامینځته شوی. د اجرایوي څانګې دننه مدیران پر ټولنیزو مسایلو او د ځوانانو پر مذهبي تعلیم باندې تمرکز کوي.
د پولیسو په ټولنې کې، د کورنیو چارو ریاست مشر د ځوانانو د ستونزو مسؤل دی. د ازبکستان د ځوانانو اتحادیه له 10 ملیونو څخه ډیر غړي لري او د هغو ماشومانو ملاتړ کوي چې مور او پلار یې په مذهبي افراطي ډلو کې ښکېل دي.
د مذهبي لارښوونو اصلاح کول
په تاریخي ډول د ازبکستان حکومت دې ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې څنګه په هیواد کې د اسلام ښوونه کیږي. له کال 2016 راهیسې ازبکستان د دیني زده کړو په اړه خپله لاره نرمه کړې، که څه هم لا د حکومت تر جدي نظارت لاندې ده او تعلیمي سیستم په کلکه سیکولر پاتې دی.
په وروستي کلونو کې ازبکستان په اسلامي تعلیمي ادارو کې نسبتا وده موندلې، په ځانګړي توګه د ولسمشر میرزایوف په تایید سره چې هغه یې روښانه اسلام بولي. ولسمشر میرزایویف د اسلام د ځپلو پرځای، د دیني زده کړې په منلو او د هغه د کیفیت په ښه کولو سره د دین د ردولو او سپړلو پخوانی چلند په بشپړ ډول بدل کړی دی.
اتباعو ته د مذهبي آزادۍ د ورکولو سربیره، د دغه زده کړې هدف دا دی چې افراطي افکارو څخه مخنیوی وکړي او ځوانانو ته د اسلام د سوله ییز جوهر او د اسلامي او دیني عالمانو د بډایه میراث په اړه روزنه ورکړي. هیله دا ده چې ځوانان به د اسلام د ریښتیني معنی په زده کولو سره ډير لږ لیواله وي، چې افراطي حرکتونه ترسره کړي.
له کال 2017 راهیسې په ازبکستان کې نوي اسلامي تعلیمي ادارې وده کړې. د مثال په توګه د امام ترمذي نړیوال څیړنیز مرکز په کال 2017 کې په تاشکند کې تاسیس شو، ترڅو د اسلام ریښتیني جوهر، قرآن او احادیثو ته وده ورکړي.” په کال 2018 کې د ولسمشریز فرمان ورته هدف په تاشکند اسلامي پوهنتون کې، د ازبکستان نړیواله اسلامي اکاډمۍ د رامینځته کولو ترشا و. د ولسمشر میرزایوف په نوښت سره په پلازمینه کې د اسلامي تمدن مرکز د جوړیدو چاري رواني دي. هدف دا دی چې دا مرکز په ملي او نړیواله کچه یوه اغیزمنه تعلیمي او کلتوري اداره جوړه کړي.
خلکو ته د اسلام د زده کړې د لا زیاتو فرصتونو د پیدا کولو سربیره، ازبکستان متوسطه او عالي تحصیلي بنسټونه هم لري، چې مفتیان، امامان، دینی عالمان او نورو اسلامي پوهان په کې روزنه او تخصص ترلاسه کوي. په کور کې د ښه روزل شوي مذهبي کارمندانو تولید دا اړتیا کموي، چې دوی د زده کړو لپاره بهر ته ولاړ شي.
د ازبکستان حکومت دا کار د بنسټپالو پر وړاندې د پالیسۍ بیمې په توګه ویني، چې هڅه کوي د سني اسلام حنفي ښوونځي ته د هیواد تاریخي عقیده کمزورې کړي، چې د فرقه اِی زغم او دلیل منلو لپاره مشهور دی.
همدارنګه څو ازمایښتي پروژې لیواله وګړو ته مذهبي روښانتیا ورکوي. د تاشکند په المزار ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو یو مشورتي مرکز پرانیست چې تجربه لرونکي عالمان، پوهان او امامان پکې ګماري. د تاشکند هر اوسیدونکی کولی شي، د مذهبي لارښود په شمول د قران تفسیر لپاره د مرکز سره په مستعار ډول اړیکه ونیسي.
پایله
له کال 2016 راهیسې ازبکستان د ولسمشر میرزایوف تر مشرۍ لاندې لوی تعلیمي، اقتصادي، ټولنیز، دیموکراتیک اصلاحات او په هیواد کې آزادي پیل کړې. ډیری دا بدلونونه د مرکزي آسیا دغه هیواد لپاره نوي دي. په دې اصلاحاتو کې د افراطیت سره د مبارزې قانون، د خلکو د غیر افراطي کولو لپاره د ډیرو نرمو تګلارو پلي کول، د بهرني جنګ له سیمو څخه د ازبک اتباعو بیرته راستنیدل، په مذهبي کړنو د محدودیتونو اسانول، او اسلام ته د یو انساني او سوله ایز مذهب په توګه وده ورکول دي.
د دې پالیسیو اصلي هدف د افراطیت او تروریزم مخنیوی او مذهبي زغم ته وده ورکول دي. په تیرو وختونو کې د مشکوکو ترهګرو او افراطیانو سره سخت چلند، لکه د اوږدې مودې بند او د اسلامي دودونو منع کول، اکثرا د ټولنیز ناراحتۍ او دښمنی لامل شوي.
د دیني زده کړو اوسنۍ آزادي او د افراطیت زدایي سره ډیر نرم چلند ممکن په اوږد مهال کې د ازبکستان ملي امنیت لپاره ډیر ګټور وي. که څه هم ځینې منتقدین ادعا کوي چې دا اصلاحات کافي ندي، خو پرمختګ په یوځل ترلاسه کیدی نشي.
ازبکستان د پنځو کلونو څخه په کمه موده کې د افراطیت، مذهبي آزادۍ، او دیني زده کړو په اړه پخپل لیدلوري او پالیسۍ کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په پام کې لري چې دې بریاو ته ادامه ورکړي.
د لیکوال په هکله: سلطنت بیردکییوا په قرغزستان کې زیږیدلې ده. هغه یوه لیکواله، په مرکزي آسیا، مینځني ختیځ او متحده ایالاتو کې د اقتصادي، د انرژي پالیسۍ او امنیتي موضوعاتو شنونکې او بلاګره ده.
Comments are closed.