د عراق تورن جنرال (تقاوت شوي) لطفي عبدالوهاب حسین
د هوایی حاکمیت د ترلاسه کولو لپاره دولت اړ دی ترڅو د وسله والو ځواکونو د ټولو څانګو تر مینځ د مناسب انډول لپاره تجهیزات او مورال برابر کړي. په عراق کې د هوایی ځواک تاریخ هم ګټور او هم ضررناک درسونه وړاندې کوي چې کولی شي د راتلونکي پوځي او سیاسي مشرانو له چلند څخه خبر ورکړي.
د عراق هوایی ځواک په 1980 مو کلونو کې له ایران سره د خپلې اوږدې جګړې څخه په بریالیتوب ووتل، خو د هغه سیمه ییزې پوځي بریا په کال 1991 کې د کویټ د اشغال پرمهال برباد شول، چې د عراق هوایی ځواک د نیمایي تخریب لامل شو. د ځواک په انډول کې بدلون د اندیښنې لامل شو.
ورپسې لسیزو کې عراق په دوو اړوند قوماندو کې چې— هوایی ځواک او هوایی دفاع — دي له نیمګړتیاو سره پاتې شوې چې په ساینسي او تخنیکي لحاظ د ټول سیستم پلټنې ته اړتیا شته. نیمګړتیاوې ډیری وې:
اداره: په دولتي کچه د روښانه تګلارې نشتوالي په نظامي اصل کې د پوځي ستراتیژۍ او ابهام یوه خلا پریښوده چې د وسله والو ځواکونو منظم عملیات له خنډ سره مخ کوي او د هوایی حاکمیت د نقض کیدو لامل ګرځي.
روزنه: په نړیواله روزنه کې نیمګړتیاو هیواد د روزل شوي پیلوټانو څخه چې وکولای شي هوایي دفاع برابر کړي بې برخه کړه.
د وسلو نوعیت او سرچینې: د یوې سرچینې څخه د وسلو اخیستل هوایي ځواک او هوایي دفاع د هغو وسلو څخه بې برخې کړي چې د بهرني ګواښونو په نښه کولو او د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره ورته اړتیا درلوده.
بیخبنا او د وسلو استعمال: د هوایی ډګر په بیخبناو او په مرستندویه هوایی ډګرونو کې نیمګړتیاوې د مخنیونکو الوتکو امکان محدود کړی ترڅو د ماموریتونو د بشپړولو وروسته اضطراري ناستې ترسره کړي. سربیره پر دې د وسلو نیمګړي کارنو د هوایي حاکیمیت په برخه کې د پام وړ کمزورتیا رامنځته کړي.
دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندې د سیاسي مشرتابه تر لارښوونې لاندې د دولت د پالیسۍ پوځي اساس جوړوي. یوازې ملکي مشران حق لري چې د عراق د بهرني سیاست سره سم د پوځ لارښوونه وکړي، د دولت د مادي، مورال او پوځي ظرفیت ته په پام سره.
د دولتي حاکمیت د دفاع په موخه د هوایی ځواک د کچې د لوړوالی لپاره لاندې ټکو ته اړتیا شته:
د قوماندې او عملیاتو لپاره یو جوړښت چې د هوایی ځواک او هوایی دفاع قومنداني چې هوایي جګړې پرمخ بیایي همغږې کړي او متقابل اړیکې رامینځته کړي.
هر ډول ننګونو ته د ځواب ویلو لپاره کافي نرمښت او د ګواښونو او موجوده ظرفیتونو سره په مطابقت کې د پرمختګ ظرفیت لکه د هوا څخه هوايي ویشتونکي وسلې، له ځمکې څخه هوایي ویشتونکي وسلې، بریښنایی جنګ او په مختلفو ارتفاعاتو کې د رادار کشف.
د موجوده ظرفیتونو او سرچینو غوره کارول او د عملیاتو د احتمالي صحنې په پام سره د هډو او مرستندویه هوایی ډګرونو د زیربناو پراختیا.
د مشرتابه پوستونو لپاره د یو اصلي معیار په توګه د مسلکيتوب اصل پرځای کول، د هوایی ځواک او هوایی دفاع له قوماندانیو څخه غټې غټې رتبې او توکمیزې سهمیې لیرې کړئ.
پرته له دې چې د وسلو لپاره یوه سرچینه غوره کړي د هوایی ځواک او هوایی دفاع قوماندانیو لپاره د وسلو د سرچینو په هکله معنی دار او علمي تحقیق ترسره کړئ.
د هوایی دفاع وسلو (د الوتکو د مخنیوی او د الوتکو توغندیو) د ادغام لپاره لنډمهاله پالنونه جوړ کړئ، او او پورته ذکر شوي مسایلو د حل لپاره اوږدمهال پلان جوړ کړئ.
لنډیز
هغه څه چې هوایي ځواک ته پیښ شو د یو شاتګ نښه ده. هوښیار ولسونه د دې خنډونو څخه پند اخلي ترڅو راتلونکي نسلونه د دوی پروړاندې دفاع وکړای شي. د الوتکو او د هغې ټیکنالوژۍ پرمختګونه د دوی د تاکتیکي او ستراتیژیک کارولو د پرمختګونو سره تړاو لري.
الوتکې نور د دولت حاکمیت ته د ګواښونو په وړاندې مبارزه کې یوازې کار نه کوي. هغه وسلې چې د الوتکو او چورلکو سره موازي کار کوي لکه د هوایي دفاع سیستمونه او بې پیلوټه الوتکې، یو پیاوړی هوایی ځواک ته اضافي ظرفیت ورکوي.
Comments are closed.