څانګېد سیمې هېوادونه ازبکستان او ملګري ملتونه پر سیمه ایز امنیت خبرې کوي By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی ازبکستان د ملګرو ملتونو له چارواکو سره یو لړ غونډې ترسره کړې، چې پر سیمه ایز امنیت، د مخدره توکو پر ضد مبارزه او له چاپېریالیز ټیټوالي څخه د آرال سمندرګي ساتلو باندې بحث وکړي. د 2019 په اپریل کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترس سره وکتل ترڅو د افغانستان په با ثباتولو کې د ازباکستان پر دوامداره مرسته، او د هیواد پر هغې ژمنې باندې خبري وکړي چې د ارال سمندرګي په سیمه کې د ژوند کیفیت ښه کړي. دا سمندرګی د شوروي په دوران کې د اوبو له کوږوالي/انحراف سره خراب شو، چې غوښتل یې د منځنۍ اسیا ټولو کرهڼیزو فارمونو ته د اوبو لګولو اوبه ورسوي. نه یوازې دا چې د سمندرګي یوه برخه ورکه شوي، بلکه پاتې شوې اوبه په کیمیاوي سره او د بوټو د ناروغیو په درمل ککړه ده. د ملګرو ملتونو د موسسو سره د همکاريو د لا ډېرولو لپاره د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په تاشکند کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرایمو د دفتر له اجرایه رییس یوري فدیتوف سره د 2019 په مې کې وکتل. د کتنې موخه د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمه اییزې همکارۍ ډېرول وو، چې تر ډېره له افغانستان څخه سرچینه اخلي. کاملوف زیاته کړه چې د مخدره توکو له قاچاقه ترلاسه شوي عواید د تروریزم د جلب او جذب، تبلیغاتو او تاوتریخوالي لپاره استعمالیږي. کاملوف ملګري هیوادونه وهڅول چې د افغانستان بحران په ختمولو کې مرسته وکړي، د سولې پروسه چټکه کړي او په چټکۍ سره د افغانستان ټولنیز او اقتصادي ستونزې، چې د سیمې له بې ثباتی سره مرسته کوي، حل کړي. د ازبکستان د مخدره توکو ضد ستراتیژي د مخدره توکو د استعمال او غیرقانوني قاچاق د مخنیوي په موخه له 2016 نه تر 2020 پورې د عمل هراړخیز پروګرام کې پوښل شوېده. ګوترس ازبکستان لپاره د هر اړخیزو همکاریو خبره کړې ده ترڅو د سیمې د ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي. هغه په 2016 کې د اسلام کریموف د مړینې څخه وروسته په هیواد کې د قدرت سوله ایز لیږد وستایه. سرچینې: د ملګرو ملتونو لپاره د ازبکستان جمهوریت دایمي دفتر، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت، Uza.uz Facebook Twitter Share
Comments are closed.