ازبکستان او قزاقستان د پولو نښه کولو سره موافق دي
یونیپث کارکونکی
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف او د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت توکایوف په تاشقند کې یوه غونډه وکړه چې پدې کې دواړه هیوادونو د خپلې 2,330 کیلومتر پولې په نښه کولو سره موافقت وکړ.
ولسمشر توکایوف وویل، “دا تړون د خپلو سهیلي پولو په اړه د قزاقستان د دولتي پولو نړیوال قانوني ثبت په بشپړ ډول تکمیلوي”.
دې ګاونډیو په 2003 کې د پولو ترسیم په اړه مذاکرات پیل کړل. د ازبک – قزاق پولې سوله ییزه نښه کول یو مهم پړاو دی د دې په پام کې نیولو سره چې په مرکزي آسیا کې د پولو نا حل شوي نښې د شوروي له وخته راپاتې دي، چې د شخړو لامل شوي دي.
د پولو تړون سربیره، ازبکستان او قزاقستان د متحدو اړیکو په اړه په یوه تړون کې هم همکاري کړې. ولسشمر میرزایوف وویل چې متحدو اړیکو په اړه تړون د دولتونو ترمینځ د عالي کچې همکارۍ استازیتوب کړی دی. ولسمشر توکایف موافق و.
هغه وویل، “زه فکر کوم دا به مبالغه نه وي که موږ دې تړون ته د خورا مهم تاریخي سند نوم ورکړو”. “دا د پرمختګ سند زموږ لپاره نوی افق پرانیزي او د ژور مشارکت لپاره د دواړه هیوادونو دوه اړخیزه لیوالتیا په بشپړ ډول منعکسوي.”
په غونډه کې د 15 نورو تړونونو پایله کیدل هم شامل و، پشمول د چاپیریال ساتنې، لوړې زده کړې، د پولو ورهاخوا کار، د بریښنایی سوداګرۍ پراختیا، د دواړه هیوادونو یو شمیر سیمو ترمینځ د همکارۍ ژورول، او د صنعتي همکارۍ لپاره د مرکزي آسیا نړیوال مرکز جوړول.
دواړو اړخونو پدې موافقت وکړ چې د هغوی د هیوادونو نښلونکي ټرانسپورټیشن زیربنا لانوره پراخه کړي. هغوی واردمخه قوي اقتصادي ملګري دي: دواړه هیوادونو ترمینځ کلنۍ سوداګري او پانګونه 8$ میلیارده ډالر اټکل شوې ده. سرچینی: Gazeta.uz ،Tengrinews.kz
Comments are closed.