یونیپث کارکونکی
د ازبکستان متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو ګڼ شمېر ځواکونو د چورلکي په واسطه د بریښنایي انټرژۍ پر یوه بند زړور شپنی برید وکړ او بېرته یې د ترهګرو له لاسه ونیو
په میسیسيپي کې د ګرېناډا بند د نیولو نمایشي عملیات د 2021 جنوبي ضربې تمریناتو مهمه برخه وه؛ دغه تمرینونه ازبکستان د خپلو تکړه ځواکونو د روزنې لپاره وکړل.
په امریکا کې د ازبکستان پوځي اتشې، ډګروال مظفر رحمت الله اوف وویل: “د ازبکستان ځانګړو ځواکونو د درېیم ځل لپاره د جنوبي ضربې په تمرینونو کې ګډون وکړ. دا ځل د ازبکستان پوځي افسرانو او د میسیسیپي ملي ګارډ د شیلبای کمپ د ګډو ځواکونو په روزنیز مرکز کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو په برخه کې خپلې تجربې سره شریکې کړې.”
د جنوبي ضربې تمرینونو مشر او د میسیسیپي د ملي ګارډ غړي، ډګروال کېنډي سمېت دغه تمرینونه ډېر ښه وبلل او زیاته یې کړه چې “سناریوګانې یې محرکې وې او په هغه څه پورې یې اړه لرله چې له ګواښ سره د مخ کېدو پر مهال یې کوو”.
په سناریوګانو کې یې له چریکې بریدونو او شورشونو سره مبارزې، نږدې هوایي ملاتړ، د غیر نظامیانو را ایستل، د ګروګان شوو کسانو خلاصون
او ځانګړي سمندري عملیات شامل وو.
دغه تمرینونه د 2021 کال په اپرېل کې د میسیسیپي ملي ګارډ په کوربهتوب د متحده د جنوب په څو کمپونو کې وشول. د جنوبي ضربې په تمرینونو کې د ازبکستاني او امریکایي پوځیانو سربېره د چک جمهوریت، هالنډ، نایجر او سینیګال یو څه پوځيان هم وو. دغو څو ملیتي تمرینونو دوې اونۍ وخت ونیو او ټولو د یو بل له تجربو ګټه واخیسته.
په دغو تمرینونو کې د ګډو عملیاتو فشار د ټولو ګډون کوونکو لپاره په یوه اندازه مهم و چې د پوځ ټولې برخې پکې شاملې وې. د پوځ، سمندري ځواک او هوایي ځواکونو پرسونل یو ځای عملیات وکړل.
ازبک ځواکونو له میسیسیپي ملي ګارډ سره خپله همکاري د امریکا له لوري په ملاتړ کېدونکي د ملي ګارډ دولتي همکارۍ پروګرام په واسطه پیل کړه. دغه پروګرام په امریکا کې مشخص واحدونه له بهرنیو همکارانو سره یو ځای کوي. په میسیسیپي کې امریکا یي پوځیانو هم له ازبکستان څخه لیدنه وکړه.
وروسته د امریکا د مرکزي قوماندې د ستراتیژۍ، پلان او پالیسۍ مرستیال، ډګر جنرال ډوک پیراک وویل: “د 2021 کال جنوبي ضربې تمرینونو د ازبکستان او میسیسیپي تر منځ د یوې لسیزې اوږدې بریالۍ همکارۍ ښودنه وکړه. د دولت دغه همکاري د ملي ګارډ دولتي پروګرام لپاره یوه روښانه بېلګه ده”.
”د سږني کال 15 ورځنیو تمرینونو کې د لومړي ځل لپاره د ازبک-امریکایي هوايي ځواک د تجربو شریکول هم شامل وو. USCENTCOM ویاړي چې په مرکزي اسیا او CENTCOM ټوله عملیاتي سیمه کې د یوې مهمې او اساسي همکارۍ په توګه د دولتي همکارۍ پروګرام ملاتړ کوي.”
ازبکستان په 2016 کال کې د ولسمشر شوکت میرزایایوف له راتګ وروسته د پوځي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي همکارۍ په ګډون ښکاره کمپاین پيل کړی.
په امریکا کې د ازبکستان سفیر، یاولان وخابوف وویل چې د جنوبي ضربې تمرینونه له امریکا او په ځانګړي ډول میسیسیپي سره د دازبکستان د اړیکو د پراخوالو یوه برخه ده. پوځي همکاري د سوداګریز ماموریت او فرهنګي تبادلې متممه وه. ډګرمن رحمت الله اوف تایید کړه.
نوموړي وویل: “موږ د میسیسیپي له ملي ګارډ سره د لا زیاتې همکارۍ په تمه یو او باور لرو چې دغه ګډ تمرینونه به زموږ د ځواکونو د لا پیاوړتیا سبب شي او په امنیتي برخه کې به همکاري زیاته کړي”.
یوازې د جنوبي ضربې تمرینونه نه دي چې ازبک ځواکونه پکې ګډون کوي. دوی همداراز د امریکا د مرکزي قوماندې د سیمهایزې همکارۍ په تمرینونو کې هم لویه ونډه لري چې د مرکزي اسیا، مغولستان او پاکستان د سرتېرو لپاره دي.
ازبکستان همداراز په 2020 کال کې د CENTCOM په ملاتړ د پوځي استخباراتي کنفرانس رهبري پر غاړه لرله. استخباراتي افسران سره راټول شول چې د ترهګرۍ د ماتولو لپاره سټراټېژۍ جوړې کړي.
د ازبکانو غونډه د ”غوره جنګیالي” مډالونه
بریدمل ډګروال امید احمدوف، د امریکا مرکزي قوماندې ته د ازبکستان جمهوریت لوی ملي استازی
ازبک ځواکونو د خپل حضور په درېیم کال د خپلې وړتیا لپاره ویاړونه وګټل. دوو ازبک سرتېرو په شیبلای کمپ کې له یوې سختې سیالۍ وروسته د “غوره جنګیالي” مډالونه وګټل: بریدمل دلمراد سلیمانوف او بریدمن خیرالله اوچیلوف په سیالیو کې د لوړو مقامونو له اخیستو ورسته مډالونه او کپونه وګټل
د غوره جنګیالي کلنۍ سیالۍ د میسیسیپي ملي ګارډ د واحدونو تر منځ ترسره کېږي. ازبک پوځیانو په دغو سیالیو کې د دویم ځل لپاره ګډون وکړ. امریکایي اړخ ته د 12 زره میسیسیپي ملي ګارډ له منځه یوازې 12 کسان غوره شوي وو. سیالۍ په دوو اصلي کټګوریو کې وې: بریدمل او بریدمن.
ګډون کوونکو په ترتیب په 10 برخو کې سیالي وکړه چې له موانعو تېرېدل، د وسلو خلاصول او بسته کول، فزیکي تمرین، د څېرې پېژندل او د تجهیزاتو تلاشي، د وسلو کارولو مهارت او د توپ مهارت پکې شامل وو. سرتېرو له 18 کیلو بار سره 20 کیلو متره لار مرش کړه، د جګړې له ډګره یې اسیر شوي سرتېرې وژغورل، او د اوبو او دښتې لار یې له عصري برېښنایي تجهیزاتو، لکه جي پي اس پرته ووهله.
د دغو تمرینونو په جریان کې ازبک سرتېرو د میسیسیپي ملي ګارډ د دوو سرتېرو رکارډونه مات کړل ــــ یو له موانعو د تېرېدو (په 9 دقیقو او 17 ثانیو کې یې بشپړه کړه) او بل د 2 مایلو منډې (په 12 دقیقو او 5 ثانیو کې یې بشپړه کړه).
سربېره پر دې، بریدمل سلیمانوف د ام- 4 په چلولو کې لوړ مهارت وښود چې د ایالت د ملي ګارډ د ځانګړو عملیاتو د استاد لخوا وهڅول شو. د د توپ لپاره د تیارۍ د روزنې په برخه کې بریدمن اوچیلوف یو ټانک یوازې په درېیو وارونو وویشت؛ په داسې حال کې چې د شپږو وارونو اجازه شته؛ دا کار یې ډېر وستایل شو.
په میسیسیپي ملي ګارډ پوځ کې ستوري لرونکي افسر، لومړي بریدمل کریسټوفر یانګ وویل: “زموږ ازبک ملګري په دغو سیالیو کې د دویم ځل لپاره ګډون کوي او عادت ورسره کړی. زه باور لرم چې دا ځل دوی نه یوازې په فزیکي برخه، بلکې د جګړې، رواني روزنې او وسلو په اړه هم ډېر څه زده کړي”.
ازبک سرتېرو باید په دوو ورځو کې د پینځه ډوله سپکو امریکایي وسلو کارول زده کړي وی، د ټوپوګرافیکي سروې لنډ کورس یې خلاص کړی وی او د ناټو د تجهیزاتو کارول یې زده کړي وی. دغه راز باید د فزیکي روزنې لپاره نوي معیارونه زده کړي. دا هر څه د سیمې د جغرافیې او وخت پر سختیو سربېره وو: تمریني سیالۍ هره ورځ د سهار 5 بجې کېدې.
لومړي بریدمل، یانګ وویل: “زه حیران شوم چې ازبک سرتېرو څومره ژر د امریکایي وسلو ځانګړتیاوې زده کړې او په بریالیتوب یې د وسلو کارولو روزنه پای ته ورسوله”.
د جایزو ورکولو په مراسمو کې ازبک سرتېرو اړوند مډالونه واخیستل چې د دوی نومونه یې پرې لیکل شوي وو. دغې بریا یو ځل بیا ثابته کړه چې ازبک سرتېري ښه زغم، ډېره عالي فزیکي روزنه او دا وړتیا لري چې له بهرنیو سرتېرو سره سمه او په هر ډول شرایطو کې سیالي وکړي.
د اپرېل میاشتې سیالۍ دویم ځل و چې ازبک سرتېرو له میسیسیپي ملي ګارډ سره په داسې سیالیو کې بریا خپلوي. د 2019 کال په ډسمبر کې، د میسیسیپي په مک کین کمپ کې لومړي بریدمل، سردار مامارسولوف د “غوره بهرني کشر قمندان” او بریدن من مهرالدین اوچیلوف د “غوره بهرني سرتېري” لقبونه واخیستل.
Comments are closed.