اردن ملکي-پوځي اړیکو ته وده ورکوي
یونیپث کارکونکی
پهاردن کې د امنیتي ځواکونو او مدني بنسټونو ترمینځ د دوامداره همکارۍ د یوې برخې په توګه د عامه امنیت ریاست او د اردن پوهنتون د کال 2021 په جنوري میاشت کې د چاپیریال ساتنې، د کرنې د تقویې او د سیاحت د ملاتړ په موخه یو تړون لاسلیک کړ.
د لاسلیک په مراسمو کې د ادارې او لوجستیکي ملاتړ لپاره د عامه امنیت مرستیال ریئس برید جنرال ډاکټر معتصم ابو شتل، د اردن پوهنتون رییس ډاکټر عبدلکریم القضه، د چاپیریال ساتنې او ګرځندوی ځواک د شاهي ریاست رییس برید جنرال ناهید الموقده، د عامه امنیت ډیری افسران او د پوهنتون او فاکولتې کارکوونکي شامل و.
برید جنرال ابو شتل وویل، د عامه امنیت ریاست په پام کې لري ترڅو د ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو سره همکاري پراخه کړي ترڅو پروژې پلي کړي او پانګوونې ته وده ورکړي. هغه د اردن پوهنتون د رول ستاینه وکړه، چې دولتي او خصوصي بنسټونو د کار لپاره ماهر او وړ فارغین وړاندې کوي.
ډاکټر القدح وویل: پوهنتون د چاپیریال، کرنې او سیاحت په اړه د عامه امنیت ریاست د چارواکو لخوا وړاندیز شوي مشورې ته ارزښت ورکوي. نوی تړون د دواړو ادارو ترمینځ سیمینارونه، کنفرانسونه او ورکشاپونه رامینځته کوي. دوی په ګډه پلان لري چې د انرژۍ، اوبو ساتنې، لرغونو آثارو او کرنې برخو کې پروژې رامینځته کړي ترڅو پانګوالو او ډونرانو ته یې وړاندې کړي.
د عامه امنیت ریاست سربیره، د اردن وسله وال ځواکونه/عربي پوځ ډیری ادارې لري چې اصلي مسؤلیت یې د ملکي ادارو سره کار کول دي لکه د بحران د مدیریت مرکز. دا ډول ملکي-پوځي همکارۍ سرتیرو ته اجازه ورکوي چې د طبیعي ناورینونو، د عامې روغتیا په بیړني حالاتو او مدني ناکراریو پرمهال مرستې وړاندې کړي. سرچینه: د اردن د عامه امنیت ریاست
Comments are closed.