اردن د وزګارو وګړو لپاره د پوځي مکلفیت مسوده بیا پلې کوي
د اردن حکومت د 25 څخه تر 29 کلونو عمر لرونکو وګړو لپاره چې دندې، کورنۍ یا تعلیمي امکانات نلري د پوځي مکلفیت قانون بیا وضع کړی دی.
د مسودې بیاځلې پلې کولو په 2020 کې د 5000 کسانو ګمارنې ته اړتیا درلوده او په 2021 کې به نورو 15000 ته اړتیا ولري. د 2020 په اګست کې د اردن د حکومت، چې استازیتوب یې د پخواني لومړي وزیر عمر رزاز له خوا کېدو او د اردن د وسلوالو ځواکونو ترمنځ چې د ګډې درستیزوالی د مشر، تورنجنرال یوسف الحنیتي له خوا یې استازیتوب کېدو، یو تفاهم لیک لاسلیک شو.
د پوځي خدمت موده 12 میاشتې ده، چې پدې موده کې به نوي ګمارل شوي کسان د لومړیو پوځي مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره په بوټ کیمپ کې درې میاشتې تیروي. په پاتې نهو میاشتو کې به دوی له شخصي کمپنیو یا شرکتونو سره کار کوي.
دا لومړی ځل ندی چې اردن داسې ګام پورته کوی. د 1976 او 1991 کلونو ترمنځ عسکري مکلفیت د دوو کلونو لپاره وو. له هغې وروسته، د 18 او 27 کلنو لپاره پوځي خدمت اختیاري شو. په 2007 کې د ځوانانو ترمنځ د کاري مهارتونو د پراختیا په موخه پوځي مکلفیت په محدوده اندازه بیا پیل شو.
د پوځي مکلفیت د قانون بیا پلي کیدل اردن ته په دوو برخو کې ګټه رسوي: د وزګارو خلکو لپاره دندې پیدا کیږي او په داسې یوه سیمه کې چې له تروریزم او نورو امنیتي ګواښونو سره مخ دي پوځي چمتووالي ته پراختیا ورکوي. هغه ځوانان چې دندې لري، ښوونځیو کې شامل وي او یا د خپلو کورنیو سرپرستي کوي، له دې خدمت څخه مستثنا دي.
په منځني ختیځ کې نورو هیوادونه هم ورته ګامونه اخیستي. له 2014 راهیسې قطر، متحده عرب اماراتو او کویټ هم د پوځي مکلفیت قانون پلي کړ، تر څو د ځوانانو ترمنځ د عسکري خدمت احساس رامنځته کړي.
اردن د پوځي خدمت په قانون کې نرمښت وضع کړی. د 1986 د پوځي مکلفیت قانون 23مه ګڼه هغه مهال د مسودې د تطبیق ځنډولو ته اجازه ورکوي چې کله پوځ خپل سرتیري کافي وګڼي.
سرچینې: عرب نیوز، alaraby.co.uk, globalsecurity.org
Comments are closed.