نړیواله همکاري تقويه کوي سیمه ییز امنیت
متحده عربي امارات په مینځني ختیځ کې ثبات سره د مرستې لپاره د نړیوالو ملګرو لخوا د جوړښتي ښکیلتیا په لټه کې دی
ډاکټر. انور قرقاش، د متحده عربي اماراتو د ولسمشر دیپلوماتیک مشاور
د ماناما ډیالوګ موږ ته د سیمه ییز او نړیوال امنیت د محرکاتو په اړه زموږ د لیدلورو شریکولو لپاره یو مهم دریځ وړاندې کوي. زه باور لرم دا ډول بحثونه ارزښت لرونکي دي، په ځانګړي توګه په غزه کې د جګړې په رڼا کې زموږ په سیمه کې پدې ډول حساس مهال کې.
دا جګړه د جدي انساني بحران لامل شوې، زموږ په سیمه کې یې د ثبات هیلې ترپوښتنې لاندې راوستي او نړیوال دریځ ته یې نوې ستراتیژیکې ننګونې راوړې دي. پداسې حال کې چې پدې پوهیدل به شاید خورا له وخت مخکې وي چې دا بحران به د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو پر لاره باندې څنګه اغیزه وکړي، مهمه ده چې اعتراف وکړو دا به د راتلونکي کلونو لپاره اغیزې ولري.
زه غواړم د نړیوالې سیالۍ سپړلو موضوع باندې یو څو شیبې تیرې کړم. په 2019 کې په ماناما ډیالوګ کې زما په تیره وینا کې، زه پدې اړه وغږیدم چې موږ څنګه د یوه نړیوال نظم سره چې خورا ډیر روان و، د 2020 لسیزې ته ور داخلیږو، داسې یو نړیوال نظم چې ښکاري واضح لیدلوری نه لري، یو نړیوال نظم چیرې چې د لویو قدرتونو ترمینځ د ډیرې شوې سیالۍ لپاره پوتانشیل د ودې په حال کې دی، پشمول د مینځني ختیځ کې.
یوازې یو څو میاشتې وروسته، د کوویډ- 19 وبا په نړۍ کې خپره شوه، چې نړیوال ستراتیژیک څرنګوالي ته یې د بې ثباتۍ یو بل پوړ وراضافه کړ او نړیوال اقتصاد یې ولړزاو. په اوکراین کې جګړې هم جیو پولیتیکي بې ثباتي ډیره کړه، په بشپړ نړیوال اقتصاد یې خپلې اغیزې وکړې، او همدارنګه د خوړو او انرژۍ پر امنیت باندې هم.
د دوی سره پراخه سیستماتیکې چارې هم ترکیب شوي دي لکه د اقلیم بدلون، زموږ د یوبل سره خورا ډیرې وصلې عصري نړۍ طبعیت، او په نړۍ کې او په ټیکنالوژیکي چاپیریال کې د سیالۍ سیاسي، اقتصادي او امنیتي اغیزې. دا چارې چې موږ په کومه طریقه سپړو هماغه زموږ راتلونکي ته بڼه ورکوي.
زه غواړم په نړیوال سیاست او مینځني ختیځ کې د اوښتونکي محرکاتو په تړاو د یو څو مهمو ټکو یادونه وکړم. مینځنی ختیځ د دې په سیمه ییز نظم کې لوبول کیدونکي جیوپولیتیکي سیالۍ سره اشنا دی. په حقیقت کې، یو له مهمو ننګونو چې موږ ورسره مخ یو هغه په نړیوال سیاست کې اوښتونکي محرکات دي.
موږ پوهیږو چې خورا ډیر ګډوډ نړیوال نظم به هرو مرو زموږ په سیمه باندې خپله اغیزه ولري. دا هغه څه دې چې موږ یې باید سمبال کړو، هغه که په مینځني ختیځ کې د لویو قدرتونو ترمینځ رابرسیره کیدونکي جیوپولیتیکي سیالۍ د څرنګوالي په اړه اندیښنې وي ذ یا هم پدې اړه پوښتنې چې په اوکراین او غزه تړانګه کې د جګړې پای ته رسیدو په وروسته ورځو کې به نړیوال سیسټم څنګه ښکاري.
د مخ پر ودې ویشل شوي نړیوال سیسټم ته لیږد د هیڅ چا په ګټه ندی. نه هم په مینځي ختیځ کې ډیره شوې بې یقیني، هغه سیمه چې پدې وروستیو کې یې د تش په نوم یادیدونکي عرب پسرلي سره خپله ترټولو ستونزمنه لسیزه تجربه کړه او چیرې چې د جګړې خطر او د واک تشې راپیدا کیدل یو دایمي ګواښ دی.
په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې پدې بې یقنئ وخت کې، او په داسې یوه نړۍ کې چې چټک بدلون او مخ پر ودې سیالي یې نښه ګرځیدلې، حتمي ده چې مینځنی ختیځ په احتیاط او توجه سره زموږ ملتونو لپاره د ثبات، هوساینې او سولې ډاډمن کولو لپاره خپل مزل ته دوام ورکړي.
موږ په تیرو څو کلونو کې ځینې هیله بخښونکې نښې لیدلي دي، ځکه چې د مینځني ختیځ دولتونه د شخړو درولو، د اړیکو بیرته رغولو او په ګډو هدفونو تمرکز کولو لپاره د حل لارو موندلو لپاره یوځای کار کوي. که څه هم دا پرمختګ نابرابر و، موږ بیاهم هیلې درلودلې چې مینځنی ختیځ به د راتلونکي کلونو لپاره نوې لارې ترسیم کړي. له شک پرته په غزه کې جګړه په پراخه سیمه کې د شخړو درولو هڅو ته یوه جدي ماتې ده.
موږ باید په سیمه کې د ویش لیدلورو ځای موندلو مخنیوی وکړو او د افراطیت ټولو ډولونو سره مبارزه وکړو. پداسې حال کې چې موږ د دښمنیو درولو لپاره خورا سخت کار کولو ته دوام ورکوو، فوري لومړیتوب غزې ته د پایښت لرونکي او لامحدود بشري لاسرسي ترلاسه کول او په غزه کې د ملکیانو د دردونو کمولو لپاره د اساسي هوساینې برابرول دي.
د دې حساسې اړتیا په غبرګون کې، متحده عربي اماراتو (UAE) د غزې د خلکو ملاتړ کولو لپاره خپلې بشري هڅې د پام وړ حد پورې چټکې او ډیرې کړي دي، نه یوازې زموږ د مالي ژمنتیاو په ډیرولو سره، بلکه په غزه کې د طبي ټیمونو سره په ملتیا د کار کولو له لارې هم ترڅو هلته یو بیړنی ساحوي روغتون تنظیم کړو او د طبي درملنې لپاره د غزې څخه متحده عربي اماراتو ته د ماشومانو راوړل.
موږ پدې وروستیو کې 90 ټپي شوي ماشومان د هوا له لارې ابو ظهبي ته راوړل، او دا په غزه کې ټپي شويو 1,000 ماشومانو ته د دا ډول پاملرنې وړاندې کولو لپاره زموږ د ژمنې برخه ده. البته چې دا د هغه څه په سمندر کې یو څاڅکی دی کوم څه ته چې غزه اړتیا لري. مګر موږ ټول باید یوځای کار وکړو ترڅو بشري هڅې د پام وړ وګرځي او پایښت ومومي.
دا یې وخت دی چې راتلونکي ته کتنه وشي او ځینې ژورې، لټوونکې پوښتنې وکړو. آیا موږ کولی شو د سیمه ییز بحران سربیره راتلونکي ته کتونکی خوځښت وساتو؟ او په غزه کې د جګړې او د دې جګړې د اغیزو په رڼا کې، آیا موږ کولی شو چې په مینځني ختیځ کې د شخړو ختمولو لپاره د دوام لرونکي حلونو موندلو لپاره ګډ کار وکړو؟
زه باور لرم د دې پوښتنو ځواب دی، چې موږ باید په قاطع ډول د سیمه ییز ثبات دفاع په لاره تګ ته دوام ورکړو، او پدې کې اړتیا ده چې موږ د سیمې رغوونې هڅو ته دوام ورکړو، پشمول د پرمختګ ډاډمن کولو لپاره زموږ د ملي پلانونو پراختیا او د نړیوالو او سیمه ییزو ملګرو سره د همکارۍ هڅو له لارې، د سیمې لپاره اوږدمهاله ستراتیژیو جوړول. په سیمه کې د ډاډ وړ شریکانو اړتیا مهمه ده.
په سیمه کې داسې مسایل دي چې پایښت لرونکي حلونو ته اړتیا لري، لکه په سیمه کې د ځوانانو ترمینځ ټولنیز اقتصادي توپیرونه او د سولې او هوساینې لپاره هیله مندي. پداسې حال کې چې د دې مسایلو څخه ځینې یې لاهم د لاسرسي څخه لیرې ښکاري، دا باید مینځني ختیځ ته د پراخه ثبات راوړلو لپاره په ګوته شي.
متحده عربي امارات زموږ د سیمې امنیت او ثبات ته ژمن پاتې دي، د ګډې هوساینې پر اجنډا باندې د ملګرو او شریکانو سره کار کوي. پدې کار سره، موږ د شخړو درولو، مشارکتونو، دیپلوماسي او جیو اقتصاد باندې زموږ ډیر شوي تمرکز ته لومړیتوب ورکولو ته دوام ورکوو، ځکه چې اقتصادي انعطاف زموږ د ملتونو سالمیت او زموږ ټولو لپاره ګټه لرونکي شریک ثبات د ترلاسه کولو هدفونو لپاره بنسټیز حیثیت لري.
که موږ وکولی شو د سیمه ییز او نړیوالو شریکانو سره د ټول شموله همکاریو طریقو له لارې دا هدفونه په بریالیتوب سره تعقیب کړو، زه باور لرم چې موږ کولی شو سیمه ییز امنیت ښه کړو او په راتلونکو کلونو کې د ډیر هوسا او سوله ییز مینځني ختیځ لپاره د بنسټ ډبره کیږدو.
Comments are closed.