د اردن وسله وال ځواکونه د عصري وسلو روزنه ترلاسه کوي
یونیپث کارکونکی
داردن هاشمي سلطنت د خپلو وسله والو ځواکونو او تجهیزاتو عصري کولو، او د وړتیاوو او چمتووالي لوړولو لپاره د پرسونل روزنې ته دوام ورکوي، ځکه چې دا هېواد د یو شمېر ننګونو سره مخ دی، چې تر ټولو خطرناکه یې د سوریې سره په شمالي پوله او عراق سره په ختیځه پوله کې تاوتریخوالی او د مخدره توکو قاچاق دي.
د جلالتمآب پاچا عبدالله II ابن الحسین او یو شمېر لوړ پوړو افسرانو په ګډون، په سپتمبر 2023 کې د ال یرموک میخانیکي لوا لخوا، چې د اردن یو له شمالي قوماندې واحدونو څخه دی، د قوي غبرګون تمرین ترسره شو.
دا تمرین د یوې بې پیلوټه الوتکې، Schiebel Camcopter S-100، په الوزولو سره پېل شو، ترڅو د شمالي اردن په لور پرمختګ کونکو ازمیښتي (تظاهري) دښمن ځواکونو څارنه وکړي. د 14,000 فوټو په لوړوالي، بې پیلوټه الوتکې د تمرین په اوږدو کې فعالیت ته دوام ورکړ ترڅو په ځمکه کې پرمختګونه وڅېړي او د قوماندې مرکز ته استخبارات ولېږدوي.
بیا د اردن د شاهي هوايي ځواک فالکنونو، F-16 جنګي جټ الوتکو، د دښمن په اهدافو غوټې ووهلې، وروسته چورلکو د Hellfire توغندي وډزول. بیا یوه متمرکزه توپچي بمباري رامنځته شوه. جنګي بې پیلوټه الوتکو، چې هر یو یې څلور توغندي لرل، په هوایي برید کې برخه واخسته.
په وروستي پړاو کې، ځمکنی برید د دریو ځواکونو سره پېل شو: دوه په سر کې، چې د برید رهبري یې کوله، او یو شا ته، چې په دقیقه توګه یې هدفونه په نښه کول. ټانګونه او زغره وال ګاډي په دښته کې وغورېدل، چې د دښمن د ځواکونو په لور یې منډې وهلې. کله چې دوی د دښمن ځالې ته ورسېدل، د دښمن لخوا نصب شوي اغزن تارونو کې یې لار جوړه کړه او په سخته جګړه کې ښکیل شول.
د اردن د وسله والو ځواکونو د رواني او معلوماتي عملیاتو سیل د جګړې په اوږدو کې پیغامونه خپاره کړل ترڅو خلکو ته ډاډ ورکړي او د یرموک لوا د جنګیالیو مورال لوړ کړي چې دښمن سره په جګړه کې ښکیل دي.
ډګر جنرال محمود السویر، د عملیاتو او روزنې لپاره د ګډو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال، په پېښه کې وینا وکړه او د اردن د وسله والو ځواکونو ستراتیژیک لید یې روښانه کړ.
”د اردن د وسله والو ځواکونو په ستراتیژیک لید کې د اړینو اصولو سره سم د دقیق معیارونو لرونکي ځانګړي اهداف شامل دي چې موخه یې د پراختیا او پرمختګ وده او دوام دی. نو د اردن وسله وال ځواکونه د اردن د هاشمي سلطنت امنیت ته پېښ ننګونو او ګواښونو سره د مقابلې کولو وړ دي.
ډګر جنرال حسن عبدالحمید ابو رومن، د شمالي قوماندې قوماندان، د خپلو سرتېرو لخوا د ترلاسه شوې روزنې ستاینه وکړه چې دوی ته یې اجازه ورکړه چې په جګړه کې د عصري رجحانونو سره ځانونه برابر وساتي.
هغه وويل: “د تکنالوژيکي او عصري تاکتيکي پرمختګونو سره سره چې د جګړې په ځانګړتياو يې اغېزه کړې ده، هغه څه چې مونږ یې په عصري جګړو کې شاهدان يو په روښانه توګه دا ثابتوي چې ځمکني ځواکونه اوس هم د هرې جګړې د پايلو په ټاکلو کې اساسي عنصر دی.”
سرچینې: یوټیوب، د اردن خبري اژانس (پیټرا)، د اردن وسله وال ځواکونه
Comments are closed.