پاکستان څو مليتي مشارکت ته وده ورکوي
د پاکستان وسله والو ځواکونو د 2023 کال په دویمه نیمايي کې د یو لړ پوځي تمرینونو له لارې چې د منځني ختیځ او مرکزي آسیا څخه شریکانو پکې ګډون وکړ د څو اړخیزو همکاریو ژمنه څرګنده کړه.
د تروریزم سره مبارزه په سپتمبر 2023 کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د البدر 1 ګډ تمرین تمرکز وو. د دواړو هېوادونو د ځانګړو ځواکونو قطعو — چې د جنګي الوتکو لخوا یې ملاتړ شوی وو — د شمالي پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې خپل مهارتونه وښودل. د تمرین ځای په قصدي توګه غوره شوی و ځکه چې دا د هغو ولایتونو څخه دی چې د تروریستي تاوتریخوالي لخوا تر ټولو ډېر اغیزمن شوی.
د تروریزم سره د مبارزې دوهم تمرین څو اونۍ وروسته د پاکستان په بروتها ښار کې د قزاقستان، قطر، ازبکستان او ترکیې د ځانګړو ځواکونو په ګډون ترسره شو. د ابدي ورورولۍ 2 په نامه دغه تمرین داسې طرحه شوی و چې ځواکونو یې د تروریزم ضد مبارزې تجربې شریکولو په ترڅ کې ګډ عملیات وکړ.
پاکستاني ځواکونو په مصر کې د روښانه ستوري 23 په تمرین کې له یو درجن څخه د ډیرو هېوادونو سرتېرو ترڅنګ هم برخه اخستې وه. د سپتمبر د تمرین یوه نښه د جنګي پیلوټانو، د هوایي دفاع کنټرولرانو، او د ځمکنیو عملو (ډلو) ښکیلتیا وه چې JF-17 تندر جنګي الوتکې یې د یو څو مليتي ځواک د یوې برخې په توګه الوزولې چې د متحده ایالاتو او د مصر هوایي ځواکونه پکې شامل وو.
سرچینې: هلال، عرب نیوز
Comments are closed.