قزاقستان-امریکا خبرې اترې په ستراتیژیک شراکت تمرکز کوي
د31 کلنې ملګرتیا پر بنسټ، د قزاقستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال کیرات عمروف د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونالډ لو ته د متحده ایالاتو او قزاقستان د ستراتیژیک شراکت پیاوړي شوي ډیالوک (ESPD) پنځمې کلنۍ غونډې لپاره استانه ته ښه راغلاست ووایه.
د متحده ایالاتو-قزاقستان ESPD د دوه اړخیزو ګټورو همکارۍ لپاره د فرصتونو موندلو او ګډ لومړیتوبونو ته وده ورکولو لپاره رامنځته شوی. وروستۍ خبرې اترې په 6 نومبر، 2023، کې ترسره شوې.
د قزاقستان او متحده ایالاتو استازو په سیاسي او امنیتي مسلو خبرې وکړې چې په کې سیمه ایز جیو پولیټیک، تروریزم سره مبارزه، د قانون پلي کولو همکاري، د مصنوعي مخدره موادو د ګواښ سره مبارزه، او د اتومي وسلو نه پراختیا شامله وه. ګډونوالو د خبرو اترو او د دوه اړخیزو لیدنو تبادلې په ګډون د اړیکو د پرانیستې چینلونو په ساتلو خبرې وکړې.
وزیر عمروف په سپتمبر 2023 کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د C5+1 د ولسمشرانو لومړنۍ سرمشریزې په بریالیتوت او ګټورتوب رڼا اچولو سره غونډه پرانیستله.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لو د ننګونو سره د ګډې مقابلې او د یو لا سوکاله او خوندي مرکزي آسیا رامنځته کولو لپاره د یوې مهمې وسیلې په توګه د قزاقستان لخوا د C5+1 ډیپلوماټیک پلیټ فورم پر فعال ملاتړ ټینګار وکړ، او د قزاقستان له ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د متحده ایالاتو د ثابت ملاتړ ډاډ یې ورکړ. یوه ورځ وروسته لو د قزاقستان سفر په ازبکستان کې د ډیپلوماټیک مصروفیت سره تعقیب کړ.
پلاوي د سوداګرۍ او پانګونې آسانه او متنوع کولو، د پاکې انرژۍ کارولو او د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ کولو، د منرالونو او جیولوژي د مهمو مشارکتونو، او همدارنګه د ساینس او ټیکنالوژۍ همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ګډونوالو همدارنګه د ترانسپورتي لارو د دوامداره پراختیا د آسانتیا په اهمیت او دې هدف ته رسېدو لپاره د احتمالي جادې په توګه د نړیوالې زیربنا او پانګونې لپاره د شراکت (PGI) پر پېژندلو ټینګار وکړ. دواړه خواوو د دايمي عادي سوداګريزو اړيکو پر لور کار ته د دوام ورکولو هيله شریکه کړه. پلاوو د بندیزونو د پالیسۍ په اړه مشورو کولو ته د دوام ورکولو اراده څرګنده کړه.
د بشري حقونو د موضوع په اړه، متحده ایالاتو او قزاقستان د سیاسي اصلاحاتو، ښې حکومتولۍ، د قانون حاکمیت، او د تعلیمي تبادلې دوامداره پروګرامونه په ګوته کړل. په بحثونو کې د رسنیو آزادۍ ته وده ورکولو او د یوې انعطاف وړ مدني ټولنې پرمخ وړولو او د انساني قاچاق د کمولو لارې چارې هم شاملې وې.
عمروف د قزاقستان پر ژمنتیا چې د ولسمشر قاسم جومارت توکایف د اصلاحاتو اجنډا په بشپړه توګه پلي کړي ټینګار وکړ. د خپل هېواد لپاره په خبرو کولو، لو د اصلاحاتو هڅو سره موافقه وکړه.
سرچینې: په قازقستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت، Akorda.kz، آستانه ټایمز، 24.kz
Comments are closed.