یونیپث کارکونکی | عکس د تورن لوک جین/د متحده ایالاتو اردو
بې پرسونله هوایي واسطه د بدمرغه غږ سره په سر تاو شوه چې د احتمالي ناورین پیلامه یې کوله.
مصري سرتیرو په خپلو ټوپکو ډزې پیل کړې – چې UAV یې په صحرا کې راغورځیدو ته اړ کړه – مګر مخکې لدې، نوموړي ډرون په یوه مصري پیاده ټولي او د هغوی پنځه ټرکونو باندې ناپیژانده مواد وشیندل.
پلټونکي په احتیاط سره د ډرون خویې پاتې سپینې تکړې ته ورنږدې شو. کله چې یوه مصري نظامي ټرک د راغورځیدو ساحه د خبرداري ژیړو بیرغونو سره په نښه کړه، د څو هیوادونو د کشف ټیم محافظتي پوښاک په تن کړ.
لومړی ګام د ریموټ له لارې کنټرول کیدونکي تعقیبي واسطې ګومارل و چې روبوټیک مټ او کامرې سره مجهز و ترڅو د چاودیدونکي توکو او کامرو لپاره د ډرون پاتې شوني سکین کړي. ځینې UAVs ــ چې د “ځان مرګو” نوم ورکړل شوی ـــ چاودیدونکي دامونه دي چې د سرتیرو ورنږدې کیدو په وخت کې چاودنه کوي.
د ډاډ ترلاسه کولو وروسته چې د UAV پاتې شوني ترډیره بې اغیزې دي، د کشف ټیم پیاده ورنږدې شو. هغوی د کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي یا هستوي (CBRN) وسلو نښې لټولې. یوه سرتیري د لیږد وړ ایکسری وسیله لیږدوله ترڅو د ډرون پاتې شونی ډیر ژور وڅیړي. یو ګایګر محاسب د وړانګو نښو لپاره سکین وکړ.
د مصر پیاده ټولی چې ډرون ورباندې سپرې کړې وه د فزیکي علایمو شکایت وکړ چې پدې کې پرنجی کول، ناکراري، د پوټکي پړسوب او د ساه بې نظمه کیدل شامل و؛ د کیمیاوي موادو سره د مخ کیدو ټولې نښې.
د عفونیت پاکولو ټیم خپل کار پیل کړ. د څو هیوادونو لسګونه سرتیرو د قربانیانو او د هغوی د تجهیزاتو څخه د خطرناک کیمیاوي موادو د لیرې کولو لپاره د صحنې ځای چمتو کړ. د عفونیت پاکولو پروسې مختلف پړاونو سمبالولو لپاره د مصر، سعودي عربستان، اردن، متحده ایالاتو او هند څخه ګډون کونکو ټیمونه جوړ کړل. ټولو محافظتي پوښاک او خولۍ واغوستلې.
د سرتیرو لومړۍ کرښې ککړ تجهیزات او سرتیري ومینځل، چې هغوی بیا د کلورین په څیر موادو سره چې د کیمیاوي موادو اغیزې خنثی کولی شي، د ژور مښلو لپاره یوه دوهم سټیشن ته ورغلل. د بشپړ خیشت کیدو وروسته، ټرکونه او پرسونل یوځل بیا ومینځل شول، ورپسې یې معاینه وشوه چې ډاډ ترلاسه شي ترڅو هیڅ اوږدمهاله ناوړه اغیزې یې پاتې نشي.
د CBRN تمرین د روښانه ستوري 23 مهمه برخه وه چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د جمعي تخریب وسلو سره مبارزې فرقې یې څارنه کوله. مخکې لدې چې سرتیري وکولی شي د ازمیښتي ډرون برید سره مبارزې لپاره ډګر ته ورشي، هغوی د کیمیاوي او هستوي موادو سره مبارزې په اړه دوه ورځو لپاره د ټولګي درسونه وویل.
په چمتو والي کې د “ماسک اطمینان ګرځنده خونه” کې وخت تیرول هم شامل و ترڅو سرتیري ډاډه شي چې د هغوی ماسکونه او پوښاک لیکي نه کوي او د واقعي برید په صورت کې هغوی د احتمالي خطر سره مخ نه یي.
په داسې یوه پیر کې چې د محاربوي ډګر مخ پر ودې شمیر ګواښونه د بې پرسونله هوای سیسټمونو په بڼه وړاندې کیږي، دا ډول د UAV او د CBRN سره د مبارزې روزنه به د روښانه ستوري او د نورو څو هیوادونو تمرینونو مهمې برخې په توګه پرځای وي.
Comments are closed.