برید جنرال فیصل ال جمعیه، په سینټکام کې د یمن ملي استازی
د فرانس پریس اژانس انځورونه/ګیټي انځورونه
برید جنرال صغیر حمود بن عزیز د یمن د اردو په سر کې د لوی درستیز او د وسله والو ځواکونو د سرآعلی قوماندان په حیث شتون لري، هغه د لاسته راوړنو ډکه نظامي مخینه او مسلک لري چې په 1983 کې په لیسه کې پیل شوی، کله چې هغه د یمن جمهوریت په شمال کې د عمران ولایت کې د نظامي او ملکي ژوند ترمینځ بډایه سفر پیل کړ.
برید جنرال بن عزیز د صفیان قبیلې څخه دی چې په یمن کې د بکیل قبیلې یوه له اساسي ستنو څخه ده. هغه په 1967 کې زیږیدلی او د هغه پلار د حرف صفیان قبیلې د یوه تر ټولو لوی خیل شیخ و، او همدارنګه د بکیل قبیلې یو له مهمو شیخانو و.
کله چې صغیر بن عزیز پلازمینې صنعا ته په لیسه کې د زده کړو لپاره ولاړ ځکه چې خپل پلرني ښار کې یې مناسب ښوونځي نه و، هغه په 1983 کې د یمن اردو سره یو ځای شو او په 1990 کې یې دوهم بریدمل رتبې ته ترفیع وکړه. هغه یو څو کلونه وروسته د یمن د اتحاد لپاره جګړه کې برخه واخیستله.
په 1997 کې، هغه د عام خلکو کانګریس حاکم ګوند لپاره د یمن پارلمان د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره ټاکنو کې برخه واخیستله او خپله د حرف صفیان څوکۍ یې وګټله. هغه په 2003 کال کې دوهم ځل لپاره په ټاکنو کې برخه واخیستله او بیاځل یې پارلمان ته لاره وموندله. پدغه موده کې به صغیر بن عزیز په صنعا کې د ورځې په پای کې د پارلماني خونې څخه ښوونځي ته د انګلسي ژبې زده کولو لپاره ته.
د سرتیري په حیث، صغیر بن عزیز څو ماموریتونه ترسره کړي او نظامي پاټکو کې یې مخ پورته وده کړې. هغه د ډیری نظامي جوړښتونو قومانده پرمخ وړې او د طارق بن زیاد کیمپ کې د یمن جمهوري ګارد لپاره مشر مرستیال استاد و.
هغه بیا وروسته د طارق کیمپ د عملیاتو مشر په حیث وګومارل شو.
د برید جنرال بن عزیز ژوند کې ترټولو مهم اوښتون په 2008 کال کې پیښ شو، کله چې د ایران په ملاتړ حوثي باغیانو پریکړه وکړه چې د یمن د دولت پروړاندې خپله جګړه د سعاده څخه د عمران ولایت حرف سفیان ولسوالۍ په لوري وغزوي. دلته بن عزیز د پارلمان د غړي، قومي مشر، او د یمن د اردو د افسر په حیث د هغوی سره مقابله وکړه، او هغه د دولت ترڅنګ قبیلې او قومونه د حوثیانو پروړاندې راپورته کړل. هغه او د هغې د قبیلې غړو د باغیانو پر وړاندې کلکه جګړه وکړه، حوثیانو د هغه کور والوځاوه، د هغه ملکیت یې قبضه کړ، او د هغه ډیری ملګري او د قبیلې غړي یې شهیدان یا ټپیان کړل.
دې تجربه برید جنرال بن عزیز د حوثیانو یو له خورا مهمو دښمنانو وګرځاو. د وسله والو ځواکونو د مشر په حیث د هغه موجودیت، په 2014 کې د حوثیانو کودتا او د یمن د پلازمینې نیولو وروسته یو وار بیا جګړه کول، ډیر زیات څرګند او ښکاره دي.
په 2016 کې هغه د روزنې چارو لپاره د لوی درستیز معاون په حیث وګومارل شو او د ډګر جنرال رتبې ته یې ترفیع وکړله. یو کال وروسته هغه زموږ د متحد هیواد، سوډان جمهوریت څخه په نظامي علومو کې د ماسټرۍ درجه ترلاسه کړه، او په 2018 کې یې په سوډان کې د نیمیري د عالي نظامي اکاډمۍ کې د ملي دفاع کالج څخه په ستراتیژیکو مطالعاتو کې د فیلوشیپ درجه ترلاسه کړله.
هغه د یمن په ملي چارو کې خپل مستقیم رول د سور سمندرګي په اړه په حدیده ولایت کې د ملګرو ملتونو به ملاتړ د سټاکلهم تړون بشپړیدو په تعقیب پیل کړ، کله چې هغه د تړون پلي کولو او د بیاځل ګومارنې پروسې مشاهده کولو لپاره د حکومتي ټیم د مشر په توګه وګومارل شو.
د 2019 نیمایی کې، د یمن ولسمشر عبد ربو منصور هادي ډګر جنرال بن عزیز د عملیاتو د قوماندان په حیث وګوماره. هغه مارب ولایت، د یمن د اردو لنډمهاله مرکز ته لاړ او په یمن کې د مشروعیت په ملاتړ د سعودي په مشرۍ ائتلاف سره په همغږۍ په جګړه کې ښکیل شو
د 2020 فبروري کې، ولسمشر هادي تورن جنرال بن عزیز لوی درستیز ونوماو او د ډګر جنرالۍ رتبې ته یې ترفیع ورکړه، دا رتبه د هیواد په تاریخ کې یوازې یو څو یمني جنرالانو ترلاسه کړې ده. له دغه وخت راهیسې هغه د محاربې ډګرونو کې جګړه کړې، او د ایران ملاتړ لرونکي حوثي ملیشه پروړاندې په لومړیو کرښو کې یې د خپلو سرتیرو سره په جګړه کې ګډون کوي. د دې جګړو تمرکز په تیرو دوه کلونو کې د مارب ستراتیژیک ولایت باندې و.
ډګر جنرال بن عزیز د جګړې مشري کولو لپاره په پرمختللي نظامي بارکونو او د ګارنیزون مرکز کې میشت دی، او حوثي ملیشه د ایراني ماهرینو لخوا څوک چې د حوثیانو لپاره دا ډول عملیات چلوي، جوړ مزایلو او ډرونونو په واسطه په هغه بریدونه کوي. د 2020 میی کې، د ډګر جنرال بن عزیز زوی د حوثیانو بالستیک میزایل یوه برید کې شهید شو، پدې برید کې د جنرال اوه ملګري هم وژل شوي و.
حوثیانو د 2021 اکتوبر کې د مارب په شمال کې د جنرال کور هم په درې راکټونو ویشتی او تخریب کړی دی، او همدارنګه هغه نظامي مرکزونه هم هدف ګرځوي چې هغه ورته ځینې وختونه ځي. د هغه یو شمیر خپلوان او ملګري په جګړه کې وژل شوي یا د وژلو لپاره هدف ګرځول شوي دي. په هرصورت، دې ټولو زیانونو د محاربې ډګر کې د قوماندان عزم او اراده یوازې ډیره کړې ده.
هر هغه څوک چې دګر جنرال بن عزیز پیژني ټول د دې سړي حکمت په یوه خوله تاییدوي او هغه دودیز ارزښتونه پیژني چې د هغه شخصیت بیانوي، دا ارزښتونه هغه د خپلې ټولنیزې او قبیلوي پالنې څخه په میراث وړي دي. د هغه د نظامي روزنې سره یوځای، د جنرال ارزښتونو د هغه شخصیت ته د معتدل مشر او د سخت زړي جنګیالي ځانګړې بڼه ورکړې ده.
د ډګر جنرال بن عزیز په لومړیو کرښو کې د خپلو سرتیرو سره د موجودیت ډاډمن کول د هغو خلکو لپاره یوه انګیزه ده چې یوازې د یمن د سولې لپاره جګړه کوي. F
Comments are closed.