بحرین د فضا سوله ییزې سپړنې ته ژمن دی
د خپل ملي فضا سایسني ادارې (این.ایس.ایس.ای) د جوړولو څخه څو کلونه وروسته، بحرین دوهم عرب هیواد شو چې د آرټیمیز تړون یې لاسلیک کړ، د فضا سپړلو لپاره په نړیواله کچه پیژندل شوي مقرراتو جوړولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ تړون.
محمد الاسیري، د بحرین د فضا ادارې مشر د امریکا متحده ایالاتو ذ بحرین ستراتیژیک ډیالوګ ناستې پرمهال د 2022 مارچ کې دا تړون لاسلیک کړ. دې هیواد خپل لومړی سټلایټ چې د رڼا (لایټ) ذ 1 نوم یې ورکړی و د 2022 فبروري کې وګوماره. د بحرین او اماراتو لخوا په ګډه تمویل شوې پروژې موخه د اتموسفیر ګاما وړانګو سنجول دي.
د ناسا مدیر بیل نیلسن وویل، “زه خورا ډیر خوشحاله یم چې بحرین د آرټیمیز تړون په لاسلیک کولو سره د فضا سوله ییز سپړلو ته خپله ژمنتیا ښودلې ده.” “د بحرین دا مهمه پریکړه د لایټ ذ 1 فضایی بیړۍ وروستي بریالي استولو په تعقیب وه، چې د بحرین د ملي فضا ساینسي ادارې په واسطه د آرټمیز تړون بل لاسلیک کونکي، متحده عربي اماراتو سره په همکارۍ جوړه شوې.”
ناسا، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سره یو ځای په 2020 کې د آرټیمیز تړون اعلان کړ، چې تر 2024 پورې سپوږمۍ ته د ستورمزلو بیرته لیږلو لپاره د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ماموریت پلان کولو سره په یوه وخت و.
د بحرین لخوا د دې تړون لاسلیک کول د جلالتمآب بحرین ولیعهد شهزاده او لومړي وزیر سلمان بن حماد الخلیفه او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت انتوني بلینکن ترمینځ د مارچ میاشتې د یوې ناستې موضوع وه.
بحرین د دې تړون سره یوځای کیدونکی 17ام هیواد و. که څه هم دې اعلان وکړ چې د سپوږمۍ راتلونکي سپړنو کې د ګډون کولو هیڅ پلان نلري، د هیواد د فضا ادارې یو له خپلو ماموریتونو څخه “د فضا ساینس او دې پورې تړلي ټیکنالوژیکي طرحو” ارتقا مشخص کړ.
کال 2022 همدارنګه د بهرنۍ فضا چارو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر لخوا سپانسر شوي پروګرام د برخې په توګه د بحرین انتخاب کیدل هم د ځان سره درلودل. د بحرین این.ایس.ایس.ای د سیټلایټ د ذ امن په نوم ذ د وزن ظرفیت جوړولو لپاره انتخاب شوی و ذ چې د سیټلایټ او د ځمکې سټیشن ترمینځ ارتباط ډاډمن کړي. متحده عربي امارات هم دې پروژه کې دخیل دی.
الاسیري وویل، “امن لومړی بحریني پی لوډ ګڼل کیږي چې په بشپړ دول د این.ایس.ایس.ای لخوا ډیزاین شوی، یوځای شوی او ټیسټ شوی دی.”
”دا د بهرنۍ فضا ټیکاو لرونکي، سوله ییز استعمال او د فضا په ډګر کې د ملي ظرفیت جوړولو په لوري نړیواله هڅه کې د مفهوم لرونکي ونډې لپاره زموږ د لټون بې ساری فرصت دی.”
سرچینې: ناسا، سپیس نیوز، دی نیشنل
Comments are closed.