ترکمنستان: طبیعي ګاز د انرژي مصؤنیت وړاندې کوي
ترکمنستان خپل د لاسرسي وړ طبیعي ګاز ډیروالي په برجسته کولو سره د سیمه ییز انرژۍ مصؤنیت بالقوه تضمین کونکي په حیث خپل رول ته ارتقا ورکوي.
د 2022 مارچ په وروستیو کې، عشق آباد د ترکمستان د تیلو او ګاز سیکتور ته د بهرنۍ پانګوونو راجلبولو لپاره د نړیوال پانګوونې انجمن کوربه توب وکړ.
د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدف د پیټرولیم صادرونکي هیوادونو ته د پرانیستې وینا وکړه لکه متحده عربي امارات چې د هیواد د هایدروکاربن صنعت پراختیا ته ډیره پانګه او تخصص او تجربه ورکړي.
په کنفرانس کې ګډون کونکو د جګړې او تجارتي بندیز په واسطه نه مختل کیدونکي د ډاډ وړ انرژۍ لپاره اړتیا باندې تاکید وکړ. ترکمستان د نړۍ یو له ترټولو سترو طبیعي ګازو زیرمه لري او غواړي په روسیه متمرکز د شوروي د وخت لارو باندې تیکه کولو څخه لیرې ټرانسپورټ او عرضه بډایه کړي.
د تنوع دې ستراتیژي کې د ازبکستان او قزاقستان څخه تیریدونکي د پایپ لیکې شبکه شامل ده چې چین ته ځي. دې ته ورته یوه ستره پروژه چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هند پایپ لاین په نوم پیژندل کیږي په افغانستان کې د طالبانو په واسطه رامینځته شوې بې ثباتۍ له امله د کلونو ځنډ سره مخ شوې. سرچینې: بزنیس ترکمنستان، طبیعي ګاز نړۍ
Comments are closed.