مصر بین الدیني خبرو اترو ته وده ورکوي
په مصر کې د سولهییزې همزیستۍ د ودې لپاره، د الکسندریا د اسقفي کلیسا یوه پلاوي په قاهره کې له الازهر څخه لیدنه وکړه چې د اسلامی-مسیحي څېړنو لپاره د یوه مرکز جوړښت ته وده ورکړي.
د الازهر شیخ، لوی امام ډاکټر احمد الطیب د یو ځای د مصر لپاره (Together for Egypt) د کلیسا د ملاتړ ستاینه وکړه؛ دا یوه ملي معنوي پروژه ده چې د امامانو او کشیشانو تر منځ په مصر کې د زغم فرهنګ رامنځته کولو لپاره خبرې اترې پکې شاملېږي.
ډاکټر الطیب دغه پلاوي ته وویل: اموږ ټول د خپلو دینونو او وطن د دفاع د جګړې سرتېري یو او موږ په بشریت کې سره مساوي یوب.
په الکسندریا کې د اسقفي/انګلیکان اسقفانو قلمرو لوی اسقف، بیشوپ سمي فوزي د داسې مرکز جوړولو لپاره کار ته دوام ورکوي چې د مسیحي-اسلامي خبرو اترو اړوند وي او موخه یې مصریانو او نړیوالو ته د دواړو دینونو د عالي اصولو ورپېژندل دي.
دا به د دواړو د دینونو د پیروانو تر منځ د سولهییز ژوند کولو ټینګار وکړي او د افراطي دیني مفسرینو ناسم تفسیرونه به لرې کړي چې د خدای په نوم تاوتریخوالی کوي، هغه چې اکثریت یې هڅه وکړه چې دیني ناپوهي او ټولنیزه نارضایتي استثمار کړي او د مصري ټولنې تر منځ اړیکې سستې کړي.
دا کلیسا همداراز د مصري کورنۍ کور (Egyptian Family House) په پروژه کې فعاله وه؛ دا ټولنیزه-دیني پروژه وه چې په 2011 کې په قاهره کې د الازهر د شیخ او د قبطي ارتودوکس کلیسا د پاپ په مشرۍ پیل شوه. په دې کې د مسیحي دین د بېلابېلو طبقو روحانیون او د الازهر اسلامي عالمان شامل وو چې د ټولنیزو شخړو په حل کې مرسته وکړي.
مصر یې بین الدیني خبرو اترو ته په ژمنتیا داسې ټینګار وکړ چې دوی د 2021 کال په مارچ کې د د اسلامي چارو عالي شورا د 31ام نړیوال کنفرانس کوربه توب وکړ. د کنفرانس موضوع بین الدیني او بین الفرهنګي خبرې اترې وې. د مصر د اوقافو وزیر، ډاکټر محمد مختار ګوما په خبره، په دغه دوه ورځنیو مراسمو کې د 35 هېوادونو تر 70 زیاتو عالمانو ګډون کړی و. ډېری دغو عالمانو د دیني همزیستۍ د ودې لپاره د مصر د هڅو ستاینه وکړه.
د البانیا مفتي بوتار سپاهیو وویل: ا مصر یې د دیني بنسټونو له لارې د سولې په خپرولو او خلکو ته په دې اړه د پوهې ورکولو په برخه کې لوی کار کړی. نن ورځ موږ خبرو اترو، سوله ایز ګډ ژوند او د تعددپالنې منلو ته ډېره اړتیا لرو.ب سرچینې: الاهرم
Comments are closed.