ثابت لاس
د سمندري تورن جنرال پیلوټ شیخ سعید بن همدان بن محمد ال نهیان د متحده عربي اماراتو سمندري ځواکونو مشري کوي
ډګروال راشد محمد الحمودي، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې لپاره د متحده عربي اماراتو لوړپوړي ملي استازي
انځورونه د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو لخوا
سمندري تورن جنرال پیلوټ شیخ سعید بن همدان بن محمد ال نهیان د متحده عربي اماراتو (اماراتو) د پوځي اتلانو په کتار کې دی. د سمندري ځواک د مشرتابه له منلو راهیسې، هغه دغه ځواک ته د سیاسي مشرتابه ملاتړ راجلب کړی ترڅو جګړه ییز چمتووالي، د روزنې مسلکي معیارونه او له تخنیکي پلوه پرمختللي وسلې ولري.
د سمندري ځواکونو تورن جنرال سعید په کال 1989 کې د متحده عربي اماراتو له وسله والو ځواکونو سره یوځای شو او د بریتانیا په ډارټموت د برتانیا په شاهي سمندري کالج کې یي د سمندري افسر په توګه لومړنۍ روزنه ترلاسه کړه. کله چې په کال 1990 کې په لوړه درجه فارغ شو، د متحده عربي اماراتو په سمندري ځواک کې يي دنده ترلاسه کړه. د خپل مسلکي ژوند په جریان کې هغه د هیواد د ګټې لپاره مهارتونه او پوهه زده کړه. هغه د خلیفه بن زاید له هوایی کالج څخه د فراغت وروسته د سمندري چورلکو پیلوټ شو. په کال 2000 کې یي په بریالیتوب سره په متحده ایالاتو کې د لوی درستیزانو کورس بشپړ کړ، او څو کاله وروسته یې د متحده ایالاتو له سمندري جنګ له کالج څخه د پوځي علومو ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
د دغه جنرال سمندري مسلک هغه ته د کښتیو او د صحنې شاته د لوی درستیز افسر په توګه پراخه تجربه ورکړه. د هغه په عملیاتي دندو کې د بیړیو د افسر او د وسلو افسر مسئولیتونه شامل دي. په ابوظبي کې یي د کنډک د اجرایوي رییس په توګه دنده ترسره کړې او په لومړۍ سمندري قطعه کې يي د توغندي لرونکو کښتۍ مشري کړي.
د سمندري قومندانانو درجې ته د هغه ترفیع د نوي مسؤلیتونو سره مل وه: د عملیاتو او روزنې ریئس، د بشري سرچینو د مدیریت ریئس او د متحده عربي اماراتو د سمندري ځواکونو مرستیال قوماندان. هغه په کال 2010 کې یي د برید جنرال رتبې ته او په کال 2013 کې د تورن جنرال رتبې ته ترفیع وکړه. د کال 2017 په سپټمبر میاشت کې هغه لوړ مقام خپل کړ او د متحده عربي اماراتو د سمندري ځواک اتم قوماندان شو.
د هغه اوږد او روښان مسلک هغه ته لوړ او د اوږد خدمت مډالونه په نصیب کړل، د وسله والو ځواکونو د یووالي لپاره د سپینو زرو جوبیلي مډال، د کویټ د آزادۍ مډال او د فرانسې د ملي نظم غور مډال.
د سمندري ځواک لارښوونه
د خپل پراخ ساحل او پر سمندري سوداګرۍ باندې د اتکا له امله، امارات د خپل سمندري امنیت لپاره ګڼ شمیر ننګونې او ګواښونه لري. د سمندري ځواکونو په رامینځته کولو سره چې کولای شي سپارل شوي دندې په ښه توګه سرته ورسوي، د متحده عربي اماراتو مشرانو د دغه ننګونو او ګواښونو لپاره لار موندلې.
د سمندري ځواک مخینه د ابوظبي دفاعي ځواک ته رسیږي، چې په کال 1967 کې یو سمندري کنډک رامینځته کړ. د ابوظبي د لومړني بیړیو دنده دا وه چې د عربي خلیج په ساحل کې ګزمې وکړي. د دغه دندو یوه مهمه برخه د تیلو او ګازو د سمندري تاسیساتو ساتنه وه. د کال 1971 د دسمبر میاشت پر 2 مه د متحده عربي اماراتو له رامینځته کیدو سره، هیواد د یوې وسله والې قوماندې لاندې خپل وسله وال ځواکونه یوځای کړل، او دا دنده یې په کال 1976 کې بشپړ کړه.
د متحده عربي اماراتو سمندرې ځواک د سمندري واحدونو یو شمیر بیلابیل ډولونه لري، د بیلګې په توګه، ټوپک لرونکي کښتۍ، بینونه کښتۍ او موټرې، د چټک اکمالاتو لیږدونکي کښتۍ، ځمکنۍ کښتۍ، او داسي نور.
جلالتماب ډګرجنرال انجینر عیسی سیف بن ابلان المررويی، د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال او د یمن د ګډو عملیاتو ګډ قومندان، د یمن څخه د سمندرې ځواکونو د بیرته ستنیدا د یادولو په باب په خپله وینا کې داسي وویل: “سمندرې ځواک د دریو سمندری کاري ځواکونو برخه وه، له 50 څخه ګڼ شمیر بیلابیل سمندرې واحدونه د 3000 څخه زیات جنګي ګزمه کوونکي لري او له 1000 څخه زیات بحري ماموریتونه ترسره شوي دي چې له لارې یې ملیونونه ټنونه انتقال شوي.”
پوځي زده کړو د سمندري زده کړو روزنیز کالج، د سمندري زده کړو سمندري ښوونځي، د امنیت او خوندیتوب څانګي او د ښوونې څانګې له جوړولو څخه ګټه پورته کړې. د سمندري ځواکونو تورن جنرال سعید د ملګرو هیوادونو سره په ګډ تمریناتو کې د سمندري ځواک برخه اخیستنې سره مرسته کړي دي، ترڅو د سمندري سرتیري مهارتونه، وړتیاوې او چمتووالی نور هم تازه کړي. د عصري وسلو د سیسټمونو ترلاسه کول د نوموړی جنرال لپاره هم لومړیتوب لري.
متحده عربي امارات یو نوښت په لاره اچولی، چې خپل ډیری پوځي تجهیزات په کور دننه تولید کړي. د ابوظبي د کښتۍ جوړونې شرکت، چې په بینونه کې یې اصلي فابریکه ده، یو لړ بېړۍ تولید کړي او هدف یې دا دی چې د عربي خلیج ورګو اوبو ته مناسبه جنګي بېړۍ ډیزاین، طرح او تولید کړي.
د نړۍ دوه غوره پوځي نندارتونونه، د نړیوالي دفاع نندارتون او کنفرانس او د سمندري دفاع او سمندري امنیت نندارتون په ابوظبي کې په هر دوه کلونو کې جوړیږي.
پر عربي خلیج پام ساتل
د متحده عربي اماراتو د سمندري ځواکونو یوه اصلي دنده د سمندري امنیت تامین، د آزاد تګ راتګ څخه ساتنه او د ترانسپورت دهلیزونو خوندي کول دي، په ځانګړي توګه په عربي خلیج کې د دغه هیواد جغرافیایی موقعیت ته په پام کې نیولو سره. د نړۍ څلویښت سلنه تیل او د مینځني ختیځ د تیلو 90 سلنه صادرات د هرمز تنګی څخه تیریږي. سمندري غلا او تخریب، د ماینونو کرل، د بندرونو له تاسیساتو څخه جاسوسي او بې پیلوټه الوتکې په سیمه کې د سمندري امنیت له ګواښونو څخه دي.
دغه خطراتو ته په کتو سره متحده ایالات او ملګرو یې د ساتونکي عملیات په نوم یو نړیوال ایتلاف رامینځته کړ، چې یو شمیر هیوادونه سره متحد کوي تر څو په عربي خلیج، عمان خلیج، عدن خلیج او سویلي سره سمندر کې د تګ راتګ د آزادۍ خونديتوب وساتي.
د کال 2019 د سپتمبر میاشت پر 9 مه متحده عربي اماراتو د سمندر په نړیوال امنیتي جوړښت کې د شاملیدو اعلان وکړ، هغه اداره چې د ساتونکی عملیاتو څخه نظارت کوي. دا ایتلاف د آزاد تګ راتګ او نړیوال سوداګرۍ د تضمین لپاره د سوداګریزو کښتیو څخه ساتنه او د برخه اخیستونکو هیوادونو ګټې خوندي کوي.
په دې نړیوال ایتلاف کې د متحده عربي اماراتو غړیتوب چې بحرین، سعودي عربستان او انګلستان هم په کې شامل دي، د سیمه ایز او نړیوالو هڅو د ملاتړ لپاره د دغه هیواد ژمنتیا څرګندوي ترڅو سیمه ییز او نړیوال امنیت ته د ګواښونو سره مقابله وشي. د انرژي د تدارکاتو دوام د نړیوال اقتصاد لپاره مهم دی، هغه څه چې د نړۍ خلک ورباندې اتکا لري.
په هرصورت، سمندري ځواک خپل فعالیتونه د متحده عربي اماراتو اوبو پورې نه محدودوي. دغه هیواد ګډ کاري ځواک 152 ته ځواکونه ورکړي، چې د عربي خلیج په سیمه کې د قاچاق، تروریزم او نورو جرمونو سره د مبارزې لپاره یو ګڼ ملتي ځواک دی.
Comments are closed.