امارات خپل هوایی ځواک ته درنښت ورکوي
یونیپث کارکونکی
عربي اماراتو (متحده اماراتو) د کال 2021 په جنوری میاشت کې د یو لړ مراسمو سره خپل د هوایی ځواک او هوایی دفاع ځواکونو د ضمیمه کولو 45مه کلیزه ولمانځله.
د هوایي ځواکونو او هوایی دفاع قوماندان تورنجنرال ابراهیم ناصر محمد الاعلوي د متحده عربي اماراتو د ګټو په دفاع کې د هوایی ځواک د ښه والي په برخه کې د اوږدمهاله ژمنې له امله د دغه هیواد د مشرتابه ستاینه وکړه.
”هوایی ځواک او هوایی دفاع د تیرو کلونو په اوږدو کې وتوانیدل چې د هغه پلان په پام کې نیولو سره چې په کلک ساینسي بنسټ جوړ شوی و، د تجهیزاتو، وسلو او روزنې په برخو کې د عصري ټیکنالوژۍ کارول، د هوایی ځواک عصري کول او د ننګونو سره د مقابلې لپاره له ځان څخه وړتیا وښیي.”
د متحده عربي اماراتو سیاسي او پوځي رهبري د متحده عربي اماراتو د سیاسي، اقتصادي او نظامي پرمختیا باندې تمرکز لري او د ورته اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې پلانونه طرح کړي دي.
د پوځ په هکله متحده امارات له پوځي صنایعو لکه نړیوال دفاعي نندارتون او کنفرانس چې د عصري ټیکنالوژۍ نندارتون دی کوربتوب کوي، د الحمرا روزنیز مرکز په شمول پوځي تاسیسات او روزنیز مرکزونه جوړ کړي او په سیمه ییزو او نړیوالو ګډو تمرینونو کې یي برخه اخیستې.
یو وروستي تمرین آیرن یونیین 14 تمرین و، کوم چې په فبروري 2021 کې پای ته ورسیده. دا تمرین د متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو د ځمکنیو ځواکونو ترمنځ په کال کې دوه ځله ترسره کیږي. آیرن يونیین تمرین د دوه پوځي شریکانو ترمینځ متقابلي راکړې ورکړې رامینځته کوي او د الحمرا په دښته کې توپچي تمرینونه او زغره وال مانورونه هم په ځان کې رانغاړي.
د متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو تر منځ دوه اړخیز امنیتي همکارۍ په کال 1990 کې د خلیج له جګړې راهیسې وده کړې. دواړه هیوادونه په کال 1994 کې د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ چې په کال 2019 کې نوی شوی دی.
د متحده عربي اماراتو سرتیرو په تیرو 30 کلونو کې په شپږ ګڼ ملتي ماموریتونو کې برخه اخیستې: افغانستان، لیبیا، سومالیا، بوسنیا- کوسوو، په کال 1991 کې د صحرا طوفان په عملیاتو او د داعش د ماتې لپاره په نړیوال ایتلاف.
سرچینې: الاتحاد، په متحده ایالاتو کې د عربي اماراتو سفارت
Comments are closed.