د سمندر څخه سمندر ته د کښتیو رهبري کول
مرستیال مدیر فهد الغوفیلي د سعودي شاهي ځواکونو په عصري کولو کې مخکښ دی
یونیپث کارکونکی
ااډمیرل د پخواني عربي ټکې امیر البحر څخه نیول شوي، چې تحت الفظي معنی یې د بحر قومندان دی. دغه لقب په تاریخي ډول د سمندري رهبرانو سره تړاو لري چا چې سمندر د خپلي بریا د ډګر په توګه کارولی. یو مشهور قول وایي چې: “یو صاف سمندر هیڅکله ماهر ماڼو نه رامینځته کوي.” سمندر د بدلون، پاریدنې او نه اټکل کیدلو پخاطر پیژندل کیږي. یوه کښتۍ یو ماهر ماڼو ته اړتیا لري څوک چې په سمه توګه کړۍ اداره کړي، د چلولو له خطراتو څخه باخبر واوسي، او د هغو دښمنانو څخه باخبر واوسي چې په ناوړه او بې رحمانه ډول کښتۍ له کاره غورځوي او ماینونه ورته کري. پدې ګڼه کې یونپیت مجله د یو ماڼو پیژنیال وړاندې کوي چې د نارامو اوبو له امله بې حوصله کیږي نه، او خپل هیواد ته د خدمت کولو او د شاهي سعودي سمندري ځواکونو د چمتووالي د لوړولو لپاره کار کوي.
یو افسانوي مسلک
پخپل پوځي مسلک کې، سمندري ډګر جنرال فهد الغوفیلي په ډیر پوستونو کې کار کړي: د سمندر لاندې د جنګ مشر، د عملیاتي څانګې مشر، د استخباراتي څانګې مشر، د کښتۍ قوماندان، پوځي سلاکار، د سمندري اډې قوماندان، د بیړۍ قوماندان او د سعودي شاهي سمندري ځواک عمومي قوماندان.
د هغه تعلیم هغه د یو داسې غوره مسلک لپاره ښه چمتو کړی. هغه په سمندري ساینس او پوځي زده کړو کې لیسانس لري او د ملي امنیت ستراتیژي کې د ماسټری سند لري. هغه همداراز په ډیرو کورسونو او سیمینارونو کې لکه د استخباراتو، عملیاتو او ادارې برخو کې ګډون وکړ چې د هغه پوهې او مهارتونو ته یي ګټه ورسوله.
د هغه غوره خدمتونو او لاسته راوړنو هغه ته ډیر ویاړونه ور په برخه کړل: د کینګ فیصل امر دریم درجه، د کویټ د آزادۍ میډال، د سویل میډال، د پوځي تعریف لومړی درجه میډال، د لوړې مشرتابه میډال، د ټاپووزمې ځړیدلی میډال او ډیر نورې.
د سعودي شاهي سمندري ځواک
سمندري ځواکونه د بیړیو دوه مهمې ډلې اداره کوي، د بیړیو شرقي ډله په عربي خلیج کې او د بیړیو لودیځه ډله په سره سمندر کې. هر یو بشپړي پوځي وړتیاوې لري، د جنګي کښتیو، ملاتړ کونکي کښتیو، اداري او تخنیکي ملاتړ، سمندري هوایي ډلې، سمندري ځواکونو او ځانګړي سمندري امنیتي قطعې پشمول.
سعودي شاهي سمندري ځواک د پرسونل د وړتیاوې، زده کړې او روزنې پر اهمیت باندې پوهیږي. د باچا فہد سمندري پوهنتون، د تخنیکي مطالعاتو انسټیټیوټ، د سمندري ځواکونو ښوونځي او د سمندري قول اردو ښوونځي د سمندري روزنې مرکزونو او تمثیلونو د بشپړولو لپاره رامینځته شول.
له پیل راهیسې سمندري ځواکونو ژمنه کړې چې خپل مسؤلیتونه به ترسره کړي او خپل ماموریتونه به سرته ورسوي، د هیواد څخه دفاع کوي او د سیمه ایزې سولې او امنیت د ملاتړ لپاره په نړیوال سمندري ایتلافونو کې برخه اخلي.
د چمتووالي او امنیت ښه کول
سمندري ځواکونو د هغو بیړیو په واسطه چې په نړۍ کې ترټولو ګړندۍ ګڼل کیږي او همدارنګه د جنګي الوتکو پواسطه د خپلو کښتیو څخه ملاتړ کړی دی. هدف یې د سعودي شاهي سمندري ځواک عصري کول دی، د سعودي حیاتي او ستراتیژیکو ګټو د ساتلو لپاره د جنګي چمتووالی لوړول، د ځمکنیو اوبو خوندي کول، په عربي خلیج کې د سمندري امنیت تقویه کول او د سیمه ییز امنیت او ثبات په ساتلو کې مرسته کول دي.
مرستیال مدیر الغوفیلي د سمندري پرسونل، افسرانو او ضابطانو لپاره د روزنې سیستم پر عصري کولو باندې هم تمرکز کړی. دغه جنرال د هراړخیزو پرمختیایي پروګرامونو له لارې د سعودي شاهي سمندري ځواک رهبري کړې ده، ترڅو د وسلو او روزنې قراردادونو له لارې جنګي چمتووالي راپورته کړي. د سعودي 2030 منظرې سره په سمون کې، سمندري ځواکونه به د اغیزمنتیا داسې کچې ته ورسیږي چې د نړۍ غوره سمندري ځواکونو سره په مناسب ډول پرتله شي.
د ګډ تمرینونو اهمیت
مرستیال مدیر الغوفیلي د سمندري امنیت په زیاتوالي، د ځمکنیو اوبو په ساتنه، د پوځي همکاریو پر پیاوړتیا او د ملګرو ځواکونو سره د جنګي تجربې د تبادلې په برخه کې د ګډ تمریناتو پر اهمیت باندې ټینګار کوي. د سعودي سمندري ځواکونه په ګڼ شمیر تمرینونو کې برخه اخیستې ده چې هدف یې په سیمه کې سمندري امنیت ته وده ورکول او د سمندري جګړې د مفاهیمو متحد کول دي. د سعودي سمندري سرتیرو په مسلکي توګه وده کړې چې د عملیاتو په بیلابیلو ډګرونو کې د دقیق سمندري عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري، په شمول د دې چې په عربي خلیج او سره سمندر کې په هم مهاله توګه ماموریتونه ترسره کړي.
د دې تمرینونو په ډله کې – سمندري دفاع 20 – شامل و، چې په ختیځ ولایت الجبیل کې د شاه عبد العزیز په سمندري اډه کې د سعودي شاهي سمندري ځواک او د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو ترمنځ ترسره شو. مرستیال مدیر الغوفیلي د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د 5مې قطعې له قومندان څخه کوربتوب کاوه جیمز ملوی. د نوموړی دوه اونیو تمرین څخه هدف دا و چې سمندري امنیت وده وکړي، د سیمه ایزو اوبو ساتنه وشي او پوځي همکارۍ پیاوړي کړي. سمندري ځواکونه، د ځمکني او هوایي قطعې په شمول، په هغو سناریوګانو کې چې د واقعي کړکیچونو تمثیل و د ریښتني مهماتو سره روزنه ترسره کړه.
مرستیال مدیر مالیلو د کال 2019 د سپټمبر پر 14 مه د سعودي تاسیساتو د برید په پایله کې د ایران د یرغل پر وړاندې د سیمه ییز دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د سعودي شاهي سمندري ځواک د هڅو له امله د دې ځواک له مشرانو څخه ستاینه وکړه.
”د ځواب ویلو لپاره د سیمه ایزو همکارانو سره نږدې کار کول اړین دي،” ډګر جنرال. ملوی وویل. “د سعودي عربستان پاچاهي د سیمه ایز امنیت په وده، مشرتابه او مشارکت کې لوی متحد دی. الغوفیلي د سعودي عربستان او د سیمې د ټولو شریکانو او همدارنګه د نړۍ له ټولو برخو څخه چې سمندري تجارت پورې تړاو لري د دفاعي هڅو د همغږي کولو لپاره یو اړین عنصر دی. ”
د متحده ایالاتو قوماندان د سمندري زیربناو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ، لکه بندرونه، د تیلو ترمینلونه او تصفیه خانې، سمندري مخ نیونکي عملیات د قاچاق، تروریزم او نورو جرمونو د مخنیوي لپاره، او د ماینونو کشفولو او لرې کولو لپاره ځوابي اقدامات چې د لیږد په سمندري لیکو کې سوداګري ته ګواښ پیښوي.
ډګر جنرال وویل: “دا ډول پراخ تمرین زموږ پلان کونکي له ننګونې سره مخ کوي او زموږ د سیمه ایزو همکارانو زیاتیدونکي ظرفیتونه په ګوته کوي.” “همداراز د سعودي شاهي سمندري ځواکونو عملیاتي ژمنې ښکاره کوي او موږ ته وړتیا راکوي چې خپلې سرچینې یوځای کړو ترڅو یو واقعي او له ننګونو څخه ډک چاپیریال رامینځته کړو چې په ګډه پکې تمرین وکړو.”
تاریخي پس منظر
سعودي عربستان په عربي ټاپو وزمه کې یو ستراتیژیک موقعیت لري. دغه هیواد د 2 ملیون مربع کیلومتره څخه ډیر مساحت لري او د جزیرې دوه پر درې برخه يي نیولي ده. دغه هیواد په ختیځ کې د عربي خلیج او په لویدیځ کې د عقبې خلیج او سره بحیرې سره ګډه پوله لري او دا موقعیت ورته 2400 کیلومتره ساحل ورکوي. سعودي عربستان په سره بحیره کې ترټولو اوږد ساحل لري، چې د ختیځ سواحلو % 80 برخه جوړوي. سره بحیره جنوب لویدیځه آسیا له شمال ختیځي افریقا څخه جلا کوي. په سویل کې د هند سمندر او عربي سمندر په شمال کې د مدیترانې بحیرې سره نښلوي.
عربي خلیج د عربي ټاپووزمې ختیځ سرحد دی او د هرموز له تنګي څخه تر شت العرب پورې غزیږي. عربي خلیج د عمان سمندر سره وصل دی، چې د هرموز له لارې ختیځ خوا ته پروت دی. دا یو لوی نړیوال سوداګریز دهلیز دی، چې په ستراتیژیک ډول د نړۍ په یوه غوره سیمه کې موقعیت لري چې تیل تولیدوي. د نړۍ د تیلو دریمه برخه د عربي خلیج له لارې د نړۍ شاوخوا پیرودونکو ته لیږدول کیږي.
سعودي عربستان خپل سمندري ځواکونه رامینځته کړل ترڅو د هیواد له خاورې، سواحلو او ځمکنیو اوبو څخه دفاع وکړي. دا د کال 1950 په وروستیو کې د سمندري ځواکونو د ښوونځي په جوړولو سره پیل شو. په کال 1960 کې ریاض کښتۍ د کښتیو په قطعې کې لومړنۍ کښتۍ شوه. د ورپسې پراخیدنې په جریان کې سعودي عربستان په سمندري ځواک کې په ثابت ډول پرمختګ کړی، چې د خپل پوځي او سمندري ماموریتونو په سرته رسولو کې د پام وړ پرمختګ کړی. سرچينه: د سعودي عربستان دفاع وزارت
Comments are closed.