د عمان وسله وال ځواکونه له طوفان سره مبارزه کوي
په لیرې پرتو کلیو کې او د بشپړ تیارې لاندې، قوي بادونه او دروند باران د عمان سلطان د وسله والو ځواکونو د پرسونل له موټړو سره ونجنګیدل.
عمان د دوفار ولایت د صلالې ښار مرکز ته عسکر ولیږل تر څو د کال 2020 په می میاشت کې د طوفان له امله د رامینځته شوې ستونزې په کمولو کې مرسته وکړي.
وسله والو ځواکونو او د ملي دفاع وزارت د دوفار ولایت اوسیدونکو ته بشري مرستې ورسولې. پداسې حال کې چې د هیواد 11م پلی کنډک په سیمه کې ګزمه کوله، د عمان شاهي هوایی ځواک په ښارونو او کلیو کې د بند پاتې کسانو لپاره د ژغورنې عملیات ترسره کړل.
د دفاع وزارت پوځي انجینرانو د دوفار له دولتي ودانیو څخه د سیلاب اوبه راوویستي، او د بریښنا خراب شوي مزي او مات شوي جنراتورونه یې بیرته ترمیم کړل. د وسله والو ځواکونو د روغتیایي خدماتو ټیمونو په طوفان کې د ټپي شوي خلکو درملنه وکړه.
”د سلطان وسله والو ځواکونو د طوفان اغیزو د اداره کولو لپاره پلانونه پلي کړل او د دوفار ولایت خلکو ته یې بیړنۍ مرستې ورسولې، د سلطان وسله والو ځواکونو په ځمکه، هوا او سمندر کې خپل ټول ظرفیتونه او ځواک په کار واچول.” د 11مې پلي لوا قوماندان برید جنرال عبدالله بن محمد البدي وویل.
عمان له ډیرو ویجاړونکو طوفانونو سره مخ شوی دی. ترټولو خطرناک یې په کال 2007 کې د ګونو طوفان و، کوم چې د 50 کسانو دمړینې او د 4 ملیارد ډالرو زیان لامل شو. سرچينه: د عمان د دفاع وزارت
Comments are closed.