څانګېد سیمې هېوادونه کویټ د عام وژنې وسلو له ګواښ سره مخ ده By Unipath Last updated Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter د کویټ او د متحده ایالاتو امینتي ځواکونو د تروریستانو د فرضي کیمیاوي او رادیولوژیکي بریدونو پر وړاندې د دفاع په موخه د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د غبرګون پوځي تمرینات ترسره کړل. د وطن 1 تطبیقات د 2019 په مې کې د کویټ د اردو، ملي ګارد، ځانګړو ځواکونو، پولیسو، اور وژونکو او د ملکي دفاعي ادارو اړونده پرسونل سره یوځای کړل. له دوی سره د متحده ایالاتو د سپارټان د ځانګړې قطعې ځواکونو ملتیا کوله، چې د منځنی ختیځ دوست هیوادونو سره د هر هیواد د امنیتي اړتیاو پر بنسټ پوځی تمرینات ترسره کوي. د وطن 1 تمریناتو موخه د عام وژنې د وسلو، که هغه کیمیاوي، بیولوژیکي، رادیولوژیکي اټومي او نورې ویجاوړوونکي چاودېدونکي وسلې وي، پر وړاندې د مقابلې لپاره د کویټ چمتو کول وو. په دغو پوځي تمریناتو کې، د دې ډول نه اټکل کېدونکو توکو د بریدونو کنټرولولو پر مهال، د پوځي او ملکي سازمانونو تر مینځ د همغږۍ پر اهمیت باندې تینګار درلود. په یادو پوځي تمریناتو کې پر تروریستانو د لاسبري او د ملکي وګړو د موندنې لپاره پوځي بریدونه او د تصفیې عملیات یوځای ترسره شول چې په دې عملیاتو کې د ډلوژنې وسلو له کبله د ورانیو له منځه وړل شامل وو. نوموړي تمرینات د کورنیو چارو وزیر د مرستیال ډګر جنرال آصم النهام تر لارښوونې لاندې تر سره شوو. ډګر جنرال اصم وویل چې د هغه رییس شیخ خالد الجراح الصباح، چې د صدر اعظم مرستیال او د کورنیو چارو وزیر دی، د بحران د قابو کولو په موخه د یوځای شوو ملکي-پوځي کړنلارو جوړلو ته ژمن دی. سپارټان ځانګړې قطعه د متحده ایالاتو له اردو او د ملي ګارد له لیواګانو څخه تشکیل شوې ده، چې په منځنی ختیځ کې د شریکانو په غوښتنه ځانګړي تعلیمات چمتو کوي. د سپارټان د ځانګړې قطعې قومندان، تورن جنرال بنجامین کورل وویل، چې د متحده ایالاتو سرتیري چې د سپارټان ځانګړې قطعې سره تړاو لري. د همغږۍ د زیاتولو، د امنیت د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو موخو د لاسته راوړلو لپاره له سیمه ایزو شریکانو سره څنګ په څنګ کار کوي. د قوي مشارکت او منظمو پوځي وړتیاوو له لارې به مونږ د بحران پر مهال ګډ او بېړني عمل کولو لپاره چمتو اوسو. سرچینې: د متحده ایالاتو اردو، الانبا، الرای Facebook Twitter Share
Comments are closed.