30 کاله د شراکت
قزاقستان او متحده ایالاتو د جمعي تخریب وسلو برنامو اټومي او بیولوژیکي ضایعاتو ځایونه پاک کړي
د متحده ایالاتو د دفاعي ګواښ کمولو اداره
په 1991 کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو او له سیمې څخه د روسیې د بیړني وتلو وروسته، د قزاقستان نوی حکومت د چاپیریال بیارغونې، د خطرناکو جمعي تخریب وسلو (WMD) تاسیساتو تړلو، او د هغه نفوس سره چې 40 کاله د WMD ذخیره کولو او آزموینو سره مخ وو تړلي روغتیایي ستونزو سره د معامله کولو لویو ننګونو سره مخ وو.
ډېر ژر د دغو ستونزو سکوپ په پېژندلو سره، قزاقستان د مرستې لپاره د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره په اړیکه کې شو. له 30 څخه زيات کلونو د مشارکتونو او همکارۍ وروستو، قزاقستان د نه پراختیا نړیوال تړونونو په لاسلیک کولو سره د دې لارې مخکښ وګرځید او بیا د نه پراختیا په برخه کې د نړۍ مشر شو چې دا نن هم دی.
دې مشرتابه د 2023 د نومبر په پېل کې دوام وکړ کله چې ربیکا هرسمن، د متحده ایالاتو د دفاع د ګواښونو کمولو ادارې (DTRA) رئیسې او کنګسټن ریف، د ګواښ کمولو او د وسلو د کنټرول لپاره د دفاع وزارت مرستیال منشي، قزاقستان ته سفر وکړ ترڅو قزاقي چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نه خپرېدو د همکارۍ 30 کاله ولمانځي.
په دې مصروفیتونو کې د قزاقستان د روغتیا، کرنې او انرژۍ وزارتونو، ملي ګارد او ملي اټومي مرکز (NNC) سره د متحده ایالاتو خبرې اترې شاملې وې څو د نه خپرېدو په اهدافو کې د نړیوال مشرتابه رول لپاره د قزاقستان ستاینه وکړي.
هرسمن د ملي ګارد او NNC مشرتابه دواړو سره د تفاهم نوي یاددښتونه (MOU) لاسلیک کړل ترڅو د متحده ایالاتو-قزاقستان د چترۍ تړون لاندې د اټومي امنیت دوامداره همکارۍ لپاره ګډ اهداف او توقعات تنظیم کړي.
د اټومي کثافاتو ستونزه
په 1991 کې د خپلواکۍ د اعلان دمخه، قزاقستان د شوروي اتحاد د ستراتیژیکو اټومي او دودیزو ځواکونو یوه مهمه برخه درلوده. د 1940 لسيزې د وروستيو راهیسې، شورويانو د قزاقستان د سیمیپلاتینسک اټومي آزموینې سایټ کې لږترلږه 456 اټومي آزموینې او تجربې ترسره کړې.
د دغو تاسیساتو سربېره، قزاقستان ته په پاولودر کې د کیمیاوي وسلو د تولید فابریکه او په سټیپنوګورسک او الماټا کې د بیولوژیکي وسلو کارخانې او تاسیسات په میراث پاتې شول.
قزاقستان د نورو پلانټونو او سایټونو کوربه توب هم کړی چې د ستراتیژیکو منرالونو کان کیندنه او پاکونه یې کوله او دودیزې وسلې یې تولیدولې. د شوروي محرمیت (پټوالي) ډاډمنه کړه چې د قزاقستان حکومت لږ شمېر چارواکي د دې WMD نظامي-صنعتي تصدیو، د نظامي ځواکونو د آزموینې تاسیساتو او د وسلو رینجونو څخه خبر وو.
له 40 کلونو څخه ډېر وخت لپاره د اټومي آزموینو په رڼا کې، د نوي خپلواک قزاقستان د هغه وخت ولسمشر نورسلطان نظربایف، د ستراتیژیکو وسلو د کمولو تړون (START) او د نه پراختیا تړون (NPT) دواړه لاسلیک کړ او د قزاقستان د اټومي انرژۍ اداره یې جوړه کړه. دې نوې ادارې ته د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې او د هغې د پلټونکو او کارپوهانو له ټیم سره د اړیکو مسؤلیت وسپارل شو. د سیمیپلاتینسک سیمه د 1.3 ملیونو خلکو کور و، او شاوخوا 30,000 اوسېدونکي یې د شوروي د اټومي آزموینې له امله د وړانګو سره د مخ کېدو له امله زیانمن شوي وو. ولسمشر نظربایف له دې چاپېریالي او روغتیايي کړکېچ سره د مرستې لپاره نړیوالې ټولنې ته سترګې واړولې.
نظربایف پوهېده چې د سیمیپلاتینسک تاسیساتو په تړلو کې نه یوازې د دې وژونکي زیربنا له منځه وړل او د آزموینې پای ته رسول شامل دي، بلکه د ککړې ځمکې بېرته ترلاسه کول، د خاورې او چاپیریال بیارغونه او په سیمه کې اوسېدونکو خلکو سره مرسته کول هم شامل دي.
کله چې روسانو په عاجله توګه دا ځای پرېښود، د قزاقستان حکومت، د قزاقستان د اټومي انرژۍ ادارې د مشر په توګه د ولادیمیر شکولنک د ټاکلو له لارې، په چټکۍ سره د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیواله اداره او د متحده ایالاتو د انرژۍ او دفاع وزارتونه ښکیل کړ او د متحده ایالاتو اټومي انجینرانو او فیزیک پوهانو ته یې بلنه ورکړه چې د قزاقستان څخه لیدنه وکړي.
د سیمپلاټینسک ډیری سیمو، د ډیګیلین غره کمپلیکس په شمول، د چاپیریال خطر رامنځته کړ. په سیمه کې خلک او څاروي دواړه د ثانوي وړانګو سره مخ شوي وو. د قزاقستان حکومت د متحده ایالاتو د دفاع وزارت څخه د مرستې غوښتنه وکړه ترڅو په دیګیلین کې د 181 ککړو تونلونو په بندولو کې مرسته وکړي او په سیمیپلاتینسک کې موادو سره تړلي بې شمېره نور خطرونه په نښه کړي.
یوه ګډه هڅه
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت موافقه وکړه. غوښتل شوې پروژې د متحده ایالاتو د کانګرس ملاتړ درلود او اټکل شوی لګښت یې د نړیوال WMD د نه پراختیا هڅو لګښت ته د ورته پروژو ارزښت درلود. دې پروژې د متحده ایالاتو لپاره د نوې امنیتي ستراتیژۍ یوه برخه رامنځته کړه چې د جمعي تخریب وسلو او د دوی ټیکنالوژیو آزموینې کمولو لپاره یې پریمیم (جایزه) مقرر کړ. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر د 1995 په پېل کې دا پروژه تصویب کړه، او د هغه وخت د ساينس او نوې تيکنالوژيو وزیر ولادمير شکولنک د “اټومي وسلو زیربنا له منځه وړلو” نوی تړون لاسلیک کړ.
د قزاقستان ملي اټومي مرکز د کار د ټولو اړخونو د ترسره کولو مسولیت په غاړه درلود، د تونل چمتو کولو، ساینسي اندازه کولو، د چاودېدونکو توکو ویجاړولو او د تونلونو د تړلو په شمول. د متحده ایالاتو متخصصینو تخنیکي لارښوونې، د کیفیت کنټرول او د کار تصدیق چمتو کړ.
لږ وخت وروسته، وزیر شکولنیک د نظارت د نوي نړیوال سیسټم آزموینې لپاره د ډیګیلین غره کمپلیکس د کارولو وړاندیز وکړ. دا سیسټم، چې دمګړۍ به د جوړېدو په حال کې وو، د څارنې 321 سټیشنونه ولري چې د ټولې نړۍ د تړون په هېوادونو کې موقعیت لري. دا سټیشنونه به د زلزلې، انفراساؤنډ، هایدرواکوسټیک، او رادیونکلایډ ډیټا راټولوي، او 16 تصدیق شوي تحلیلي لابراتوارونو ته به یې لیږدوي.
د دې آزموینو پایلو څرګنده کړه چې قزاقستان کولی شي په سیمه کې د اټومي آ+زموینې راتلونکي څارنې لپاره د یوې غوره سیمې په توګه کار وکړي. د هرې اټومي آزموینې د زلزلې څپې به د شمال ختیځ قزاقستان د توپوګرافیک او جیولوژیکي جوړښتونو څخه د لږترلږه مقاومت سره مخ شي. وروسته بیا، د قزاقستان د ملي اټومي مرکز ساینس پوهانو او د کولمبیا پوهنتون د لامونټ-ډوګرټي فضا څارونکي یوه ګډه پروژه رامنځته کړه ترڅو د اته پراخه سیسمولوژیکي سټیشنونو يوه لړۍ رامنځته کړي چې کولی شي طبیعي، سوداګریزې او اټومي چاودنې وڅاري او وپېژني. دا سټیشنونه به د نړیوالې څارنې سیسټم برخه شي.
د بیولوژیکي وسلو ګواښ
شوروي اتحاد په نړۍ کې د یرغلیزو بیولوژیکي وسلو ترټولو ښه تنظیم شوې او پیاوړې برنامه درلودله. د سټیپنوګورسک بیولوژیکي وسلو کمپلیکس په 1980 کې جوړ شوی و او د مسکو لخوا پرمخ وړونکو لسګونو سایټونو څخه یو وو. انتراکس، تولاریمیا، طاعون، چیچک، ماربورګ ویروس او نور پيتوجينز په لوی مقدار کې تولید شوي او چمتو شوي وو ترڅو په هغه وسلو کې ځای په ځای کړای شي چې شورويانو یې د جګړې په وخت کې د کارولو تصور کاوه.
د سټیپنوګورسک کمپلیکس د 25 ودانیو څخه جوړ وو چې د 2 مربع کیلومتره څخه ډېره ساحه یې نیولې وه. یوه برخه یوازې په لوی مقدار کې د انتراکس تولید لپاره ځانګړې شوې وه. په بشپړ ډول متحرک، دغو تاسیساتو وکولی شو په 10 میاشتو کې 300 میټریک ټنه انتراکس تولید کړي.
د شوروي اتحاد انحلال قزاقستان د دې وژونکي کمپلیکس سره پرېښود. پر متحده آيالاتو د 2001 کال د 11 سپتمبر له تروریستي بریدونو څخه وروسته، یو دښمن دولت یا ترهګرې ډلې ته د بیولوژیکي وسلو د لېږد مخنیوی د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ مهم هدف وګرځید. د ولسمشر نظربایف حکومت متحده ایالات او اروپایي اتحادیه د بیولوژیکي وسلو د مخنیوي په نوو کوپراتیف برنامو کې ښکیل کړ. د متحده ایالاتو-قزاقستان لومړنۍ پروژو څخه یوه د ساینسي څیړنې په کرهنیز انسټیټیوټ کې ترسره شوه چې اوس د بيولوژيکي امنيت ستونزو د څيړنې اداره بلل کيږي، د نوي هېواد یوازینۍ اداره چې په وترنري ویرولوژي تمرکز کوي.
د انسټیټیوټ رئیس پروفیسور سیدګپبار مامادالییف وړاندیز وکړ چې د قزاقستان حکومت د متحده ایالاتو د بیولوژیکي وسلو د پراختیا مخنیوي برنامې سره د احتمالي ګډې پروژې په توګه د انسټیټیوټ د پاتې شوي میوزیم د امنیت او خوندیتوب وده په پام کې ونیسي. لومړنۍ پروژه په اپریل 2000 کې پېل شوه. په راتلونکو دریو کلونو کې، د کرنې انسټیټیوټ ساینس پوهانو موزیم او د انسټیټیوټ پاتې برخې له سره ورغولې، نوي امنیتي سیسټمونه یې جوړ او نصب کړل، او د پرسونل لپاره یې د بیولوژیکي خوندیتوب روزنه ترسره کړه.
تر 2000 پورې، په الماټی کې د قزاقستان د طاعون ضد مرکز 10 سیمه ایز سټیشنونه او 17 ساحوي سټیشنونه رامنځته کړي وو، کارکوونکي یې ګمارلي وو او فعاله کړي یې وو چې په ښارونو، کلیو او د کوچیانو په طبقو کې چې د هېواد په پراخه ساحه کې ژوند کوي د طاعون د خپرېدو د څارنې کولو وړتیا لري. د ګواښ د کمولو او ځواب ورکولو تر برنامې لاندې، د متحده ایالاتو چارواکي چمتو وو چې قزاقستان سره مرسته وکړي ترڅو په لېرې پرتو ساحوي سټیشنونو کې د نوي لابراتوار تجهیزاتو، کمپیوټرونو او د کشف تجهیزاتو سره د طاعون ضد سوله ایز سیسټم پیاوړی او عصري کړي.
د 2004-05 په موده کې، په قزاقستان کې څلور نور لابراتوارونه او طبي مرکزونه د همکاريز ګواښ کمولو (CTR) او د ګواښ استازي کشف او د ځواب ورکولو برنامې سره یوځای شول. د قزاقستان ساینس پوهانو او د متحده ایالاتو بیولوژیکي متخصصینو او د پروژې مدیرانو د نویو پروژو لپاره اړتیاوې رامنځته کړې چې د تشخیص وړتیاوې به عصري کړي ترڅو په لېرې پرتو ساحوي سټیشنونو کې د خطرناکه رنځجن ډولونو ساتلو اړتیا کمه کړي او د روزل شوو ساینس پوهانو یوه شبکه رامنځته کړي ترڅو د بیولوژیکي وسلو د یو ترهګریز برید مخنیوی وکړي، کشف او حصار یې کړي.
قزاقستان په دې نوې برنامه کې له متحده ایالاتو سره د همکارۍ په برخه کې یو له مخکښو هېوادونو څخه شو. تر 2005 پورې، د همکارۍ ورته پروژې په ګرجستان او ازبکستان کې د ارزښت وړ وګڼل شوي او پلي کېدلې. په 2005-2006 کې، د آذربایجان او اوکراین سره د خبرو اترو په پایله کې د دوه اړخیزو همکاریو تړونونو په پلي کولو سره د بیولوژیکي پراختیا د مخنیوي نوې برنامې رامنځته شوې.
د دې پروژو څخه یوه ترټولو مشهوره په ارال سمندر کې د وزروزډينيا ټاپو د پاکولو هڅې وې چې د خپلواکۍ وروسته د ازبکستان تر کنټرول لاندې وې. دا شورويانو د وژونکي رنځجن پيتوجن په اړه د څېړنې له لارې ککړه کړې وه.
د شوروي اتحاد د پريښودل شوي د WMD د تاسیساتو د دوی د ککړتیا څخه پاکولو او خوندي کولو لپاره ډېرې هڅې او سرچینې مصرف شوي. په 30 کلونو کې، د قزاقستان حکومت او خلک نه یوازې د WMD پخوانیو ساحو د خوندي کولو او اصلاح کولو په هڅو کې د قربانیانو څخه نه يوازې اتلان شوي، بلکې د WMD د نه پراختیا په هڅو کې نړیوال مشران هم ګرځیدلي.
په نومبر 2023 کې قزاقستان ته د DTRA د سفر په جریان کې، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال منشي ریف دا د پام وړ لاسته راوړنې په ګوته کړې.
هغه وویل: “د نړیوال اټومي امنیت او بیولوژیکي امنیت د پیاوړتیا لپاره د قزاقستان هڅو نړۍ خوندي کړې ده.” “دا د ویاړ خبره وه چې په مستقیمه توګه زمونږ د مشارکت ډېرې مېوې ولیدل شوې او د دوامداره همکارۍ لپاره د تمرکز پر برخو باندې بحث وشو.”
Comments are closed.