یو بولوارک د ترهګرۍ پر ضد
مصر پاریدلي افراطیت ته د نړیوال ګواښ په سترګه ګوري
جګړن جنرال. موساد الشیشتاوی، د مصر وسله وال ځواکونه
دمصري-امریکایي روښانه ستوري ګډ تمرین په منځني ختیځ کې یو له سترو او مهمو پوځي تمرینونو څخه دی. د 1980 راهیسې، روښانه ستوري هڅه کړې چې په ډیری برخو کې مهارتونه سره تبادله کړي او د ننګونو سره د مبارزې لپاره همکاري پیاوړې کړي، چې تروریزم یو له هغو څخه دی.
ترهګري هم هغه خلک خوري څوک چې دا تولیدوي، څوک چې یې ساتي او څوک چې د دې ملاتړ کوي. دا هیڅ قومیت یا مذهب نلري. دا د انساني وجود او تمدن دواړو لپاره یو نړیوال ګواښ دی. دې لا دمخه هر ملت او ټولنه اغیزمنه کړې او حتی لوی قدرتونه یې هم له خطرونو څخه خوندي ندي.
ترهګرۍ پر مصر او یو شمېر نورو هېوادونو ګوزارونه کړي دي. ترهګر لا دمخه اروپا او متحده ایالاتو ته د نږدې کېدو په حال کې دي، او تروریزم په افریقا کې د خپرېدو په حال کې دی. کورنئ یا څو مليتي ډلې کولی شي بهر ته ورسیږي ترڅو په بل ځای کې قربانیان رامنځته کړي. د بېلګې په توګه، د الوتکې تښتول د ډیری هېوادونو مسافر اغېزمن کوي.
تروريزم په عمومي ډول هغه عمل ته ويل کيږي چې د تاوتريخوالي او ګواښونو له لارې د يو فرد، ډلې، سازمان يا هېواد د وېرولو هڅه کوي، چې د وژنې، تخريب، سبوتاژ، شکنجه کولو او د مورال له منځه وړلو له لارې وېره او بې ثباتي خپروي تر څو هغه سیاسي موخې ترلاسه کړي چې د موجوده قوانینو او دودونو له مخې د منلو یا اجازه ورکولو وړ ندي.
نړیواله ترهګري په ژوند او عامه یا شخصي ملکیت باندې د هرډول برید په معنی ده چې په یو هېواد کې د ډلو لخوا په بل هېواد کې د اوسېدونکو پر وړاندې ترسره کیږي او د نژادي او توکمیز تبعیض عملونه پکې شامل دي چې په کې ځینې هېوادونه ښکیل وي.
ترهګر اکثراً د ټولنیزو رسنیو او سپوږمکۍ ټلویزیونونو په کارولو سره په یوه هېواد کې د خلکو د مورال له منځه وړلو او د دې د وړتیاوو په اړه د شکونو د پیدا کولو لپاره رواني عملیات ترسره کوي.
د پوهاوي د زیاتوالي او د تروریستي فریبونو سره د مبارزې لپاره د غلط فهمیو په چټکه او دقیقه توګه روښانه کول اړین دي، او د غلطو داستانونو ردول د هرچا مسؤلیت دی.
دا د تروریزم او سازمان شوي جرم، کوم چې تروریزم ته ورته دی، ترمنځ اړیکو په اړه زمونږ لارښوونه کوي، پدې معنی چې هر یو یې د سازمان شوي تاوتریخوالي څرګندونه ده چې د داسې ډلو او سازمانونو لخوا رهبري کیږي چې په پټه او دقیق ډول د عملیاتو د پلان کولو د پام وړ تنظیمي وړتیاوې لري. سازمان شوی جرم په ځیني تعقیب شوي میتودونو کې تروریزم ته ورته دی.
د ترهګرۍ لاملونه مختلف دي. لومړی، د ځینو هېوادونو او سیاسي سازمانونو لخوا د تروریزم تمویل د دې لامل کیږي چې د نړۍ په کچه دا وده وکړي او پراخه شي، چې د دې دولتونو او سیاسي سازمانونو لاسرسی پراخوي.
دوهم، د ځینو قدرتونو یا دولتونو متضاد اهداف او ګټې پداسې حال کې امنیت او ثبات تر خپل اغیز لاندې راوستل غواړي چې دوی خپلو ګټو او د خپلو متحدینو ګټو ته خدمت کوي. دا ډیری وختونه د “دولت لخوا تمویل شوي تروریزم” په نوم یادیږي.
درېیم، منفي ټولنیزې پدیدې لکه بېکاري، بې وزلي او فساد — په ځانګړې ډول کله چې د دولتي ادارو تر منځ ګډوډي وي — د افراطیت سره مرسته کوي.
څلورم، مونږ نشو کولی له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د مذهبي، کلتوري او د رسنیو بې کفایتۍ او کلکه بنسټپالنه له پامه وغورځوو چې د واقعیت یا سالم مذهبي نصوصو په تفسیر کې د دلیل کارول ردوي. همدا ډول، د کرکې ډک تبلیغاتو معاش اخستونکې خولې د هدف لاندې نیول شوي ملت په منځ کې بې اتفاقي خپروي او په هغه ټولنه کې سوله او امنیت ګډوډوي.
د ترهګرۍ له ودې سره، د داعش، اسلامي جهاد، القاعدې، انصار بیت المقدس، په نایجیریا کې د بوکو حرام او په سومالیا کې د الشباب په ګډون د تورو بیرغونو لاندې د مذهب په نوم د افراطي ایډیالوژۍ، تکفیریت او ډار اچونې سره تړلو د څو بنسټونو او سازمانونو په راڅرګندېدو سره مسایل نور هم پیچلي شوي دي. د دوی شیطاني اهداف د تباهۍ، قتل او بربادۍ ترویج کوي او ټولو خپله وحشیانه فلسفه د دیني نصوصو غلطو تعبیرونو له لارې د اسلام په تحریفولو سره صادره کړې ده.
په دې اړه، په ښه توګه تمویل شوي د سپوږمکۍ تلویزیون ډیری سټیشنونه شتون لري چې د “میډیا او اي تروریزم” د چوکاټ یوه برخه ده کوم چې د سیاسي اهدافو په خدمت کې معلومات او انټرنیټ د ډارولو او جبري کار اخستنې موخو لپاره کاروي. دا طریقې تر ډېره حده د هغه رول چې معلوماتي ټکنالوژي یې د ژوند په ټولو برخو کې لوبوي او همدارنګه د عصري جګړې د لومړنیو میتودونو په توګه د مخکې ذکر شوي رول سره تړاو لري.
مصر ټینګار کوي چې ترهګري هیڅ قومیت او مذهب نلري او باید په هر ځای کې یې هرې بڼې او ډول پر وړاندې مبارزه وشي. له همدې امله د نړۍ ملتونه باید دا مبارزه د هغو مسؤلیتونو په منځ کې ځای په ځای کړي چې دوی یې د خپلو خلکو او انسانیت پر وړاندې لري.
په پایله کې، که چېرې دا هېوادونه واقعاً د خپلو خلکو لپاره د ښه ژوند خوندي کولو ته لېواله وي، دوی باید عمل وکړي ځکه چې دا پداسې حال کې ممکنه نه ده چې ترهګر لا هم داسې څوک مومي چې پناه، لارښوونه، تمویل او وسلې ورکول غواړي او دې ته د پراخېدو لپاره ځای پرېږدي.
دا هغه څه دي چې مصر ویلي او ولسمشر عبدالفتاح السیسي یې په وار وار خبرداری ورکړی دی. مصر د ترهګرۍ د مسلې په اړه مبهمه معامله نه کوي لکه څنګه چې ځینې هېوادونه یې د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره کوي. مصر له ترهګرۍ سره مخ دی چې په کې د بهرنیو هېوادونو عناصر او د سپوږمکۍ تادیه شوي چینلونه برخه اخلي. مصر ډیری وخت د هغو ترهګرو سازمانونو سره د مقابلې او د دوی د افشا کولو له امله زیانمن شوی دی چې د نړیوالو سازمانونو سره متحد دي او ورڅخه ملاتړ ترلاسه کوي.
د تروریستي عناصرو په وړاندې په خپله جګړه کې، مصر هم په دې پوهیږي چې هغه د سیاسي یا قانوني ادارې سره مخ نه دی بلکې د پټو رذیلو سازمانونو سره مخ دی چې ملي هویت نه پېژني، دا هغه سازمانونه دي چې ورڅخه د پولې هاخوا ترهګرې حجرې رامنځته شوي څو نه یوازې په مصر کې بلکې د نړي په سطح هم تباهي او فساد خپور کړي. دغه ترهګرې حجرې د دولت د ثبات ویجاړولو ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه په مصر کې د جګړې رامنځته کولو په لټه کې دي، په ځانګړې توګه له هغې وروسته چې دغو سازمانونو د هغو هېودادونو لخوا د پراخو تمویلونو په ترلاسه کولو سره وده وکړه او څو ملیته شول چې د مصر ملي ساختار له منځه وړلو (ناکامو) هڅو په ترڅ کې دې ته زیان رسول غواړي، کوم چې زمونږ د ملې ځواکونو متحرک کېدل اړین ګرځوي څو د تروریزم د دوی له رېښو څخه له منځه وړولو کې بریالي شي.
مصر د نړۍ په استازیتوب د دې مجرم تروریزم پای ته رسولو لپاره جګړه کوي کوم چې د ودې او پرمختګ مخه نیسي او د مصر ځوانان په نښه کوي، که هغه افسران وي، که سرتیري او که بې ګناه ملکي وګړي.
په همدې خاطر په فبروري 2019 کې په شرم الشیخ کې د عربي هېوادونو د اروپایې اتحادیې سرمشریزه جوړه شوه چې څه د پاڅه 50 هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و ترڅو په سینا او سرحدي سیمو کې د تروریستي عناصرو پر وړاندې د نړۍ په استازیتوب د مصر جګړې تر شا د ترورېزم او غیر قانوني مهاجرت موضوع ګانې په ګوته کړي.
د پوځونو په ډله ایز تحرک سره، زمونږ وسله والو ځواکونو، د دولتي پولیسو په همکارۍ، د تروریزم د له منځه وړلو او په شمالي او مرکزي سینا کې د دې سرچینې وچولو لپاره بې شمېره عملیات ترسره کړل کوم چې د هغې بشپړې او دقیقې څارنې په اساس وو چې د هېواد په هر انچ کې د امنیت پلي کولو او په سینا کې د لوی پرمختیایي عملیاتو پېل کولو لپاره اړین شرایط رامنځته کولو په موخه د نظامي او استخباراتي هڅو پایله وه.
هوايي ځواک په شمالي او مرکزي سینا کې د وسله والو ځواکونو د قانون پلي کونکو پرسونل او پولیس او ملکي اهدافو باندې د بریدونو لپاره د ترهګرو عناصرو لخوا د مرکز په توګه کارول شوې څو پوستې، پټنځایونه او د وسلو او مهماتو ډیپو په نښه کړ. د اردو او پولیسو ګډ عناصرو هم د دولت لپاره د ستراتیژیک اهمیت مهم اهداف خوندي کولو لپاره اقدامات ګړندي کړي.
لنډه دا چې، مصر په سمه لاره روان دی او د هرې تروریستي پیښې یا ناوړه دسیسې څخه به ونه ډار شي چې سره له زمونږ د سترو ملي لاسته راوړنو او زمونږ د خلکو — چې د تروریزم او دسیسې پر وړاندې زمونږ تر ټولو ستره وسله ده — مقاومت په تاوتریخوالي او قهر کې زیاتوالی راولي.
مصر د ترهګرۍ پر وړاندې پياوړی ولاړ دی، د پياوړي اقتصاد او په پراخه کچه د ودانولو ملي پروژو مشري کوي کوم چې به، د خدای په خوښه، دغه هېواد د سوکالۍ او پرمختګ پر لور بوځي، چې د مصر د خلکو په مخ به يوه موسکا او مصر به په افریقا او عربي نړۍ کې د مشر په توګه خپل مقام ته بېرته راولي.
دا د نیکمرغۍ څراغونه دي چې د صحرا په اوږدو کې خپل شین رنګ خپروي — د بې وزلو لپاره د ښو کورونو، د برېښنا سټیشنونو چې تیاره په رڼا بدلوي، او د سړکونو شبکو چې د مصر ټولو کونجونو ته د ژوند لیکې برابروي جوړول. دا زمونږ د سترې اردو لپاره د نویو وسلو او زمونږ لویې خاورې ته د سولې او امنیت د راستنېدو معنی هم لري.
مصر دې ثابت او خوندي پاتې شي، د الله تعالی او د هغه د ریښتینې وعدې څخه مننه چې ”څوک چې دننه شي هغه به خوندي وي.“ مصر دې په وفادارۍ او صداقت سره رهبري شي او زامن یې د ځمکې ترټولو غوره سرتیري وګرځي. زمونږ هېواد به، د خپل دود او د خلاصون روح سره، ویاړلی اوسي او په خپلو لرغونو خلکو ویاړلی اوسي چې د نیل د ابدي سیند په څنډه کې یې په زرګونو کلونو کې تمدن جوړ کړی دی.
Comments are closed.