کویټ ښځینه سرتیرو ته د لارې پرانیستل ملاحظه کوي
یونیپث کارکونکی
نظامي استخدام ته وده ورکولو یوه اقدام په لړ کې، د کویټ وسله وال ځواکونه په اردو کې ښځو ته د خدمت کولو اجازې ورکولو ګټې څیړي.
تورن جنرال خالد الکنداري، د کاري ځواک د دفتر رئیس معاون، اعلان وکړ چې د ښځینه و د ګومارنې په تړاو څیړنه د 2021 پای مودې لپاره مهالویش شوې ده.
دا بحث چې آیا په وسله والو ځواکونو کې ښځې شامل کړو، د “هغوی له ډلو اوسئ” په نوم یادیدونکي د استخدام کمپاین پرمهال په 2021 سپتمبر کې راپورته شو، چې د کویټ د دفاع وزارت لخوا په لاره اچول شوی و.
کویټ په 2018 کې ورته حرکت ملاحظه کړ، کله چې د کویټ پخواني دفاع وزیر شیخ ناصر الصباح د اردو خدمت کې د ښځو منلو پلوي وکړه. هغه مهال شیخ ناصر وویل “د اردو ملي خدمت سره د ښځو یوځای کیدلو باندې هیڅ اعتراض شتون نلري که هغوی وغواړي،”
ښځې د کویټ نورو امنیتي خدمتونو کې واردمخه خدمت کوي، مګر اردو کې لاهم نشته. ښځو په 2008 کال کې د 40 نفري پیلي ټولګي سره د پولیسو افسرۍ روزنه پیل کړله. په 2016 مارچ کې، لومړۍ پنځه کویټي ښځینه پولیسې د کویټ ملي شورا کې د ساتونکو په توګه د امنیتي ځواکونو سره یوځای شوې.
د ښځو ځواکمن کولو لپاره د عرب خلیج دولتونو هڅه ورو مګر په تدریج سره پرمختګ کوي ځکه چې ښځو په هغه بستونو کار کول پیل کړي دي چې یو مهال په اردو او امنیتي اسبابو کې د نارینه و لپاره ځانګړي و.
له 30 څخه ډیر کلونه مخکې، د بحرین دفاع وزارت ښځو ته اجازه ورکړه د اردو څو څانګو کې خدمت وکړي، او ځینې یې لوړو رتبو ته ورسیدلې. په 2009 کې، دوه بحریني ښځو په بحرین کې د شاهي قوماندې، کارمندانو او ملي دفاع کالج کې د آمرینو په توګه د قوماندې او عمومي کارمندانو پروګرام څخه په فراغت سره تاریخ جوړ کړ.
متحده عربي امارات په خلیج سیمه کې د ښځو لپاره د لومړي نظامي کالج، خوله بنت الازور نظامي ښوونځي کوربه دی چې د 1991 راهیسې پرانیستی دی. په قطر کې لومړی ځل په 2018 کې ښځو ته د ملي خدمت لپاره د رضاکارۍ اجازه ورکړل شوه. سرچینې: الجزیره، الحورا
Comments are closed.