کویټ هڅه کوي چې خپل وسلوال ځواکونه عصري کړي
د 2020 په نومبر کې د کویټ له دفاع وزارت څخه د لیدنې پرمهال، جلالتماب امیر شیخ نواف آل احمد الجابر الصباح ژمنه وکړه چې د وسلو او تجهیزاتو په عصري کولو سره به د خپل هیواد وسلوال ځواکونه عصري کړي.
امير وويل، “موږ به خپل پوځ ته د مډرنو وسلو او موټرو په ورکولو کې سستي او بې غوري ونکړو، او هر هغه څه به ورته برابر کړو چې د خپلې دندې د بشپړ ترسره کولو لپاره ورته اړتيا لري. او موږ به په ټولو څانګو کې د خپل پرسونل د روزنې او چمتووالي د پرمختګ او نوي کولو لپاره کار ته دوام ورکړو.”
واک ته د رسیدو څو لسیزې دمخه، شیخ نواف د کویټ د امنیت په برخه کې د څو مهمو ادارو مشري کوله. هغه په بېلابېلو وختونو کې د دفاع وزیر، د کویټ ملي ګارد مرستیال قوماندان او د کورنیو چارو وزیر په توګه دندې ترسره کړي.
شیخ نواف د خپل اوږد خدمت په دوره کې د خپل هیواد د دفاعي سیستمونو مډرن کولو او پرمختیا سره مرسته وکړه، چې ډیری یې هغه مهال ویجاړ شوي چې عراقي دیکتاتور صدام حسین په 1990 کې پر دغه هیواد یرغل وکړ.
د 1991 په فبروري کې د کویټ تر آزادیدو وروسته، د کویټ پرله پسې حکومتونه اړ وو چې دولتي ادارې له سره ورغوي.
د نورو وسلو پیرودلو سره کویټ په 2018 کې له متحده ایالاتو څخه د 28 سوپر هورنټ د پیرلو تړون لاسلیک کړ: 22 یو سیټه F / A-18E او شپږ دوه سیټه F / A-18F.
په کویټ کې د متحده ایالاتو پخوانۍ سفیره الینا رومانوسکي وویل چې د کویټ پوځ له متحده ایالاتو څخه د 218 M1A2K ټانکونو د پیرلو تړون لاسلیک کړ، چې د کویټ امنیت د متحده ایالاتو د ژمنو یوه برخه ده. متحده ایالات له کویټ سره د مډرن پوځ په جوړولو کې مرسته کوي چې پکې د اصولو، پالیسیو، تشکیلاتو، روزنو، تجهیزاتو او د توکو پیاوړي کول شامل دي.
رومانوسکي وویل، “موږ د کویټ د امنیت په برخه کې د خپلو ژمنو د یوې برخې په توګه یاد هېواد سره مرسته کوو چې مډرن پوځي تجهیزات ترلاسه کړي.”
سرچینې: alkhaleejonline.net ،USNI News، د پوځي همکاریو دفتر – کویټ
Comments are closed.