کویټ د پولیسو تر ټولو لوی ټولګی فارغوي
یونیپث کارکونکی
د امنیتي څیړنو لپاره د کویټ د ساعد العبدالله اکاډیمی د 2021 کال په مارچ کې د کوویډ- 19 لنډولو د مراسمو په ترڅ کې نږدې 1,000 نوی پولیس افسران فارغ کړل. دا د پولیسو د اکاډمۍ تر ټولو لوی فراغت و.
د کویټ د کورنیو چارو وزیر، شیخ ثمیر علي الصباح السلیم ال صباح چې په دغو مراسمو کې موجود و، وویل چې کویټ پوهنتون به د دغې اکاډیمۍ 45 غوره زده کوونکي ومني، که غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
ډګرمن احمد الکینیدي چې د خپل ټولګي اولنمره و، له خپلو استادانو یې مننه وکړه چې دوی یې د کوویډ- 19 د مخنیوي په ګډون نورو برخو کې وروزل. ده وویل: “نن مې خوښي نه شم بیانولی”
ډګرمن عمر عبدالله وویل: “زه په خپل ځان او خپلو دوستانو ویاړم؛ موږ د زده کړو په بهیر کې په ډیر مهارت نظري او عملي دندې ترسره کړې”.
د دې لپاره چې د پولیسو په اکاډمۍ کې لیسانس واخلي، دوی باید په څلورو کلونو کې 197 کرېډېټونه واخلي. د کویټ د پولیسو اکاډیمي په 1994 کال کې تاسیس شوه، خو نوم یې په 1997 کال کې د امنیت د مطالعاتو لپاره د شیخ اسد العبدالله السالم الصباح اکادمۍ ته بدل شو
چې د کویټ د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ اسد العبدالله السالم الصباح رول پکې ښکاره شي.
د اکاډمۍ عمومي مشر جنرال ناصر بوریسلی د خپلو کارکوونکو او زده کوونکو ستاینه وکړه چې د زده کړو په وروستي کال کې د کرونا وبا له بندیزونو سره سره بریالي شوي دي.
ده وویل: “کله چې د وبا پر وخت د اکاډمۍ چارې ودرېدې، مونږ له یوه چلنج سره مخ شوو، چې څنګه ساحوي زده کړو او درسي ټولګیو ته دوام ورکړو؛ په داسې حال کې چې د کرونا ویروس محافظتي اقداماتو سره مخ یو.” “خو موږ بریالي شوو”. سرچینې: د کویټ خبري اژانس
Comments are closed.