کویټ د نظامي هکارۍ وړتیا ازموي
یونیپث کارکونکی
د کویټي ځمکنیو او هوايي ځواکونو په نومبر 2023 کې د صحرا افق تمرین ترسره کړ ترڅو د بېلابېلو نظامي څانګو واحدونو ترمنځ د نظامي همکارۍ وړتیا کچه وارزوي.
د کویټ د وسله والو ځواکونو سرپرست لوی درستیز تورن جنرال غازي الشمري په ګډون سره، د صحرا افق د پیچلي عملیاتي چاپېریال او د متناسب او غیر متناسب جنګ تظاهر لپاره په ژوندۍ بڼه مهمات وکارول.
هغه واحدونه چې په تمرین کې یې برخه اخیستې وه د 25 کمانډو لوا څخه د برید ټولی، د 4 کشف کنډک، د هوایي ځواک F-18 الوتکې، او د پوځي هواي چلند اپاچي چورلکې وې.
د کویټ وسله وال ځواکونه د خپلو واحدونو وړتیاوې لوړولو او تجهیزاتو نوي کولو لپاره په منظمه توګه په محلي، سیمه ایزو او نړیوالو تمرینونو کې برخه اخلي ترڅو د دودیزو او غیر دودیزو جګړو پرمختګونو سره خپل سرعت سم وساتي.
په 1991 کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف له خوا د عراق له نیواک څخه د آزادېدو سره سم، د عربي خلیج هېواد د خپل ځان بیارغونې او د خپلو وسله والو ځواکونو د سمبالولو لپاره یوه لېواله برنامه پېل کړه.
د دې سرته رسولو لپاره، کویټ د کویټ د بیړني حالت د بیا رغونې دفتر جوړ کړ چې د متحده ایالاتو د دفاع د بیارغونې مرستې دفتر سره یې چې د متحده ایالاتو د اردو انجینرانو قول اردو پرسونل لخوا اداره کیږي نږدې همغږي وکړه.
په 2017 کې، کویټ د ناټو سیمه ایز مرکز پرانیستلو، لازمي پوځي خدمت یې بیا پېل کړ او د دفاع عصري کولو لپاره یې، تر 2026 پورې د پرمختللو جنګی الوتکو، ټانګونو او هوایي دفاع سیسټمونو پېرود په شمول، 10 ملیارده ډالره بودیجه ورکړه.
Comments are closed.