کویټ د عدالت عرضه کول ښه کوي
عدالت ته د لاسرسي ښه کولو او د کوویډ- 19 له امله پیښ شوي ځنډونو سره مقابله کولو لپاره، کویټ د 2022 اپریل کې خپل مرکزي زندان کې د ویډیو ټیلي کنفرانس سیسټم
په مجازي محکمو کې د محکمې پروسو پرمخ وړلو لپاره نصب کړ.
د کویټ سترې قضایی شورا د محکمې ګړندۍ پروسو اهمیت باندې تاکید وکړ او د نه ځنډول کیدونکي قضیو پریکړه کولو لپاره د محکم ناستو په لاره اچولو اهمیت، لکه د کورنیو مسایلو پورې اړوند قضیې.
د عدلیه وزارت د معلوماتي ټیکنالوژۍ مرستیال وزیر هاشم القلاف یادونه کړې چې قضا د عدالت عرضه کولو او د دعوا اړخونو لپاره د محکمې پروسو اسانولو لپاره ډیری خدمتونه تلویزیوني او ډیجیټلي کړي دي.
دې بدلونونو د مرکزي زندان او د عدالت ماڼۍ د محکمې خونو ورهاخوا نور ډیر څه اغیزمن کړي دي. مرستیال وزیر وویل، “یو څو ورځې مخکې، د بیلونو آنلاین تادیه کولو، د لومړنیو عریضو په بریښنایی بڼه سپارلو او د بریښنایی اعلانونو سرویس په لاره واچول شو.”
کوویډ- 19 – چې د قرنطین شرایطو یې قضایی پروسو کې ځنډ راوستی و – په محکمې سیسټم کې د ریموټ یا لیرې لارې ټیکنالوژي خپلولو لپاره د بڅري کار وکړ.
د کویټ حقوقي سیسټم د انګلیس عامه قانون، د فرانسې مدني قانون، د مصر مدني قانون او د اسلامي قانون ترکیب څخه جوړ دی. دا هیواد د نړۍ له بډایه هیوادونو څخه دی او د جرم کچه پکې ټیټه ده. سرچینې: الانبا، الجریده
Comments are closed.