څانګېد سیمې هېوادونه کویټ د خوړو سیمهییز امنیت ته پراختیا ورکوي By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی د دې ویرې په غبرګون کې چې د کوویډ- 19 قرنطین به د خوراکي توکو کموالی رامینځته کړي، د خلیج همکارۍ شورا هیوادونو د کویټ دا وړاندیز تایید کړ چې په ټوله سیمه کې به د خوړو د خوندیتوب د همغږۍ لپاره یوه شبکه رامنځته کړي. دا پریکړه د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هیوادونو د سوداګرۍ او صنعت وزیرانو ترمنځ د خبرو اترو په ترڅ کې وشوه. دوی د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي ته لارښوونه وکړه چې د خوړو خوندیتوب په اړه کاري څېړنه ترسره کړي او د خلیجي هیوادونو ترمنځ د توکو د بهیر څارلو لپاره یوه کمیټه جوړه کړي. د کویټ په وړاندیز کې د خوراکي توکو د خوندیتوب شبکې رامینځته کول نغښتل شوي چې موخه یې د کړکیچ په وخت کې په خلیج کې د کافي خوراکي توکو له شتون څخه ډاډ ورکول دي. د کویټ د سوداګرۍ وزارت همداراز په ګمرکي ځایونو کې د اړینو خوراکي او روغتیایي توکو د ګړندي لېږد رالېږد لپاره، د چټکې تلاشۍ سیستم کارولو وړاندیز وکړ. د خوړو خوندیتوب په داسې یوه سیمه کې چې یوازې 2 سلنه ځمکه یې د کښت وړ ده، یوه ستره ننګونه ده. تازه اوبه پکې له نشت سره برابرې دي او معمولاْ له 1000 څخه تر 10000 فوټو پورې ژورې موندل کیږي. په ښکاره ډول د کویټ کرنیزه ځمکه له نشتون سره برابره ده.: دا هیواد یوازې 0.6 سلنه د کښت وړ ځمکه لري. دې عواملو ته په کتو سره د خلیج د همکارۍ شورا هیوادونه د اوبو لګونې پلانونو، د کرهنیزو محصولاتو وارداتو تنوع او د کورنيو خوړو د پروسس فابریکو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی. سرچینې: عرب نیوز، الجزیره Facebook Twitter Share
Comments are closed.