کرغیزستان د تروریزم سره مبارزې سیمه ییز نوښت خپلوي
یونیپث کارکونکی
کرغیزستان د تروریزم سره مبارزې ستراتیژي لپاره خپل ملاتړ بیاځل تائید کړ چې د مرکزي آسیا سیمه به د ملګرو ملتونو د ملاتړ لاندې راولي.
د کرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر عزیزبیک مدماروف د مارچ په 4 نیټه د ازبکستان په تاشکند کې د ملګرو ملتونو د تروریزم سره مبارزې مرستیال عمومي رئیس ولادمیر ورانکوف سره په ناسته کې ژمنه وکړه.
دا د لوړې سطحې ناسته د یوه نړیوال کنفرانس پرمهال وشوه چې د “ملګرو ملتونو د تروریزم سره مبارزې نړیوالې ستراتیژۍ پلي کولو لپاره د ګډ اقدام پلان په کاري چوکاټ کې د مرکزي آسیا هیوادونو د سیمه ییزې همکارۍ” په نوم یادیږي.
د دې ستراتیژۍ اصل د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف سره تړاو لري، چا چې په 2020 کې د ملګرو ملتونو عمومي شورا 75مې ناستې کې د سیمه ییز نوښت په لاره اچولو کې مرسته وکړه. د کرغیزستان او ازبکستان سربیره قازقستان، تاجکستان او ترکمنستان د دې ستراتیژۍ لپاره ملاتړ څرګند کړی دی.
د مرکزي آسیا لپاره ستراتیژي کې یو لړ اړوند اهداف شامل دي. دا غواړي د تروریزم سره مبارزې پروګرامونو تقویت لپاره د مرکزي آسیا هیوادونو ظرفیت پیاوړی کړي، پشمول د سیمه ییزو ځواکونو او پولیسو ترمینځ د سترې همغږۍ.
دا غواړي د ځوانانو ترمینځ د تروریستي پوروپاګند سره مقاومت وړتیا پیدا کړي او د تروریستانو د ګومارنې لامل کیدونکي ټولنیزې ستونزې کمې کړي. بل هدف یې د بیلابیل مذهبونو او ملیتونو ترمینځ د زغم کلتور ترویجول دي.
د کنفرانس ګډون کونکو د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو او د مذهبي تاوتریخوالي او افراطیت سپانسر کولو اړوند د طالبانو تاریخچې په رڼا کې د دې ستراتیژي اجرا کولو پروړاندې خنډونو یادونه وکړه.
سرچینې: ملګري ملتونه، د کرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت
Comments are closed.