ښځې د سعودي په هوايي ځواک کې پیاوړی ګډون لري
مقاله او انځورونه د سعودي د دفاع وزارت د سټراټیژیکو اړیکو عمومي ریاست له لوري برابر شوي
دوه کاله وروسته له هغې چې سعودي په خپل هوايي ځواک کې ښځې ادغام کړې، د سعودي د دفاع وزارت د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه تبلیغاتي ویډیو کې ځينې دغه مخکښې ښځې په ګوته کړې.
د 2023 کال د مارچ میاشتې مراسمو، چې عنوان یې “هیله بښونکی اوس/روښانه راتلونکی” و، وښوده چې دغه وزارت څنګه د ملي عصري کولو پلان، د سعودي 2030 لرلید له مخې د ښځو پیاوړي کول څاري.
د دغې ویډیو په ستورو کې یوه د دفاع وزارت د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د معالجوي درملو څانګې مشره، ماها المحیا وه. نوموړې د متحده ایالاتو له هاروارډ پوهنتون څخه فارغه او د دغه هېواد د خولې له لارې درملو بورډ لخوا تصدیق شوې ده؛ المحیا لومړنۍ سعودي ډاکټره ده چې دغه درجه ترلاسه کوي، د نوموړې په مرسته په سعودي کې د خولې له لارې درملو او ناروغیو د بورډ پروګرام جوړ شو.
له دفاع وزارت څخه درېیو نورو ښځو هم خپلې کیسې واورولې. سرتېرې احلام الشهري وویل چې له پوځي پولیسو سره په یو ځای کېدو ویاړي.
انتصار السبعي – د دغه وزارت له فخور روزنیز پروګرام څخه فارغه شوې- د سټراټیژیکو اړیکو عمومي ریاست کې د خپل کار په اړه وايي.
نوف المطیري، په ریاض کې د شهزاده سلطان له پوځي طبي ښار څخه، تر فراغت وروسته زدهکړو بشپړولو او د لومړنۍ ښځينه متخصصې نرسې کېدو په اړه بحث کوي.
دغه وزارت د ګومارنې لپاره د یوه پورټل په پرانیستلو په پوځ کې د ښځو رول پراخ کړی؛ له دې سره ښځې او نارینه یو ځای پوځي دندو ته داخله کولی شي. په دغه پروګرام کې سمندري ځواک، هوايي ځواک، ځمکنی ځواک، هوايي دفاعي ځواک او روغتیايي خدمتونه شاملېږي چې له نړیوالو معیارونو سره سم دي، د وسلهوال ځواک اړتیاوې پوره کوي او د دغه وزارت موخې ترلاسه کوي.
د وسله والو ځواکونو د ښځینه کادرونو روزنې مرکز څو کاله وړاندې د خپل کار له پیل راهیسې تر اوسه 885 ښځینه فارغې کړې چې اوس د پوځ په بېلابېلو برخو کې دندې پر مخ بیایي. دغه مرکز 13 کورسونه جوړ کړي چې په دې کې یو د نا کمیسارۍ افسرۍ درجې ابتدایه مدیریت کورس، یو د نا کمیسارۍ افسرۍ درجې عالي مدیریت کورس او د پوځي پولیسو د وړتیاوو کورس شاملېږي.
د ښځو پیاوړي کولو په برخه کې د دفاع وزارت ګډون یوازې تر پوځي ډګرونو پورې محدود نه دی. د بېلګې په توګه؛ فخور پر نا پوځي ادارې دندو تمرکز کوي او کاندیدانو ته فرصت برابروي چې د لیسانس او ماسټرۍ درجې ترلاسه کړي. فخور د ښځو د جذب په برخه کې دومره بریالی و چې د روزنیز پروګرام د لومړنیو فارغانو 66 سلنه برخه یې جوړوله.
د دفاع وزارت د روغتیايي خدمتونو په برخه کې، سعودي ښځو دغه مهم او حیاتي سکتور پیاوړی کړی او د دغه شاهي هېواد د عمومي روغتیايي سیستم په وده کې یې مرسته کړې. دوی په نړیواله کچه په دغه سکتور کې غوره مقامونه اخیستي؛ د دفاع وزارت هغو کارکوونکو ته چې په یمن کې يې په برخلیک ټاکونکي توپان او د هیلو راژوندي کولو عملیاتو کې مرسته کړې وه، ګڼ شمېر مډالونه ورکړل شوي.
Comments are closed.