څاروونکې سترګې پر پوله باندې
د عراق د پوله ساتو قومانده د ترهګرو او قاچاق وړونکو د مخنیوي لارې چارې عصري کوي
یونیپث کارکونکی
په عراق کې د داعش له پوځي ماتې او د هغوی د تمویل د سرچینو له وچېدو وروسته، ترهګرو ډلو د نشه یي توکو د تولید او قاچاق له لارې ځان تمویل کولو ته مخه کړې ده. سیمه د مخدره توکو په ناوړه ګټه اخیستنې او قاچاق کې د بې ساري زیاتوالي شاهده ده، چې اندیښنې یې زیاتې کړي او د پولې کنټرول یې د امنیتي خدمتونو لپاره یوه بیړنۍ مسله ګرځولې. عراق د سوریې سره د خپلو پولو د کنټرول لپاره مهمې پروژې بشپړې کړې، یوه لاره چې په کارولو سره یې د داعش ترهګرې ډلې په عراق خپل د 2014 برید ترسره کړ. یونیپث د قوماندان جنرال محمد سکر السعیدی، د عراقي پوله ساتو ځواکونو قومندان، سره وکتل څو د پولې د امنیت او د نفوذ او قاچاق د مخنیوي لارو چارو په اړه خبرې وکړي.
یونیپث: د پوله ساتو د قوماندان په توګه، تاسو څنګه د پولې امنیت ته نږدې شوي یاست؟
برید جنرال السعيدي: مونږ د ګاونډیو هېوادونو سره د پولو د کنټرول لپاره د پام وړ پلانونه لرو چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو لخوا کارول شوې ټیکنالوژیو څخه ګټه پورته کوي او همدارنګه یو زیرک سرحدي سیسټم چې د کامرو، بې پیلوټه الوتکو او سینسرونو څخه کار اخلي څو د پرسونل بار کم او د ګاونډیو هېوادونو سره د پولو کره کنټرول ډاډمن کړي. دوهم اړخ د امنیتي کټارو د ټینګښت بشپړول دي، چې دمخه یې د کانکریټي دیوال او خندقونو سره یوځای خپل اغېزمنتوب ثابت کړی دی. دریم اړخ د سړکونو پورې تړاو لري. دا درې ځانګړتیاوې په ټولو پولو کې مشترکې دي. زمونږ لپاره اړینه خبره د عراق-سوریې پولې پر کنټرول تمرکز کول دي، کوم چې هېواد لپاره لومړنی ګواښ دی، ورپسې د عراق او ایران پولې خوندي کول بشپړول دي، ځکه چې دا د مخدره توکو او خلکو د نفوذ سرچینه ده.
یونیپث: د عراق پوله ساتي ځواکونه له کوم امنیتي ګواښ سره مخ دي؟
برید جنرال السعيدي: د فرات سیند په شمال کې د عراق-سوریې پوله، له القیم څخه تر رابعه پورې، د څو دلایلو له امله د عراقي پولې امنیت ته د ګواښ لومړی محور دی، چې تر ټولو اړین یې د پولې سوریایي اړخ ته د فعالیت نشتوالی دی چې له خپل اړخ څخه د پولې پټۍ کنټرول کړي. هغه څه چې شتون لري د سوریې دیموکراتیک ځواکونه دي، مګر دوی نشي کولی د پولې د کنټرول مسولیت په غاړه واخلي. دا سیمه تقریبا 340 کیلومتره اوږدوالی لري. پولې ته څېرمه عراقي سیمې هلته د امنیت او ثبات د نشتوالي او د داعش ترهګرو د آزاد تګ راتګ شاهدې دي، د داعش کورنیو لپاره د کمپونو او موجودو زندانونو د شتون او همداشان په سوریه کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو اغېزو او د سوریې د اوسېدونکو لخوا په عراق کې د پناه د لټون سربیره. دا ټول ټکي دا سیمه زمونږ لپاره د لېوالتیا بنسټیز ټکی ګرځوي.
یونیپث: د الهول مهاجر کمپ له سوریې سره د پولې امنیت پورې څنګه تړاو لري؟
برید جنرال السعيدي: الهول او نور کمپونه د عراق له پولې څخه شاوخوا 7 څخه تر 8 کیلومتره لرې دي. دا په سوریه کې د کوم قوي واک د نشتوالي په رڼا کې ډیر نږدې دی. د الهول د اوسېدونکو یوه لویه برخه عراقیان دي. پاتې نور د مختلفو ملیتونو څخه دي، او د استخباراتو له مخې، د داعش کورنۍ او هغه خلک دي چې افراطي ایډیالوژۍ ته ځای ورکوي. له همدې امله دا د سخت دریځو او افراطیانو لپاره یو ښوونځی دی چې د کمپ دننه امنیتي وضعیت بې ثباته کېدو په صورت کې د کمپ څخه د وتلو او پولې ته د رسېدو اراده لري. دا اوس په کلکه کنټرول شوی، مګر د سوریې له اړخ څخه د کمپ نه د نفوذ پیښې شتون لري. د دې په پام کې نیولو سره چې مونږ د پولې کنټرول لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي، د پولې کنټرول کچه له 95% څخه پورته ده؛ د دې ډول ایډیالوژیو لرونکو افراطیانو شتون په کمپونو کې د افراطیانو یو نسل رامنځته کړی چې نه یوازې عراق بلکې د سیمې لپاره د امنیتي ګواښ استازیتوب کوي. نو ځکه دا د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې دغه کمپونه ړنګ کړي او کډوال په ټولنه کې بېرته په ځای کړي. هېوادونه باید د خپلو اتباعو بېرته ستنېدنه ومني، په ځانګړې توګه لکه څنګه چې عراق لا دمخه په موصل کې الجادة کمپ ته خپل لوی شمېر اتباع لیږدولي دي.
یونیپث: عراق د پولې خوندي کولو لپاره د کومې ټیکنالوژۍ د ترلاسه کولو تمه لري؟
برید جنرال السعيدي: مونږ د سیمې په نورو هیوادونو لکه سعودي عربستان او اردن کې لیدل شوې پرمختللې ټیکنالوژۍ په لټه کې یو. پدې کې پرمختللي انفراریډ کامرې، د اوږد واټن کشف لپاره رادارونه او د ځمکنیو هدفونو کشف کولو ټیکنالوژي شامله ده. لومړنۍ ټیکنالوژي د خلکو، موټرو او خوځنده شیانو، حتی څارویو، کشف کولو لپاره ځانګړې ده. داسې رادارونه شتون لري چې په د قیقه توګه د ځمکنیو اهدافو سره کار لري، کامرې لري او لارښوونه یې کوي، او انساني کار کموي. نو مونږ کامرو، بیا رادارونو، ورپسې بې پیلوټه الوتکو او سینسرونو ته اړتیا لرو. ډیری سیمې او هېوادونه زیرکې پولې او سینسرونه لري چې خوزښت کشف کوي، مګر زمونږ لومړی لومړیتوب د پرمختللو کامرو سره د خپلو پولو پوښل دي. بې پیلوټه الوتکې په لرې واټن کې امنیت چمتو کوي، چې د پولې پراخه سیمه په ژوره او پراخه توګه افشا یا رابرسېره کوي.
یونیپث: آیا د پوله ساتو قومانده بې پیلوټه الوتکې اداره کوي یا دا دنده پوځي هوایي چلند یا هوایي ځواک ته سپارل شوې؟
برید جنرال السعيدي: مونږ د کوچنیو بې پیلوټه الوتکو په اړه خبرې کوو چې د 25-30 کیلومتره ساده فاصله پوښي. دا د پوله ساتو د قوماندې برخه ده. مونږ معلوماتي ټیکنالوژي لرو، مونږ د بې پیلوټه الوتکو څانګه لرو، او مونږ پخپله بې پیلوټه الوتکې لرو، مګر دوی د 5 څخه تر 6 کیلومترو پورې محدود حد (رینج) لري. په هر صورت، مونږ بې پیلوټه الوتکو ته اړتیا لرو چې لوی رینج او د الوتنې اوږد وخت ولري تر څو دا ممکنه شي چې پوله په ژوره توګه خوندي کړو، د کشف ماموریتونه ترسره کړو، او سوریایي اړخ ته د پولې په اوږدو کې یا د پولې لرې پرتو پوستو تر منځ د پولې پټۍ په اوږدو کې هدفونه په نښه او څارنه یې وکړو.
یونیپث: تاسو د دې ټیکنالوژیو ترلاسه کولو ته څومره نږدې یاست؟
برید جنرال السعيدي: د عراق دولت او د لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیر لخوا د پام وړ هڅې شتون لري چې د پولې ساتونکو قوماندې ملاتړ وکړي ترڅو د عراقي پولې د ساتنې اړتیاوې پوره کړي او دا غوښتنې خوندي کړي. زه ډاډه یم چې هغه څه چې مونږ په تېر کال کې د ټینګښت (پیاوړي کولو) پروژو په برخه کې لیدلي د عراق د دولت په تاریخ کې هیڅ مثال نلري. مونږ د لومړي ځل لپاره په پولو، په ځانګړې توګه د عراق او سوریې په پوله، کې د پام وړ هڅې کړي او مهمې پروژې مو تر سره کړي دي. مونږ لګیا یو سخت کار کوو او د عراق-سوریې پوله مو د مانعو په یو مثالي سیسټم پوښلې ده، نږدې 340 کیلومتره اوږدوالي پورې، چې 3 متره پراخه او 3 متره ژور خندقونو، او په ځمکه کې 3 متره لوړ برم، ورپسې د اغزن تارونو د لړۍ لرونکی دی. هر 1,000 څخه تر 1,500 مترو پورې پیاوړې شوې نقطې او کانکریټي برجونه دي. د سوریې د پولې په اوږدو کې حرارتي کامرې، یو په بل پسې، نصب شوي چې ټوله پوله پوښي. اوسنۍ مهمه پروژه د عراق او سوریې پر پوله د کانکریټي دیوال جوړول دي. د عراق او سوریې د پولې په اوږدو کې د 140 کیلومترو څخه د اږود دیوال د بشپړېدو وروسته به دا دیوال د نفوذ او قاچاق د مخنیوي او د دفاعي حالت پیاوړي کولو لپاره یوه مناسبه مانع ده. زه غواړم د یو بل اړین ټکي یادونه هم وکړم. د پولې ساتونکو قومانده د تیار-چمتو شوو کانکریټو یوه فابریکه چلوي چې د مانعې دیوالونه جوړوي، او د سنجار له غره څخه د رابعه په لور د پولې پټۍ په اوږدو کې کار دوام لري. دا د پیاوړي کولو هغه سیسټم دی چې مونږ د سوریې په پوله کې جوړ کړ. دا هماغه سیسټم دی چې مونږ یې ایران سره لګیدلې پوله کې جوړوو. مونږ په بصره کې د راس البیشا سیمې څخه تر سلیمانیه ولایت پورې حرارتي کامرې نصب کړي او دا ټوله سیمه مو په پراخه ساحې پوښونکو کامرو پوښلې ده. مونږ په ټوله سیمه کې کانکریټ برجونه هم لرو. مونږ د عراق پولې لپاره د پولیسو د مرکزونو او اضافي پوستو جوړول هم پېل کړي دي. دوی په دریو برخو ویشل کیدی شي: لومړی د ترکیې او ایران سره زمونږ پوله ده. عراق له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د عراق پولې ته څېرمه د پولیسو دغو 240 تاسیساتو جوړولو لپاره له شرکتونو سره قراردادونه پېل کړي دي. دا یوه لویه لاسته راوړنه ده. له ایران سره زمونږ د پولې په اړه، مونږ د میسان په ولایت کې د 200 کیلومتره په اوږدوالي دوه پروژې لرو، چې لومړۍ یې د اغزن تار امنیتي دیوال او بله یې د PRC ساتندویه دیوال دی، چې د بشپړېدو پرمختللو مرحلو ته رسیدلې دي. مونږ له الشیب څخه تر سلیمانیه پورې د عراق-ایران پر پوله یوه لاره جوړه کړه چې 650 کیلومتره اوږدوالی لري او د ایران-عراق جګړې څخه پاتې شوي په زرګونو ماینونه مو له منځه یوړل او نن مو په هغې باندې د ټینګښت تاسیسات جوړ کړې دي. زمونږ په ټولو پولو کې د پام وړ هڅې روانې دي.
یونیپث: پوله ساتي ځواکونه کومه ځانګړې روزنه ترلاسه کوي؟
برید جنرال السعيدي: د خپل کورس کار د بشپړولو څخه وروسته، د پولیسو کالج یا د لوړو زده کړو د انسټیټیوټ یو فارغ په یو ځانګړي کورس کې شاملیږي، چې ورپسې د خپل خدمت په موده کې د هرې ارتقاء څخه وروسته ډیری کورسونه تعقیبوي. په ورته ډول، زمونږ ټولو غړو د کټګورۍ په کورسونو کې نوم لیکنه کړې. مونږ د پوله ساتو په قومانده کې څلور ښوونځي لرو چې د هر نوي ټولګي روزلو او د پرمختیایي کورسونو، همدارنګه د هغو کورسونو چې په ځانګړي روزنیز نصاب کې شامل دي، د تدریس لپاره کار کوي. له همدې امله د پولې د ځواکونو افسرانو او غړو د چمتو کولو او پرمختګ بهیر ټول کال دوام کوي.
یونیپث: پوله ساتي څنګه د دولت نورو امنیتي خدمتونو سره داخلي استخبارات شریکوي؟
برید جنرال السعيدي: البته، د پوله ساتو قومانده د دولت د امنیتي دستګاه برخه ده. مونږ په لوړه کچه همغږي لرو او، د نورو څانګو په څېر، مونږ د پوله ساتو قوماندې لپاره د اړیکو چینل لرو، کوم چې وزارت او ګډ عملیات دي. نو ځکه مونږ د پولې اړوند ډیری استخباراتي راپورونه له دې لارې او د ګډو عملیاتو استخباراتو له لارې ترلاسه کوو. مونږ د ټولو استخباراتي ادارو څخه راپورونه ترلاسه کوو.
یونیپث: آیا تاسو د مخدره توکو یا وسلو د قاچاق په عملیاتو کې مداخلې لپارهد نورو ادارو له استخباراتو څخه کار اخیستی دی؟
برید جنرال السعيدي: په یقین سره، د سوریې پوله د نورو استخباراتي ادارو لکه د ملي امنیت خدمت او د عراق ملي استخباراتو لخوا څارل کیږي. ډیری بریالي عملیات د مخکینیو استخباراتو په رڼا کې بشپړ شوي. د بېلګې په توګه، مونږ د چرسو د بار وړلو په اړه د ملي امنیت خدمتونو د کره استخباراتي راپورونو پر بنسټ د ایران پر پوله باندې یوه دنده درلوده. له ایران څخه د شط العرب له لارې د دې د قاچاق هڅه په بصره کې د ملي امنیت ادارې سره د ګډې دندې له لارې شنډه شوه. معلومات د ملي امنیت خدمت لخوا ورکړل شوي وو چې پلي کونکی ځواک یې پوله ساتي ځواکونه وو. دا خورا مسلکي همغږي تل د هغو مخدره توکو یا نورو توکو د قاچاق وړونکو په تعقیبولو کې د بریالي عملیاتو پایله لري چې قاچاق وړونکي هڅه کوي د پولې څخه یې راواړوي.
یونیپث: آیا تاسو پر پوله باندې د ترهګرو او قاچاقبرانو په مخنیوي کې د بریالیتوبونو په اړه خبرې کولی شئ؟
برید جنرال السعيدي: د ګواښ لومړۍ سرچینه له القائم څخه تر رابعه پورې د سوریې پوله ده. نن ورځ، مونږ د دې پولې د کنټرول ترټولو غوره کچه ترلاسه کړې، چې د عراق دننه او بهر څخه د قاچاق د نفوذ مخنیوی کوي. د یادولو وړ ده چې په تېرو دوو کلونو کې د پولو د کنټرول په برخه کې د بریالیتوب کچه لوړه شوې ده. زمونږ د شریکانو لخوا خورا ښه ملاتړ شتون لري، او مونږ د دې پولو د لویې برخې د پوښلو لپاره د 162 کیلومترو په اوږدو کې د انفراریډ کامرې سیسټم سره د تجهیز په برخه کې د متحده ایالاتو د دفاع د ګواښونو کموالي ادارې (DTRA) څخه ملاتړ ته سترګې په لار یو. دا به د سوریې سره زمونږ په پولو او همدارنګه له ایران سره زمونږ پر پولو باندې د ښې پایلو په لرلو کې برخه واخلي. مونږ سږ کال د دغو پیاوړتیاو او هغو اقداماتو له لارې چې مخکې یې یادونه شوې سترې پایلې ترلاسه کړې، لکه د کامرو نصبول، د څار برجونه نصبول، د پوستو جوړول، او د روزنې او جنګي چمتووالي او د څارنې چمتووالي له لارې د واحدونو پیاوړي کول. له همدې امله مونږ د بې اجازې ننوتونکو او قاچاق وړونکو پر وړاندې په لوړه کچه د پولې کنټرول ترلاسه کړی دی.
یونیپث: د اردن پوله ساتو د نشه يي توکو د قاچاق لپاره د بې پیلوټه الوتونکو او پاراګلایډرونو د کارولو هڅې شنډې کړې. آیا د عراق پوله ساتو ورته هڅې شنډې کړي دي؟ آیا سینسرونه دوی کشف کولی شي؟
برید جنرال السعيدي:مونږ له سوریې څخه د دې ډول عملیاتو له راپورته کېدو څخه خبر یو چې اردنیانو ورته ماتې ورکړې ده. دا بې پیلوټه الوتکې د ماشومانو د لوبتوکو څخه لږې لوی دي چې دوی یې له کورونو څخه الوزوي او د دوی د سرعت او کوچنۍ اندازې له امله یې تعقیبول او په ډزو ویشتل ګران دي. دا طریقه کیدای شي د استوګنې په هغو سیمو کې کار وکړي چې یو بل ته نږدې وي، مګر مونږ په ندرت سره نړیوالو پولو ته نږدې کلي لرو. دا کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې دي، یو کیلوګرام یا لږ وزن وړي، او اړتیا لري چې کورونه باید په نږدې حدوداتو کې وي. مونږ له سوریې سره پولې ته څېرمه دوه ښاري سیمې لرو، رابعه او القیم، چې مونږ پرې استخباراتي هڅې متمرکزه کوو. مونږ همداشان په باغوز کې د فرات په شمال او جنوب کې د 12 کیلومترو په اوږدوالي د مانع کانکریټي دیوال د جوړولو کار پیل کړی دی چې د عراقي کلیو او د سوریې د ځواکونو له نږدې ځایونو څخه د قاچاق او نفوذ مخه ونیول شي. تر هغه ځایه چې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو خبره ده، تر دې دمه د کوم ګواښ نښه نه ده لیدل شوې.
یونیپث: د عراق هوايي ځواک او پوځي هوایي چلند کوم ملاتړی رول لوبوي؟
برید جنرال السعيدي: مونږ د ګډو عملیاتو قوماندې له لارې د ټولو امنیتي خدمتونو سره د پام وړ له همغږۍ څخه برخمن یو، او هرکله چې مونږ د ملاتړ غوښتنه کوو، په ځانګړې توګه د انبار او الجزیرې په شاوخوا کې د ویجاړو سیمو لپاره چیرې چې داعش عناصر کله ناکله ځانونه ښکاره کوي، د هوایي ځواک او د پوځ هوایي چلند، د ګډو عملیاتو له لارې، زمونږ واحدونو ته په وخت ملاتړ چمتو کوي.
یونیپث: تاسو په سیمه کې له نورو هېوادونو سره کوم ډول امنیتي همکارۍ ساتئ؟
برید جنرال السعيدي:د عراق سرحدونه په فدرالي ډول اداره کیږي. د پوله ساتو د قوماندې مرکزي دفتر د عراق د ټولو ګاونډیو سره د پولې د ټولو سکټورونو د قوماندې نظارت او کنټرول لپاره تاسیس شو. په دې کې له شپږو ګاونډیو هېوادونو سره 3,700 کیلومتره ګډه پوله شامله ده. له ګاونډیانو سره زمونږ د همکاریو په لړ کې، مونږ د دغو هېوادونو د پولو له مشرانو او قوماندانانو سره په پوله کې د کار کولو لپاره ځانګړی میکانیزم لرو. دا د اړیکو افسر په کچه پیل کیږي. هغه په بل هېواد کې د خپل سیال سره د اړیکو نیولو مسولیت لري. دوی د هرې پیښې په اړه چې په پوله کې پیښیږي د واقعیي مهال اړیکه رامنځته کوي. دوی کولی شي په دوه اړخیزه مناسب ځای کې د سمدستي ناستې غوښتنه وکړي ترڅو کومه امنیتي تشه حل کړي. د سرحدي سيمو د اړيکو مسوول په ګاونډي هېواد کې له خپل سيال سره په هرو شپږو مياشتو کې يو کنفرانس لري. ورته خبره د پوله ساتو د سیمه ایز قوماندان او د هغه د سیال په اړه هم پلي کیږي. د ګاونډیو هېوادونو د پولو سره د دوامداره اړیکو سربېره، قوماندانان هر کال دوه اړخیزه کنفرانسونه لري، یو ځل په بل هېواد کې او یو ځل دلته. مونږ به په شخصي توګه پولې ته ورځو څو هره هغه ستونزه حل کړو چې د لوا او سیمه ایزو قوماندانانو له کنټرول څخه بهر وي. د همغږۍ کچه لوړه ده. دا هېوادونه له عراق سره په خپلو اړیکو کې ریښتنې اراده لري. هر څوک چې د پولې د کنټرول مسولیت لري، له ایران څخه تر کویټ، سعودي عربستان، اردن او همدارنګه سویلي سوریې پورې، په لوړه کچه همغږي مومي.
یونیپث: په ټیکسون، اریزونا کې د متحده ایالاتو د ګمرکونو او پولو د ساتنې مرکزي دفتر ته ستاسو د لیدنې په اړه ستاسو تأثر څه وو؟
برید جنرال السعيدي: مونږ له یو څخه د زیاتو سایټونو لیدنه وکړه، د پولې څخه د تېرېدو ځای په شمول، او دا خورا ګټوره وه. دوی مونږ ته وښودله چې دوی د پولې څخه د تېروېدو په نقطه کې څه کوي، کوم چې د خلکو او توکو لپاره د متحده ایالاتو-مکسیکو تر مابین د تېرېدو پوله وه. مونږ د وسایطو او توکو د تفتیش لپاره د دوی میکانیزم، په ځانګړې توګه سبزیجات چې له دې پولې څخه داخلیږي، او همدارنګه د خلکو د چیک یا تالاشي کولو میکانیزم په اړه پوه شو. مونږ د تجربې څخه ډیره ګټه پورته کړه. په اریزونا کې، مونږ د قوماندې او کنټرول مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه چې د 400 کیلومتره اوږدې پولې مسولیت لري چیرې چې دوی مونږ ته د مرکز رول تشریح کړ. مونږ د اریزونا د پولې په اوږدو کې د سرحدي پټې څخه لیدنه وکړه، او دوی مونږ ته وښودله چې دوی څنګه کار کوي. مونږ د جلا کولو دیوال انجنیري، ډیزاین او فعالیت په اړه هم زده کړه ترلاسه کړه. مونږ د ساحوي کنټرول د مرکز څخه هم لیدنه وکړه، کوم چې د 30 کیلومتره واټن څارنه کوي. دوی مونږ ته د کنټرول او کامرې سیسټم په اړه معلومات راکړل. د متحده ایالاتو ټیم دا هم تشریح کړه چې د قاچاقي تونلونو سره باید څنګه معامله وشي، چې د پولې څخه تېرېدو ځای ته نږدې یې مونږ د یو څخه لیدنه وکړه. مونږ د پولې په اوږدو کې د دوی د طرزالعملونو څخه ډیر څه زده کړل: عالي تجربه، عالي وړتیاوې، او په عصري ټیکنالوژیو ډېره تکیه. مونږ دا هم زده کړل چې دوی د مهاجرینو او کډوالو او د توقیف ځای سره څنګه معامله کوي. مونږ د هغو کارمندانو لوړ مسلکیتوب ولید چې د قانون دننه کار کوي.
یونیپث: د پولې ځواکونو سره په ملاتړ کولو کې د متحده ایالاتو سره خپل مشارکت تشریح کړئ؟
برید جنرال السعيدي: د متحده ایالاتو د بهرني نظامي تمویل (FMF) برنامه او DTRA د پوله ساتو قوماندې په ملاتړ کولو کې لوی رول لوبوي، ځکه چې د پوله ساتو قومانده د وطن لپاره د دفاع د لومړۍ کرښې استازیتوب کوي. نو ځکه د دې دنده د کومې بلې امنیتي دستګاه څخه کم ارزښت نلري؛ حتی دا ښایي تر ټولو مهمه وي. د پولې کنټرول پرته، هیڅ هېواد به د امنیت یا اقتصاد په برخه کې باثباته نه وي. له همدې امله دا لرلید په امریکایی اړخ کې هم شتون لري. د پوله ساتو قوماندې ته ورکړل شوی ملاتړ د پام وړ دی. لومړی، مونږ خپلو غړو ته په اردن کې په شاوخوا 11 روزنیزو کورسونو کې روزنه ورکړه. DTRA او FMF پولې د عالي انجینرۍ تجهیزاتو لکه بلدوزرونو، د تجهیزاتو ټرانسپورټ لاریو او د اوبو ټانکونو سره هم سمبال کړې. نږدې پیلیدونکې د DTRA سره پروژه ده چې د عراق-سوریې 162 کیلومتره پوله د کامرو سره پوښي. مونږ په عاجله توګه د متحده ایالاتو لخوا تخصیص شوو سرچینو ته اړتیا لرو او ستاینه یې کوو. د متحده ایالاتو تجهیزات د سوریې او ایران د پولو په کنټرول کې د پام وړ مرسته کوي. مونږ د مشارکت پراختیا ته سترګې په لار یو ځکه چې دا د دواړو هېوادونو ګټو ته خدمت کوي.
Comments are closed.