څارونکي د حوثیانو د بشري حقونو څخه سرغړونو باندې نیوکې کوي
د یمن د بشري حقونو یوې ډلې د 2014 سپتمبر کې د حوثي ملیشه لخوا د صنعا ښار د نیولو راهیسې د 17,000 څخه ډیرو بندیانو د شکنجه کولو لپاره حوثي ملیشه ورټله.
په 2022 اګست کې په ویانا کې په لاره اچول شوي د جبري ورکیدو د قربانیانو نړیوالې ورځې په لړ کې، د نیول شویو او برمته شویو لپاره د یمن سازمان (YODA) راپور ورکړ چې د 10 ماشومانو پشمول 178 نفره د شکنجې په لړ کې وژل شوي دي.
پدغو کې څلویښت د حدیده ولسوالۍ، 37 د صنعا، 20 د تاییز او پاتې نور یې د یمن د نورو ولسوالیو څخه و.
د YODA په وینا، حوثي ملیشه 639 محبسونه لري: پدې کې 230 رسمي، 298 غیر رسمي، او 111 په صنعا کې په ځانګړي توګه د حکومتي ودانیو په ځکمني پوړونو کې جوړ شوي دي.
دې سازمان د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا او نړیواله ټولنه باندې غږ وکړ چې په حوثیانو فشار راوړي چې ټول بندیان آزاد کړي، د ابتدایی بشري حقونو څخه سرغړونه ودروي او د کلونو راهیسې په زندانونو کې بند ژورنالیستانو پروړاندې د مرګ سزاوې لغو کړي.
د یمن د بشري حقونو وکیل عبدالمجید صبرا وویل، “جبري ورکول او د ملکیانو سره شوې نورې سرغړونې، پشمول د اکاډمیکو خلکو، ژورنالیستانو، د بشري حقونو مدافعینو یا ګڼل کیدونکي مخالفت د چارواکو د انتقاد غلي کولو موخو لپاره او د ویرې له لارې په واک د هغوی ولکې ټینګولو لپاره دي.”
د ملګرو ملتونو د عمومي شورا د کال 1992 دسمبر کې د جبري ورکیدو څخه د ټولو افرادو محافظت په اړه اعلامیه جبري ورکول/ورکیدل پدې توګه تعریف کوي: “د افرادو نیول، توقیف کول یا برمته کول د هغوی د لیوالتیا برخلاف یا د حکومت د بیلابیلو څانګو یا سطحو په واسطه د هغوی څخه د آزادئ سلب کول، یا هم د منظمه ډلو یا شخصي افرادو په واسطه چې د حکومت په استازیتوب، یا د هغه په مستقیم یا غیرمستقیم ملاتړ، رضایت یا خوښه عمل کوي، بیا پدې پسې د اړوندو افرادو د تقدیر یا راتلونکي یا د ساتلو ځای ځایګي په اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کول یا هم د نوموړي افرادو د آزادئ سلب کولو د تایید او منلو ردول، چې له مخې یې دا ډول افراد د قانون محافظت څخه بهر یا ورهاخوا ځای په ځای کوي.”
د حوثیانو د بشري حقونو څخه سرغړونې – چې پدې کې د خوارځواکو یمنیانو څخه د خوړو مرستو راګرځول یا مخنیوی کول او د ملکیانو په مینځ کې د ځمکني ماینونو ایښودل شامل دي – د انسان په لاس جوړ د نړۍ ترټولو ناوړه بشري ناورین او بحران کې ونډه درلودلې ده.
Comments are closed.