په یمن کې د مشروعیت بیاځلې پرځای کول
سعودي عربستان په یمن کې د ایران له بدمرغه کمپاین سره د مبارزې لپاره له پوځي او بشري مرستو څخه کار اخلي
برید جنرال ترکي بن صالح المالکي
په یمن کې د مشروعیت د بیرته پرځای کولو لپاره د عربي ایتلاف ویاند
د سعودي عربستان دفاع وزارت د رسنیزو اړیکو یوه جلا ستراتیژي جوړه کړې. دا ستراتیژي د رڼو مالوماتو او په یمن کې د قانونیت د بیرته ځای پر ځای کولو لپاره د پوځي عملیاتو په اړه اړین مالوماتو چمتو کولو پر بنسټ جوړه شوې. د 2017 په جولای کې ما ویاړ درلود، چې په یمن کې د قانوني مشروعیت د بېرته ځای پر خای کولو لپاره د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف د رسمي ویاند په توګه ټاکل شوی یم. دا هغه مقام وو چې زموږ ځواکونه کولی شي له رسنیو سره په باوري ډول او رڼه توګه اړیکه ونیسي او په سیمه کې د پیښو په اړه د خلکو نظرونو ته بدلون ورکړي.
زما دفتر خپل لومړنی ماموریت پراخ کړی. موږ په اونۍ کې مطبوعاتي کنفرانسونه لرو، د رسنیو سره مرکې ترسره کوو او د پوځي او بشردوستانه عملیاتو پرمختګ سره سم بیړني مطبوعاتي خبرتیاوې خپروو. نه یوازې دا، بلکې دا زما دنده ده چې د حوثي ډلو ټپلو ناسم مالومات افشا کړم. د رسنیو د جګړې په ډګر کې، کار ډیر لږ آسانیږي، په ځانګړي توګه کله چې تاسو له داسې دښمن سره مقابلې کولو ته اړ یاست چې د کربوړي په څیر خپل رنګ ته بدلون ورکوي، د ترهګرۍ او جرمي چلند لپاره څو اړخیزې کړنلارې کار اخلي، د سولې او امنیت د کمزوري کولو لپاره یې دین او ارزښتونه د هغه پر وړاندې خنډ نه ګرځي، او د حقایقو د له منځه وړلو او د کرکې هڅولو سره لېوالتیا لري.
د حوثیانو منفي تبلیغات
د ایران تر ملاتړ لاندې نورو ملیشوغوندې، حوثیانو د خپلو تبلیغاتو د پیاوړتیا د یوې وسیلې په توګه د ایران نښان په رسنیو کې ټاکلی دی چې له الاعلام الحربي څخه عبارت دی، او د دې ډلې د تحرکاتو، پروپاګند او پاروونکو هڅو نشرول په غاړه اخیستي. دروغ، جعل کاري او منفي تبلیغات د حوثیانو لپاره په یو لوی صنعت اووښتی او د ادولف هتلر پر مهال د پروپاګند نازي وزیر، جوزف ګوبلز دوکتورینو څخه کار اخلي. ګوبلز وایي، “که تاسو لوی دروغ ووایئ او تکرار یې کړئ، نو خلک به په پای کې پدې باور وکړي.” حوثيانو د خپلو رسنیو په منفي پروپاګند کې بې شمیره میتودونه کاروي. دوی دروغ وایی، حقایق پټوي، بیانیې تحریفوي، د خبرونو کیسې له ځانه جوړوي، خپل دروغ تکراروي ترڅو ریښتیا څرګند شي، او د خپل تر کنټرول لاندې سیمو کې اوازې او دروغ خپروي.
تر ټولو بده خبر دا ده چې حوثیان د حقایقو پر سرچینو باندې هغه مهال برید کوي چې کله دوی ته زیان رسوونکو خبرونو په پټولو کې پاتې راشي. د بېلګې په توګه حوثيانو ډېری د دوی مخالف خبریز سایټونه بند کړي، تلویزیوني چینلونه او ورځپاڼې یې بند کړي، او د یمن رسنیز ادارو د مرکزونو کنټرول یې ترلاسه کړی، او د دوی منځپانګه یې ضبط کړې. نه یوازې دا، حوثیان په ژورنالیستانو او د ټولنیزو رسنیو پر فعالینو چې د دوی مخالفت کوي، هم بریدونه کړي، دوی یې د نیولو یا شړلو ګواښ کوي.
زه غواړم ټینګار وکړم چې د عرب ایتلاف د ګډو ځواکونو قومانده لوړو موخه لرونکو معیارونو پلي کولو او همداراز په پوځي عملیاتو کې د نړیوال بشردوستانه قانون اصولو او عنعنوي مقرراتو ته ژمنه ده. د ګډو ځواکونو قوکانده، پیښو ته د رسېدنې لپاره هر اقدام ترسره کوي. دا باید په یاد ولرو چې د حوثیانو بریدونه نه یوازې سعودي عربستان بلکې نړیوال اقتصاد هم ګواښوي. د حوثيانو له هر برید څخه وروسته زه یو مطبوعاتي کنفرانس او خبر وړاندې کوم، چې زه پکې په واضح ډول د یمن له خاورې څخه د سعودي عربستان په لور د بالستیک توغندیو پر توغولو او د سعودي دافع هوا ځواکونو پر بالیتسک توغندیو د نظارت په هکله مالومات ورکوم، دا توغندي د استوګنې سیمې څنګه په نښه کوي، او څنګه یې مخنیوی کیږي او څنګه له تلفاتو پرته ویجاړیږي.
زه غواړم ټینګار وکړم چې حوثي ملیشې د ایران انقلابي ګارد لخوا لارښوونې ترلاسه کوي، او دوی ته په دوامداره توګه توغندي او نورې وسلې هم چمتو کوي. د حوثي بالیستیک توغندیز بریدونه په دې وروستیو کې وروسته له هغې شدت موندلی، چې ایران دغو ملیشو ته د توغولو تجهیزات ورکړل. په ورستیو کلونو کې د متحده ایالاتو جنګي کښتیو د حوثیانو لپاره لیږل شوې ایراني وسلې کشف او ضبط کړې. د ملګرو ملتونو د پریکړې پراساس تهران، د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا اجازه ترلاسه کولو پرته، له هیواد څخه بهر د وسلو له سنبالولو، پلورلو یا لیږدولو څخه منع دی. د یمن په اړه د ملګرو ملتونو جلا پریکړه لیک حوثي مشرانو ته د وسلو ورکول منع کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه جلا پریکړې – چې یوه یې 2216 (اپریل 2015) او بله یې 2266 (فبروري 2016) دي- څرګندوي چې غړي هیوادونه حوثیانو او د دوی ځایی متحدینو ته د وسلو لیږد د مخنیوي لپاره “اړین اقدامات” نیسي.
په یمن کې عربي ایتلاف بشپړ شواهد راټول کړي چې ایران حوثيانو ته ریموټ کنټرول لرونکې اتومات موټر ورکوي چې د یوې ځانګړې لارې په لور پرمختګ لپاره پروګرام کیدلی شي یا د فوټو الیکټرریک لارښود سیسټم په کارولو سره هدف ته رسیدلی شي. د ایران په ملاتړ حوثي ترهګرهیزه ملیشې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په سعودي عربستان او یمن کې ملکي وګړو او عادي اوسیدونکو په نښه کولو سره له نړیوال بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه کوي. ایراني وسلې او له حوثي ترهګرې ملیشې څخه ملاتړ د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پیښوي.
د عرب ایتلاف د مرستو هڅې
د یمن پلازمینې صنعا د کنټرول له اخیستو راهیسې حوثي ملیشې سیمهییزو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو څخه باج اخلي او په هره پروژه کې یې مرستې لوټ کړي او یا یې ترې مالیه اخیستې. ډیری بشري کارکوونکي شکایت کوي چې حوثیان یمن ته د مرستې او بسپنو د کنټرول په لټه کې دي. یمن د نړۍ ترټولو سخت بشري ناورین سره مخ دی، ځکه چې ملېشو د 2014 په وروستیو کې د دې هیواد د قانوني حکومت په وړاندې کودتا او وروسته جګړه پیل کړه.
د یمن د 2019 بشردوستانه غبرګون پلان په اړه، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو (متحده امارات) او کویټ د خوراکي توکو د امنیت لپاره د 500 ملیون ډالرو په ګډون د ټولټال 1.75 ملیارد ډالرو ژمنه وکړه. له 2019 راهیسې سعودي عربستان او امارات د بشردوستانه مرستو تر ټولو لوی تمویلوونکي دي. حوثیان هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې په وړاندې د بشري ناورینونو څخه د پوښښ په توګه کار واخلي، ترڅو د یمن ټولنه وویروي او د نامنظمو مالیاتو له لارې د دوی کړاوونه زیات، او په یمن کې دننه یمني خلک له بشري مرستو څخه بې برخې کړي.
ایتلاف د یمني خلکو لپاره د خپل ملاتړ په تایید سره، له صنعا څخه د یمني ناروغانو په لیږدولو سربیره د بشري مرستو کاروانونه هم پرمخ وړي. دا د بشري مرستې رسونې د هڅو یوه برخه ده ترڅو د یمن له خلکو سره ودریږي او د هغو ناروغانو په دردونو کې کموالی راولي چې درملنې ته اړتیا لري، او همدا ډول هغو کسانو سره مرسته وکړي چې لا علاج ناروغي لري. هغه الوتکې چې په هوایي پله کې کارول کیږي د “رحمت الوتکو” په نوم پیژندل کیږي.
د جنګ له مسایلو ورهاخوا، سعودیان د ټپي شوو یمني سرتیرو لپاره روغتیایي مرستې چمتو کوي. د پاچا سلمان بشري مرستو د احصاییو له مخې په زرګونو یمني ټپیان په کور دننه، د شخصي یمني روغتونونو او تخصصي کلینیکونو له لارې او بهر ته د درملنې لپاره نورو هیوادونو ته لیږلو سره ورته پاملرنه ترلاسه کړې. د خپل بشري ځواک له لارې د پاچا سلمان بشري مرستې له 36 څخه ډیر هیوادونو ته غزیدلي.
په تیرو کلونو کې، نوموړي ایتلاف په یمن کې دننه او بهر د پاچا سلمان د مرستو تر چتر لاندې د 21000 زیاتو ټپي یمنیانو درملنه کړې. زما هیواد “د ټپیانو کورونه” جوړ کړي. دا کورونه د هغو یمنیانو لپاره ځانګړي شوي چې اوږد مهاله درملنې ته اړتیا لري. پدې توګه ایتلاف یوازې په سعودي عربستان کې د 12795 ټپي یمنیانو درملنه کړې.
دا شمېرې د هغه اهمیت او پاملرنې څرګندوی دی چې سعودي عربستان د حوثیانو لخوا په لاره اچول شوي جنګ او کودتا کې زیانمن شوي یمنیانو ته ورکړې. په یمن کې د خصوصي سکتور روغتونونو کې 5725 ټپي یمنیان شتون لري. نږدې د 1000 پېښو درملنه په هغو روغتیایي مرکزونو کې شوې چې د سترګو ټپونو کې تخصص لري، د 534 ټپیانو درملنه په اردن کې شوي، 280 په سوډان او یوه درملنه په هندوستان کې شوې ده.
د ټپیانو درملنې سربیره، سعودي عربستان په تیرو څلورو کلونو کې په یمن کې د نیم ملیارد ډالرو څخه په ډیر ارزښت 120 روغتیایی پروژې پیل کړې. موږ په ماریب عمومي روغتون کې د بدن د مصنوعي غړو یو مرکز رامینځته کړی، او په نړیوال روغتیایي سازمان کې مو د یمن د ګټو لپاره یوه پروژه تمویل کړې، پداسې حال کې چې د ډینګي تبې او کولرا ناروغۍ سره چې په هېواد کې په خپرېدو ده، هم مبارزه کوو. سعودي عربستان همداراز د یمني روغتونونو د ملاتړ لپاره طبي پرسونل چمتو کړي، د ماریب روغتون، په عدن کې د الجمهوري روغتون، په حجه کې د السعودي روغتون او په سعده کې د السلام روغتونونه جوړ کړي او فعالیت په کې روان دی.
د خپل بشري رول پر اساس، د ګډو ځواکونو قوماندې د یمن په ولایتونو کې له جنګ ځپلو خلکو سره د بېړنۍ هوساینې کمپاینونه ترسره کړي له اغېزمنو خلکو سره یې د بشري مرستو چمتو کولو لپاره هوایی پلونه جوړ کړي، چې موخه یې له اغیزمنو خلکو مرستې او د دوی کړاونه کمول دي. دا مرستې د پاچا سلمان مرستندویې ټولنې په همکارۍ او د یمن د پراختیا او بیارغونې لپاره د سعودي پروګرام له خوا وړاندې شوې. د یمني وګړو د کړاوونو کمولو لپاره، د هوساینې کمپاینونو کې خواړه، روغتیایي توکي او د سړکونو خلاصولو، څاه ګانو وهلو، او د برېښنایي مزو د ساتنې او بیاجوړولو لپاره ساختماني توکي چمتو کوي.
لکه څنګه چې نړۍ د کورونا ویروس د ناروغۍ پروړاندې یوه شوې، ایران او حوثي ملیشو یې په یمن کې خپلو سرغړونو ته دوام ورکړی. پداسې حال کې چې خلک د کورونا ویروس له کبله مړه کیږي، ایران په سیمه او نړۍ کې د تروریستي ډلو د ملاتړ لپاره د خپل ټول مادي او لوژستیکي ظرفیتونو کارولو ته مخه کړې. د ایتلافي ځواکونو د هر اړخیز اوربند له اعلان سره سره حوثيانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. د ایران له ملاتړه برخمنې ملیشې په یمن کې د ژوند ژغورنې په هدف د سولې ټولې هڅې له منځه وړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې نړۍ د کروناویروس له ګواښ سره مخ ده.
موږ د یمن حکومت له هغې پریکړې څخه ملاتړ کوو چې پکې یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اوربند غوښتنه منلې ده، ترڅو د کروناویروس د خپریدو مخنیوی وشي، او د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مارتین ګریفیت د اوربند، د تاوتریخوالی کمول، او د ښکیلو خواو ترمنځ په بشري او اقتصادي برخو کې د اعتماد جوړونې په موخه د عملي اقداماتو څخه ملاتړ وکړي.
برید جنرال ترکي بن صالح المالکي، چې په یمن کې د مشروعیت د بیرته پرځای کولو لپاره د عرب ائتلاف رسمي ویاند دی، په 1997 کې د پاچا فیصل هوایی اکاډمۍ څخه په ایروناټیکل ساینس کې لیسانس ترلاسه کړ، او په 2015 کې د کمانډ او ځوانو افسرانو کالج څخه یې په پوځي ساینس کې ماسټري ترلاسه کړه.
برید جنرال المالکي په 1974 کې زیږیدلی او د خپل مسلک په پیل کې د متحده ایالاتو فلوریدا ایالت ته د پینساکولا سمندري – هوایي چلند په ښوونځي کې د زده کړې لپاره لیږل شوی وو. هغه د ټي- 34، ټي- 39 او ټي- 2 په ګډون څو هوایي کورسونه تکمیل کړل، او د 2000 په نیمایي کې فارغ شو. هغه همداراز په دهران کې د شاه عبدالعزیز هوایی اډه او په خمیس کې د پاچا خالد هوایی اډه کې افایچ-15اس الوتکې ته الوتنه ورکړه. هغه د پلان او عملیاتو څانګه کې د سعودي شاهي هوایي ځواک په قومانده کې خپل پوځي مسلک ته دوام ورکړ.
برید جنرال د پرمختللي الوتنې، سایبري جنګ، فضایي مدیریت، د هوایی عملیاتو پلان جوړونه، دافع هوا، د ډلهییزې وژنې له وسلو سره مبارزه، او په نړیوال بشري قانون کې د وسلوالې شخړې اغیزې کمولو لپاره خپله پوهه پراخه کړې.
Comments are closed.