په یمن کې د جګړې اړخونه بندیان تبادله کوي
یونیپث کارکونکی
د یمن په کورنۍ جګړه کې ښکیلو خواو د 2020 په اکتوبر کې په سلګونو بندیان تبادله کړل. په یمن کې د سولې د راتلو لپاره یاد ګام څخه د خورا مهم پړاو په توګه هرکلی وشو.
دا پرمختګ د 2020 په سپتمبر کې په سویس کې د ملګرو ملتونو لخوا د جوړو شوو خبرو اترو پر مهال ترسره شو. دا په 2015 کې د شخړې له پیل راهیسې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي ملیشو او د یمن قانوني حکومت لخوا د جنګی بندیانو تر ټولو لویه تبادله وه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیرس د سره صليب له نړیوالې کمیټې څخه مننه وکړه چې د بندیانو د تبادلې په څارنه کې یې مرسته وکړه. شاوخوا 680 یاغیان خوشې شول او د حوثیانو تر کنټرول لاندې صنعا ښار ته ولېږدول شول. په بدل کې د قانوني حکومت اړونده 400 جنګي اسیران د عدن ښار ته واستول شول. حوثیانو دوه امریکایي یرغمل هم خوشې کړل، او د حوثیانو 200 پلویانو ته له عمان څخه کور ته د راستنیدو اجازه ورکړل شوه.
په یمن کې جګړې له 100000 ډیر خلک وژلي او د هیواد په ډیری برخو کې یې فزیکي، ټولنیزه او اقتصادي ویجاړتیا رامنځته کړې. د 2020 په جولای کې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره (USAID) د یمنیانو لپاره د 27.4 ملیون ډالرو په ارزښت د اقتصادي بیارغونې او هوساینې درې کلن پروګرام پیل کړ. دغه پیسې به د کروندګرو، کب نیونکو، او کوچنیو او منځنۍ کچې سوداګریو سره مرسته وکړي.
سربیره پردې، په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان دایمي استازی، عبد الله وای الموالیمي اعلان وکړ چې د پاچا سلمان د بشري مرستو او هوساینې مرکز به د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ سره 20 ملیون ډالر مرسته وکړي. دغه بشري مرستې د سلګونو زرو بې ځایه شوو یمنیانو د مرستې لپاره ډیزاین شوې.
سرچینې: ملګري ملتونه، بي بي سي، Elaph.com، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره
Comments are closed.