په قطر کې د نړۍ نقشې خوندي کول
د قطر 2022 عالي کمېټې د سپورټ امنیت له نړیوال مرکز (ICSS) سره د 2021 کال په جولای کې د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ چې د د 2022 فیفا نړیوال جام لپاره د امنیت، خوندیتوب پلان جوړولو او ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
د دغه یادښت له مخې به ICSS له عالي کمېټې سره په بېلابېلو مهمو برخو کې مرسته وکړي؛ د ظرفیت جوړونې او روزنې لپاره یوه عمومي ماسټر امنیتي مفهوم رامځته کولو په ګډون.
ICSS به له بېلابېلو هغو قطري کمېټو سره همکاري او ګډ کار باوري کړي چې د 2022 فیفا نړیوال جام لپاره د اسانتیاوو، امنیت او خوندیتوب برابرولو دنده پر غاړه لري.
د ICSS مشر، محمد هنزېب وویل: «د ICSS موخه دا ده چې د دغه ډول لویو سپورټي مراسمو د تنظیم امنیت خوندي کړي او موږ خوشاله یو چې د له قطر 2022 عالي کمېټې سره مو دا مهم قرارداد لاسلیک کړ». «د امنتي پروسیجرونو لپاره د نړیوالو معیارونو لوړول تر بل هر وخته مهم دي او موږ هڅه کوو چې له قطر 2022 عالي کمېټې سره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پوهه، مهارت او تر ټولو غوره تمرینونه شریک کړو.»
قطر، چې په فوټبال کې یې تر ټولو لویه لاسته راوړنه په متحده عربي اماراتو کې د 2019 کال اسیایي فوټبال کنفېدراسیون اسیا کپ لاسته راوړل وو، په بریالیتوب یې د 2021 کال په فبروري کې د فیفا کلبونو نړیوال کپ 17ام دور کوربه توب وکړ چې په نومبر کې د 2022 نړیوال کپ لپاره خپل تیاری و ازمویي.
د قطر په دوحه کې یو نړیوال نا انتفاعي سازمان دی چې په 2010 کې جوړ شوی؛ موخه یې د سپورټي مراسمو د امنیت خوندي کول او په ښه توګه ترسره کول دي. دا د سپورټي مراسمو تنظیم کوونکو کمېټو، انجمنونو او دولتونو ته د مشورې، روزنې او څېړنې خدمتونه وړاندې کوي.
فیفا د 2010 په ډسمبر کې قطر ته د فوټبال د دغه ټورنمېنټ د کوربه توب حق ورکړ. دا په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې لومړنی هېواد دی چې داسې ویاړ ترلاسه کوي.
سرچینې: alkhaleejonline.net، اېنډېپېنډېنټ، ګارډین
Comments are closed.