څانګېد سیمې هېوادونه په قزاقستان کې د کووېډ- 19 له کبله اووښتی زیات By Unipath On Jan 4, 2021 A medic checks the temperature of a driver at a COVID-19 checkpoint west of Bishkek. APF/GETTY IMAGES Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی د کوویډ- 19 له خپریدو سره سم، له چین سره په ختیځه پوله کې، قرغزستان د خپل اقتصاد د بیارغونې لپاره د اروپایي ملګرو ملاتړ ترلاسه کړ. اروپایی اتحادیې نه یوازې له کوویډ- 19 سره د مبارزې لپاره قرغزستان سره د مرستې ژمنه وکړه، بلکې د مالي مرستو اندازه یې زیاته کړه چې ډېره مرسته د هیواد ټولنیزو خدماتو سکتور ته چې له مالي اړخه تر فشار لاندې وه، ځانګړې شوې وه. قرغزستان د کوویډ- 19 قرنطین له کبله په لسګونو میلیون ډالر مالیه او ګمرکي محصولات له لاسه ورکړل. اروپايي اتحادیه په 2019 کې د مرکزي آسیا لپاره د ستراتیژۍ له پلي کیدو وروسته، قرغیزستان سره په فعاله توګه ملګرتیا پالي، چې د بشري حقونو، د پولو امنیت، د چاپیریال ساتنې، اقتصادي پراختیا او پر سیمهییزه همکارۍ باندې پکې ټینګار کیږي. قرغزستان او اروپايي اتحادیه په پام کې لري تر څو په 2020 کې د همکارۍ د پراخېدو تړون لاسلیک کړي. په نړیواله کچه د کوویډ- 19 له خپرېدو مخکې، اروپایي اتحادیې له دغه هیواد سره د ټولنیزو خدماتو د پرمختګ لپاره مالي مرستې وکړې. په دغو مرستو کې د زیانمنونکو ماشومانو لپاره د پالنې او پاملرنې سیسټم رامنځته کول هم ګډون درلود. د قرغزستان ولسمشر سورونبي ژینبکوف هم د آلمان د پراختیايي بانک او د اروپا د بیارغونې او پراختیا له بانک څخه د مرستې غوښتنه وکړه. سرچينې: کې جي، ایلګیزیت، ازاتي، د آزادې اروپا رادیو Facebook Twitter Share
Comments are closed.