یونیپث کارکونکی
ده ته د جګړې د ګرمیدو په وخت کې د مشرتابۍ مهارتونو او په ځان باور په خاطر د ساحوي قوماندانانو په منځ کې جایزه ورکړل شوې. ترحم او ښو اخلاقو هغه د سرتېرو او قوماندانانو په منځ کې د ډېر درناوی وړ شخصیت جوړ کړی. دی هر وخت له لومړۍ کرښې لیدنه کوي او د سرتېرو ستونزې او غوښتنې خپله اوري. دا د عراق د پوځ لوی درستیز، جنرال عبدالامیر رشید یارالله دی.
د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د ازادۍ بښونکو جګړو پر مهال، د پوځ قوماندانان له سختو حالتونو سره مخ شول. خو جنرال یارالله د جګړې په اداره کولو کې کلکه او پوځی هوښیاري نندارې ته وړاندې کړه. کله چې دی د ګډو عملیاتو په قومانده کې د قوماندې او کنټټرول مرکز شاوخوا ګرځیده، موسکا به یې د عسکرو مورال زیات کړ او د ساحې قوماندانانو ته به یې ډاډ ورکړ. د ده کاري مسولیت د شپې تر ناوخته پورې وغځېدل؛ د کشفی الوتکو د ویډیو له لارې به یې جګړه څاره. په ساحه کې له قوماندانانو سره د ده چټکه مفاهمه د دې سبب شوه چې راشي، ځینې یې د ایتلافي شریکانو لخوا برابر شول. د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي خلکو خوندیتوب تل د جنرال لپاره لومړیتوب و.
نوموړی وایي:”ما دا ویاړ درلود چې د مشرتابه له خوا د عراق په تاریخ کې په ډېرو سختو شرایطو کې د ګډو ځواکونو د مرستیال قوماندان مقام ترلاسه کړم، هغه مهال چې داعش ترهګرې ډلې پر موصل، صلاح الدین او انبر برید وکړ او بغداد یې محاصره کړ.” “موږ چټک کار وکړ چې د قوماندې یو ځنځیر جوړ کړو او د دې ښارونو د ازادولو لپاره پلانونه جوړ کړو. مونږ له خپلو ایتلافی ملګرو سره ګډ کار وکړ، له ډیرو سختو حالاتو او ستر ګواښ سره مخ شو؛ خو د خدای په فضل او د خپلو سرتېرو په همت بریالي شو او د ملکي وګړو ژوند مو وژغوره”.
لوی درستیزۍ ته په ارتقاء، د ده پوځي فلسفه دا ده چې د روزنې او قوماندانانو د مناسب انتخاب له لارې یو داسې نمونه پوځ جوړ کړي چې پر ځان باور او پوځي غرور ولري.
نوموړي وویل: “د یوه قوماندان واک د هغه د لښکر په تعداد نه دی او نه هم په خنډونو جوړولو کې چې سرتېري ده ته لاسرسی ونه لري؛ قوماندان د خپلو سرتیرو د باور په خپلولو سره واک ترلاسه کوی شي”.
”له افسر سره په وېره چلند نه کېږي ښه ده چې د سرتېري درناوی خپل کړو. په ستونزمنو حالاتو کې د سزا وېره له منځه ځي او یوازې د سرتېرې وفاداري او درناوی پاتې کېږي.”
هغه د ساحوي قوماندانانو د افسوس وړ برخلیکونه یاد کړل چې ډیرې مهمې جګړې یې په دې خاطر له لاسه ورکړی چې دوی د خپلو سرتیرو په برابرولو کې ناکام شول. ده وویل، د یوه افسر بریالیتوب او هغه مقام چې اشغال کړی یې دی، د هغه د سرتېرو په کړنو، قربانیو او په جګړه کې د دوی په زغم پورې تړلی دی.
یعنې چې افسران باید په خپلو ډلګیو کې له خلکو سره ځان بلد کړي. د ژوند په شرایطو، استوګنځي، معاش او رخصتۍ یې خبر شي. د افسرانو دروازه باید ټولو سرتېرو ته پرانیستې وي او ستونزې په چټکی حل کړی.
”زه تاسو ته مشوره درکوم چې د خپل عسکر ساتنه وکړئ ځکه چې هغه ستاسو د بریالیتوب کیلې ده. عسکر دی چې تاسو یوازې پرېږدي یا مو ملاتړ کوي. دا داسې څوک دی چې ټوپک ګرځوي او د وطن دفاع کوي.”
د جنرال یارالله د عسکرۍ خوب هغه وخت رښتیا شو چې کله ده په 1984 کال کې د پوځي کالج له (86ام ټولګي) څخه فارغ شو او د عراق د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو په 66مه لوا کې یې دنده ترلاسه کړه. هغو ځواکونو د بصرې جنوب کې د ام الرصص ټاپو په ازادولو ویاړ ترلاسه کړ.
نوموړی په 2001 کال کې د کومانډو د ډلګي قوماندان، په 2006 کال کې د لوا قومندان او په 2009 کال کې د فرقې قومندان شو. په 2012 کال کې د ځمکنیو ځواکونو لوی درستیز، په 2014 کال کې د پوځ د لوی درستیز مرستیال، په 2014 کال کې د موصل له سقوط وروسته د ګډو ځواکونو مرستیال او په 2020 کال کې د پوځ لوی درستیز شو.
جنرال یارالله د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د استخباراتو د اهمیت او د مسلکی توب او اهلیت پر بنسټ د استخباراتو د افسرانو د استخدام ډاډ ورکوي. دوی دوه اصلي دندې لري: له خلکو سره د اړیکو له لارې د دښمن پیژندل او د پوځ دننه له فساد سره مبارزه.
د عراق د پوځ په سازماني جوړښت کې، استخبارات د کنډک او مرکز په کچه لویه دنده لري. خو دا مهمه ده چې د استخباراتو افسران پر”ډګر”تمرکز وکړي، یعنې چې د عملیاتو د ساحو په اړه پوره پوهه ولري. دوی باید د دښمن پر ټولو جزیاتو پوه شي او له ښاریانو سره اړیکې جوړې کړي چې د سیمې د خلکو سترګې او غوږونه وي.
د جنرال یارالله په نظر، په استخباراتي عملیاتو کې باید له سازمان شویو جرمونو سره مبارزه هم شامله وی. دا جرمونه د ترهګرۍ مالی ملاتړ کوي. او کله چې دولت له سازمان شویو جرمونو سره مبارزه ونه شي کړی، پر امنیتي ځواکونو د خلکو باور کمېږي.
جنرال یاالله وایي: “دا د ترهګرۍ یو اړخ دی او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي ترڅو له منځه لاړ شي”. “د امنیتی ځواکونو شتون خلکو ته د خوندیتوب احساس ورکوي، نو موږ ټول باید د خلکو او سرتېرو ترمنځ باور پیاوړی کړو؛ که چېرې موږ د امنیتی ځواک په توګه د ترهګرۍ د مخنیوی لپاره د عملیاتو له لارې خپله دنده ترسره نه کړو، خلک به پر خپلو امنیتی ځواکونو باور وبایلي.”
جنرال یارالله وویل؛ په پوځی واحدونو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره، د استخباراتو افسرانو ته پکار ده چې د سرتېرو لپاره د بشپړتیا، مسلکیتوب او اخلاقو په برخه کې غوره بېلګې وټاکي. دوی باید هڅه وکړي چې په عملیاتي قومندانۍ او لرې واحدونو کې د فساد ضد مبارزه وکړي. دی د استخباراتو ادارې ته له فساد سره د مبارزې د اصلي ادارې په نظر ګوري.
نوموړي وویل:”د افسر لپاره راستي تر ټولو مهمه ده. په یوه واحد او کاري ساحه کې د افسر راستي ده روزنه او پوځي غرور ښيي.”
”یو قومندان باید د خپلو سرتېرو او خلکو لپاره د غرور منبع وي. موږ باید له ځانه داسې ریکارډ پرېږدو چې موږ او کورنۍ ته مو ویاړ وي؛ باید راتلونکو نسلونو ته یو خوندې هېواد جوړ کړو، په دې توګه زموږ بچیان او لمسیان زموږ کار ته په ډېر ویاړ ګوري”.
Comments are closed.