څانګېد سیمې هېوادونه پاکستان مني چې سایبري امنیت ته اړتیا لري By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د پاکستان د معلوماتي ټکنالوژی او مخابراتو وزارت د یو سایبري امنیتي ادارې د جوړولو پلانونه اعلان کړل، ترڅو د کمپیوټري سیسټمونو پروړاندې چې دغه هیواد ورباندې تکیه لري، د زیاتیدونکي ګواښونو سره مبارزه وکړي. د مخابراتو وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقي څرګنده کړه چې دغه اداره به د جامع سایبري امنیت پالیسي پراساس فعالیت کوي چې هیواد یې د سایبري جرمونو پروړاندې د دفاع لپاره چمتو کوي. د پاکستان د مخابراتو د ادارې په وینا، تر 50 ملیونه ډیر پاکستانیان د چټک انټرنیټ لرونکي ګرځنده تلیفونونو ته لاسرسی لري. صدیقي وویل، د کمپیوټري سیستمونو د زیاتوالي خطر سره سره، د پاکستان اقتصاد به د معلوماتو ټیکنالوژۍ د پراخیدو څخه ګټه واخلي. دغه وزارت په پام کې لري چې د معلوماتي ټیکنالوژۍ زده کړې لپاره د سمون اداره جوړه کړي ترڅو د ښه کیفیت ډاډ ترلاسه شي او هر کال په پاکستان کې د 25000 معلوماتي ټکنالوژۍ فارغینو لپاره دندې پیدا کړي. هغه وويل: “زما زړه ځوان نسل سره ده، او دا وزارت د علمي او مسلکي ودې د پياوړتيا لپاره کار کوي.” “مونږ اړ یو ترڅو د کاري فرصتونو په زیاتولو او د بیکارۍ په پای ته رسولو سره د نورې نړۍ سره ځان برابر وساتو. دا ټیکنالوژي او با کیفیته ښوونه او روزنه ده چې د غربت په کمولو کې یې مرسته کړې ده.” د بهرني او غیر دولتي عواملو لخوا د سایبري ګواښونو په اړه صدیقي خبرداری ورکړ چې راتلونکې شخړې به سایبري وي او پاکستان اړ دی چې احتمالي بریدونو څخه مخنیوی وکړي. هغه وویل: “حکومت له امنیتي ګواښونو څخه خبر دی او د سايبري امنیت د یو داسې ادارې په جوړولو کار کوي چې له هر ډول داسې ګواښونو سره مبارزه وکړي.” په کال 2016 کې چې پاکستان د سایبري پیښو له د زیاتوالی سره مخامخ و د بریښنایی جرمونو د مخنیوي قانون یې تصویب کړ، چې پکې د بیړنیو پیښو پروړاندې د غبرګون کمپیوټري ټیمونه د رامینځته کولو وړاندیزونه شامل و، لکه څنګه چې نورو هیوادونو یې لري. Facebook Twitter Share
Comments are closed.