پاکستان د تروریزم تمویل سره په مبارزه کې درجه بندي ښه شوې ده
د پاکستان د پیسو مینځلو او خپلو پولو کې پیښیدونکي د تروریستانو مالي تمویل راکمولو ته ژمنتیا د دا ډول غیرقانوني پیسو د انتقال نظارت کونکي نړیوال سازمان څخه دې هیواد ته لوړه درجه خپله کړې ده.
د 2022 اکتوبر کې، د مالي عمل کاري ځواک (FATF) تایید کړه چې دې د پیسو مینځلو سره مبارزې (AML) او د تروریزم مالي تمویل سره مبارزې (CFT) کې د تشو په ارزولو سره پاکستان خپل د هیوادونو “خړ لیست” څخه لیرې کړی دی.
د FATF رییس ټي. راجا کمار په پاریس کې د FATF مرکزي دفتر کې دا پریکړه اعلان کړه. کمار وویل، “پاکستان خپل د عمل پلانونو ژمنتیا پوره کولو لپاره تخنیکي تشې په ګوته کړي دي.”
د FATF د ارزونې یو ټیم د اګست په میاشت کې پاکستان ته تللی و ترڅو تایید کړي چې نوموړي هیواد خپل AML او CFT ښه کړي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې ستونزې سره مبارزې لپاره د 34 ټکو پلان په کار اچولو لپاره د خپل هیواد د هڅو ستاینه وکړه. پدې پلان کې د غیرقانوني پیسو د انتقال په مخنیوي کې د مرستې لپاره قضایی او انتظامي اصلاحات شامل دي.
د خبرونو اوریدو پرمهال لومړي وزیر شریف اعلان وکړ، “د FATF د خړ لیست څخه د پاکستان وتل د کلونو راهیسې زموږ مشخصې او پایښت لرونکې هڅې ثابتوي.” “زه غواړم زموږ ملکي او نظامي مشرتابه ته مبارکي ووایم او همدارنګه ټولو هغه نهادونو ته چې د هغوی سخت کار د نن ورځې د بریا لامل شوی.”
FATF ځانته “خپلواک بین الحکومتي نهاد وایی چې د پیسو مینځلو او د تروریزم د تمویل پروړاندې د نړیوال مالي سیسټم محافظت کولو لپاره پالیسۍ جوړوي او تریجوي.”
تکړه اقتصاد پوهه هارون شریف الجزیره ته وویل چې د FATF اعلان پاکستان ته اجازه ورکوي چې هغه مجازات او جریمې یو اړخ ته کړي کومو چې د پیسو په جریان کې د ځنډ په واسطه د دې هیواد مالي سیسټم ته زیان رسولی شو.
نوموړي اقتصاد پوهه الجزیره ته وویل، “اوس هغه څه چې باید هیواد یې وکړي هغه په خپله لاره کې پاتې کیدل دي، او پدې کې ستره مانع د دې د پلي کولو ظرفیت دی. دا باید نهادونه اصلاح کړي، چې بیا دغه نهادونه وکړی شي هرډول شکمن انتقالات او لیږدونې وپیژني او وې نیسي او هرڅوک چې پکې دخیل وي مجازات یې کړي.”
FATF او نورو مالي څارونکو د تروریزم په ملاتړ تورن سازمانونو محکمه کولو کې د پاکستان مخکې وړتیا نه درلودو باندې نیوکې کړي. په 2022 اپریل کې، پاکستان د لشکر طیبه وسله والې ډلې پورې تړلي تمویل کونکي محاکمه کړل. پاکستان نوموړې ډله تروریستي ډله اعلان کړې. سرچینې: الجزیره، FATF
Comments are closed.