څانګېد سیمې هېوادونه پاکستان د افغانستان پر پوله د اغزن تار ډېره برخه بشپړه کړې By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter د امریکا غږ د 2020 په پسرلي د کروناویروس ناروغۍ پر مهال، پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره پر پولې باندې د 2600 کیلومترو په اوږدو کې له ٪ 70 څخه ډیر اغزن امنیتي تار جوړ کړی او تمه ده چې دغه پروژه په 2021 کې بشپړه شي. د پاکستان اردو د دغه 500 ملیون ډالرو پروژې نه څارنه کوي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ تاریخي سرحد خوندي کړي. د 3 متره لوړ فلزي کټارې جوړولو سربیره چې پر سر یې اغزن مزی نصب شوی، پاکستان خپلې ساتونکې پوستې د څارنې په عصري وسایلو سمبال کړي. د 2020 په مې کې د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار وویل، “د کټارې جوړول درول شوي ندي. په خیبر پښتونخوا کې پر پاک – افغان پوله باندې کار پای ته نږدې شوې او په بلوچستان کې کار هم په ګړندۍ توګه روان دی.” دا کټاره د غیرقانوني تیریدو، قاچاق او ترهګرو نفوذ د څارلو لپاره طرحه شوې. پاکستاني سرتیرو همداراز له افغانستان سره په لږه کنټرول شوې پوله له لونو راهیسې د تروریزم پرضد عملیات ترسره کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې هڅو ته “د پام وړ پرمختګ” او “تاریخي فرصت” په توګه ګوري. پاکستاني چارواکي د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د افغان سولې د پروسې د اسانولو لپاره کریډیټ اخلي. د طالبانو مشران او د هغوی کورنۍ له پولې هاخوا په پاکستان کې د څو ملیونو افغان مهاجرو په منځ کې اوسیږي. د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي، “پاکستان له خپله اړخه له یو داسې سولهییز، باثباته، متحد، ډیموکراتیک او سوکاله افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکوي، چې هم په خپله او هم له ګاوندیو سره په سوله کې ژوند وکړي.” پاکستان همداراز له ایران سره د خپلې پولې د ځینو استحکاماتو جوړولو ټینګولو اعلان له هغې وروسته وکړ، چې ترهګرو په بلوچستان ایالت کې پاکستاني سرتیري ووژل. Facebook Twitter Share
Comments are closed.