پاکستاني کښتۍ د اردن له عقبې بندر څخه لیدنه کوي
یونیپث کارکونکی
سور سمندر او مدیترانې سمندر ته د خپلو ځواکونو د لیږلو لپاره د پاکستان د سمندري لارښود توغندي کښتۍ PNS ذوالفقار د 2020 میلادي کال په وروستیو کې د اردان عقبې بندر ته ورسیدي.
د جنګي بېړیو لیدنه د سیمې د سولې او سمندري امنیت په برخه کې د پاکستان د سمندري ځواک پر مرستې ټینګار و. پاکستان په بحرین کې میشته د متحده ایالاتو په مشرۍ په ګډو سمندري ځواکونو (CMF) کې یو ثابت ګډون کوونکی دی.
د کښتۍ په پخوانیو ماموریتونو کې سومالیا ته نژدې د سمندري غلاو پر ضد عملیاتو چې د ګډ کاري ځواک 151 یوه برخه وه، او د عمان خلیج او عربي سمندر کې د مخدره توکو قاچاق د مخنیوی لپاره د ګډ کاري ځواک 150 د یوې برخې په توګه و.
نوموړي کاري ځواکونه او دریم یې په عربي خلیج کې چې د ګډ کاري ځواک 152 په نوم یادیږي د ګډ سمندري ځواکونو برخه ده.
په اردن کې د خپل تمځای په یوي برخه کې PNS ذوالفقار قوماندان افسر د اردن د سمندري ځواکونو له قوماندان ډګروال هشام الجراح سره ولیدل. ډګروال الجراح د کال 2021 په فبرورۍ کې، په کراچۍ کې د پاکستان تر مشرۍ لاندې په سمندري تمریناتو کې چې AMAN-21 په نوم یادیږي، په ګډون سره د پاکستان حق بېرته پرځای کړ.
PNS ذوالفقار به وروسته د ختیځ مدیترانې سمندر ته سفر وکړي ترڅو د ترکیې تر مشری لاندې په سمندري تمرین کې برخه واخلي، مګر د عقبې د پریښودو دمخه دغه کشتۍ د اردن د سمندري کښتیو سره مشقونه ترسره کړل.
دغه روزنه چې د اردن په سیمه ایزه اوبو کې ترسره شوه، د اردن د ګړندي برید بیړۍ الحسن او د ساحلي ګزمې څو نورو کښتیو پکې برخه درلوده. سرچینې: د استخباراتو عامه اړیکې (پاکستان)، ګډ سمندري ځواکونه
Comments are closed.