پاکستاني پیلوټان د امریکا متحده ایالاتو سیالانو سره روزنه کوي
د درې کلونه وقفې وروسته، د پاکستان هوایی ځواک د فبروري 28 څخه تر مارچ 4 پورې د فالکون تالون (د باز پنجه) 2022 په جریان کې د امریکا متحده ایالاتو هوایی ځواک سره خپل لومړی د دوه اړخیزې روزنې تمرین وکړ.
تمریني الوتنې، هوایی مانورونه، پاراشوټ او د کومانډو چاپې د هوایې ځواک ځمکني ځواکونو په واسطه د ګډون کونکي ځواکونو لخوا د تمرین شوي محاربوي سناریوګانو برخه وې.
روزونکو د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان هوایې ځواک پرسونل ترمینځ د “ګړندي محاربوي استخدام” لپاره اړتیا باندې تاکید وکړ، ترڅو هغوی وکړی ي خپل نظامي مهارتونه د محدود تخصصنو ورهاخوا ته واړوي. د ریالیزم په نوم، ځمکني کارمندانو څخه وغوښتل شو په چټکۍ سره هغه الوتکې بیرته په وسلو سمبال او سونګ توکي یې ډک کړي چې انجنونه یې لاهم چالان و.
فالکون تالون د پاکستان هوایې ځواک (پي.ای.ایف) او د امریکا متحده ایالاتو د نهم هوايې ځواک/هوایې ځواکونو مرکز (افسینټ) ترمینځ د 2019 راهیسې لومړی دوه اړخیزه روزنیز پروګرام و. پي.ای.ایف د ایسز میټ په نوم د دوه اونیو څو ملیتي هوایې تمرین کوربه توب په 2021 کې وکړ چې پدې کې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان ګډون درلود او د بحرین، اردن او مصر افسران پکې د مشاهده کونکو په حیث موجود و.
پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی دفاعی اتاشی، د امریکا متحده ایالاتو د اردو برید جنرال جیمز سینډل وویل، “د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان د اړیکو 75مې کلیزې لمانځلو په لړ کې، زموږ اردوګانې د فالکون تالون په جریان کې زموږ د همکارۍ وړتیا او د مشارکت ظرفیت ډیرولو ته خوشحاله وې.”
”ښکیلتیاوې لکه د پي.ای.ایف او د امریکا متحده ایالاتو د هوایې ځواک ایف – 16 جنګي الوتکو سره ژوندۍ الوتنه، او همدارنګه زموږ د مراقبت او د امنیتي ځواکونو د مسلکي افرادو سره تبادلې له لارې ډاډ ترلاسه شو چې زموږ اردوګانې چمتو دي د نن ورځې بریا لپاره جګړې او د سبا لپاره چمتو دي.”
تمرین د 2022 فبروري په وروستیو کې د پاکستان یوه عملیاتي بیس کې د امریکا متحده ایالاتو هوایې ځواک جنګي جیټ الوتکو په ګومارلو سره پیل شو. د تمرین تنظیم کونکو یادونه کړې، فالکون تالون په “ریالیستیک عصري سناریوګانو” باندې تاکید درلود چې په سیمه کې بالقوه نظامي ګواښونو باندې د تطبیق وړ دي.
د دواړه هوایې ځواکونو د محاربوي پرسونل سره خبرو اترو کې د پاکستان ایر مارشل محمد ذاهد محمود د تمرین په بریالیتوب سره پای ته رسیدو لپاره ګډون کونکو ته مبارکي وویله. د امریکا متحده ایالاتو او پاکستاني افسرانو د هوایې او ځمکني پرسونل د مسلکي توب ستاینه وکړه. د ورورولۍ د نښې په توګه د فالکون تالون په پایله کې پاکستاني او امریکایی پیلوټانو د یو بل سره نظامي پټۍ تبادله کړې.
Comments are closed.