پاکستان، متحده آیالاتو زرګونه ټنه غیرقانوني نشه ییز توکي د افغانستان څخه ونیول
پاکستاني حکومت د افغانستان سره په پوله د تیریدو یوې مهمې لارې کې د غیرقانوني نشه ییزو توکو د ستر مقدار نیولو راپور ورکړی دی.
په 2021 دیسمبر او 2022 جنوري کې یوازې یو څو اونیو کې، په تورخم پوله کې پاکستاني چارواکو د 524 کیلوګرام چرس، 255 کیلوګرام پوډر، 280 کیلوګرام اپیوم، او نږدې 22 کیلوګرام میتامفیټامینو قاچاق مخه ونیوله.
د 2022 جنوري په 6 نیټه، پاکستان د پوډرو دوه جلا زیرمې ونیولې چې یوه د 100 کیلوګرام وه او بله د 130 کیلوګرام. وروستی ضبط په تورخم کې یو ریکارډ و. په پیښور کې د ګمرکونو رئیس احمد رضا خان وویل، د یوه راپور پربنسټ، پاکستانیانو دا پوډر د تورخم وارداتو ترمینل کې کشف کړل چې په یوه لارۍ کې پټ کړی شوي و.
د پاکستان د تریاکو سره مبارزې ځواک هم په ټول هیواد کې لوی مقدار غیرقانوني نشه ییز توکي نیولي دي. د دیسمبر په وروستیو کې دغه ادارې اعلان وکړ چې 2.2 ټن نشه ییز توکي یې نیولي دي، پشمول د پوډر او میتامفیټامین، ورپسې د جنوري په لومړۍ برخه کې د 3 ټن څخه ډیر نیول شوي دي.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د محصول، مالیاتو او نشه ییز توکو د کنټرول څانګې یوه چارواکي، ازلان اسلم وویل، د افغانستان څخه “لوی مقدار” نشه ییز توکي را روان دي. پدې کې ډیروالی د تازه واک ته رسیدلي طالبانو حکومت لخوا د غیرقانوني سوداګرۍ د مخنیوي ژمنو سربیره راغلی دی.
افغانستان لاهم د نړۍ د نږدې ټولو اپیومو او پوډرو سرچینه ده. دا همدارنګه د میتامفیټامین او د چرسو د تولید ستر لوبغاړی دی. د افغانستان د نشه ییز توکو زیرمې په ایران، سهیل ختیځې اروپا او ترکیه کې هم ډیرې شوي دي.
په 2021 دیسمبر کې، د متحده آیالاتو بحري ځواکونو په عرب سمندر کې د یوې ایرانۍ کښتۍ څخه 385 کیولګرام پوډر ونیول. دوه اونۍ مخکې د متحده آیالاتو ګزمې د عمان خلیج کې د یوې اور اخیستې کښتۍ څخه پنځه ایراني ماڼوګان وژغورل. ایرانیانو د خپلو جرمونو د شواهدو ختمولو لپاره اور لګولی و، مګر د متحده آیالاتو ماڼوګانو بیاهم 1،750 کیلوګرام چرس، 500 کیلوګرام میتامفیټامین او 30 کیلوګرام پوډر ترلاسه کړل.
سرچینې: ټي.آر.ټي نړۍ، د متحده آیالاتو بحري ځواک، ډیلی پاکستان
Comments are closed.