ملګري ملتونه: مرکزي او جنوبي اسیا د افغان کډوالو له جریان سره مخ دي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وړاندوینه کوي چې له افغانستان څخه د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی ښايي د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو ته وغځېږي. له افغانستان څخه د ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته تاوتریخوالي په سلګونو زره نوي افغانان بې ځایه کړي دي.
د افغانستان سیمه ایز ګاونډیان به په دغه هیواد کې له بې ثباتۍ تر ټولو سخت زیان وویني. په پاکستان کې تر اوسه تر یو ملیون زیات افغان کډوال مېشت دي، چې دا شمېر ښايي مرزي سیمو ته د وېرېدلو افغانانو په نږدې کېدو لا زیات شي.
د زیاتېدونکو ښځو او ماشومانو په ګډون بې ځایه شوو ملکي وګړو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ او نورو هغو ادارو ته چې پر افغانستان تمرکز لري، خپل کړاوونه بیان کړي دي. جګړه، غصب، د معیشت ضایع کېدل او د ټولنیزو خدماتو سقوط د دې الوتنې لاملونه بلل شوي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ژمنه وکړه چې له نویو بې ځایه شویو افغانانو سره به د بیړني سرپناه، خوراکي توکو، روغتیايي پاملرنې او نغدي مرستو په برخه کې مرسته وکړي. متحده ایالاتو هم لږ تر لږه 100میلیونه ډالر د هغو زیانمنونکو افغانانو د بیا میشتیدنې لپاره وقف کړي چې د تاوتریخوالي ویره لري.
امریکایي چارواکو غوښتنه کړې چې ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان دې د هغو زرګونو افغانانو کوربه وي چې امریکا ته د سفر لپاره ویزې ته انتظار باسي، تاجکستان وړاندیز کړی چې د اړتیا په صورت کې به لږ تر لږه سل زره افغانانو ته ځای ورکړي.
په دې نښه چې ازبکستان د افغان کډوالو له بهیر سره لاس او ګرېوان دی، دغه هېواد د 2021 کال په دوبي کې د ترمز سرحدي ښارګوټي ته څېرمه د خیمو یو ښار جوړ کړ. دغه کمپ د دوستۍ د پله (Friendship Bridge) لنډ سفر دی چې ازبکستان او افغانستان سره نښلوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د 2021 کال په جولای کې وویل: «په افغانستان کې د سولې یوې موافقې ته د رسیدو او د اوسني تاوتریخوالی په مخنیوي کې پاتې راتلل به په هیواد کې دننه او همداراز ګاونډیو هیوادونو ته د نورو بې ځایه کیدونکو لامل شي.»
سرچینې: UNHCR ،Bloomberg ،Eurasianet
Comments are closed.