مصر په کور کې دننه جوړ ډرون نندارې ته وړاندې کوي
یونیپث کارکونکی
د مصر دفاع نندارې (اِي.ډي.اِي.ایکس) په نوي قاهره کې د 2021 نومبر 29 څخه تر دسمبر 2 پورې وروستۍ دفاعي صنعت ټیکنالوژي نندارې ته وړاندې کړه.
د مصر دفاع ننداره په مصر کې د دفاعي ټیکنالوژیو اړوند لومړۍ نړیواله دفاعي ننداره ده. دا ننداره د کلارین دفاع او امنیتي غونډو لخوا، د مصر وسله وال ځواکونو او د نظامي تولید وزارت سره په همکارۍ تنظیم شوې وه.
دا ننداره، چې د 42 هیوادونو څخه شاوخوا 400 ننداره چیانو او له 30,000 څخه ډیرو لیدونکو پکې ګډون کړی و، د کوویډ- 19 وبا له امله د 2020 راهیسې ځنډول شوې وه. دې ته د دفاعي سیسټمونو او نظامي ټیکنالوژۍ تولید په برخه کې اندیښمن نړیوال او ځایی لوبغاړو ترمینځ د تجربو تبادله کولو یوه فرصت په توګه کتل شوي دي.
د مصر د ستراتیژیک مطالعاتو مرکز کې د دفاع یوه ماهر، احمد الیبا وویل، “په اي.ډي.اي.ایکس 2021 کې د 400 څخه ډیرو ننداره چیانو د هدف پوره کولو وروسته، مصر لاډیرو تخصصي دفاعي نندارو ته ورځي، او سمندري نندارې چې په لاره اچول کیږي د هیواد د سمندري او بحري ځواک وړتیاو د تقویت ټولو هڅو سره په مطابقت کې دي.”
د مصر د پخواني آسمان الهې په نوم نومول شوې، د مصر جوړ نټ ډرون په اي.ډي.اي.ایکس کې ننداره ته وړاندې شو. دا ډرون چې د صنعتي کیدو لپاره د عرب سازمان او د نظامي تکنیکي کالج لخوا په ګډه تولید شوی، د الیکټرو – آپټیکل ټیکنالوژۍ په کارولو سره شپه او ورځ د تاکتیکي کشف ماموریتونه ترسره کولی شي.
سینایی – 200 هم نندارې ته وړاندې شو. دا د مصر لومړۍ پلي محاربوي واسطه ده چې د مصر د نظامي تولید وزارت لخوا تولید شوې. سرچینې: Aljazeera.net، ال احرم، رویټرز
Comments are closed.