څانګېد سیمې هېوادونه مصر له سایبري جرمونو سره مبارزه کوي By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی مصر د 2019 په سپټمبر کې “د ډیجیټلي بدلون په دور کې د سایبري امنیت” تر نامه لاندې، په سیمه کې د سایبري امنیت د غوره کنفرانس کوربه و. په قاهره کې د عرب سایبري امنیت کنفرانس یوه کلنه پیښه وه چې په کال 2017 کې پیل شوې، هدف یې دا دی چې اشخاص، حکومتي ادارې، غیر دولتي سازمانونه او خصوصي شرکتونه له نوي امنیتي حللارې او ننګونې څخه باخبر وساتل شي. دا همداراز د تخنیکي خبرو اترو له لارې امنیتي پوهاوی زیاتوي او د مینځني ختیځ او نورو سیمو څخه د امنیت متخصصین او سازمانونه سره یوځای کوي ترڅو په ګډه کار وکړي او مهارتونو تبادله کړي. د اسټرالیا، بحرین، جرمني، هندوستان، اردن، کویټ، مراکش، عمان، سعودي عربستان، انګلستان او متحده ایالاتو څخه د معلوماتو امنیتي افسران برخه اخیستې وه. د تروریزم پروړاندې مبارزه کې د پرمختګونو سره په موازي ډول، د مصر حکومت سایبر امنیت ته نږدې توجه لري، د ترهګرو او نورو جنایتکارانو له برید څخه د کمپیوټري سیسټمونو د ساتنې پر ډیریدونکي اهمیت باندې پوهیږي. د دې موخې لپاره، مصر ملي او نړیوال سیمینارونه او کنفرانسونه جوړ کړي او داسې ادارې او سازمانونه یې رامینځته کړي چې هدف یې د اړیکو تنظیم او د سایبري جرمونو سره مبارزه ده. Facebook Twitter Share
Comments are closed.