مصر د ګډ تمرین میدوسا 10 کوربتوب کوي
مصر د 2020 په وروستیو کې د مدیترانې په سمندر کې د هوایی او سمندري تمریناتو د ترسره کولو لپاره د یو څو ملیتي ایتلاف کوربه وو.
د میدوسا 10 په نوم یو اونیز ګډ تمرین د الیکزاندریا په ساحلي اوبو کې ترسره شو، چې قبرس، فرانسې، یونان او متحده عربي اماراتو په کې برخه اخیستي وه.
د مدیترانې په سیمه کې د امنیتي ننګونو سره د مبارزې لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ د زیاتوالي په موخه دا ډول سمندري تمرینات د هر هیواد د دفاع وزارت د استازو تر نظارت لاندې ترسره شول. د دغو استازو تر منځ تر ټولو لوړپوړی چارواکی د مصر د دفاع چارو او پوځي تولیداتو وزیر، ډګر جنرال محمد ذکي شتون درلود.
دا تمرین د مصر چورلکو انتقالوونکې انور ال سادات بېړۍ کې له یوه لڼد پوځي راپور وړاندې کولو سره سم پیل شو. له دې سره سم، ګډونکوونکي په پوځي تمرینونو کې ښکېل شول. په دغو تمرینونو کې د بیړۍ چلولو مالومات، د دښمن پر سمندري موخو باندې هوایی بریدونه، سمندري توپخانه، د ناانډولو بریدونو دفع کول، پر ځمکه او اوبو ښکته کیدل، د مشکوکو بېړیو څخه څارنه، ورختل، تلاشي کول او نیول او ګرفتاري اړونده فعالیتونه شامل وو.
دغه تمرین چې له 2017 راهیسې په منظم ډول ترسره کیږي د برخه اخیستونکو هیوادونو د سمندري او هوایی قطعاتو په رسم ګذشت پای ته ورسید.
د میدوسا 10 پای ته رسیدو سره سم، د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي د 2020 د دسمبر په 7مه د فرانسې له ولسمشر ایمانویل میکرون سره د لیدنې لپاره له یاد هیواد څخه لیدنه وکړه. دغه دوه ورځنۍ لیدنه په یو ګډه خبري کنفرانس سره پای ته ورسیده چې په هغه کې مکرون له مصر څخه د “ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې د یو مهم ملګري” په توګه ستاینه وکړه او له قاهرې سره یې د پراخې دفاعي همکارۍ ژمنه وکړه.
سرچینې: د الاهرام ورځپاڼه، egyptindependent.com
Comments are closed.